چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهد امرالله صالح پر موټریز کاروان برید؛ ارګ، ناټو او اروپايي اتحادیې...

د امرالله صالح پر موټریز کاروان برید؛ ارګ، ناټو او اروپايي اتحادیې د افغانستان د دښمنانو کار بللی

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۹مه: ولسمشر غني د امرالله صالح پر موټریز کاروان نننی برید غندلی او دغه کار یې یو ستر بشري جنایت بللی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي په دغه برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d9%be%d8%b1-%d9%85%d9%88%d9%bc%d8%b1%d9%8a%d8%b2-%da%a9%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%db%90/

ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د افغانستان دښمنان د داسې جنایتونو په تر سره کولو سره نشي کولی د سولې په لاره کې خنډونه رامنځته کړي.

په اعلامیه کې راغلي، دغه ډول بریدونه د سولې او ثبات د دښمنانو او د دوی د ملاتړ کوونکو ډلو له لوري تر سره شوي دي چې د ورته پېښو په ترسره کولو هېڅ وخت د سولې په لار کې خنډ نه شي جوړولی.

ولسشر په پېښه کې ملکیانو ته په اوښتې مرګژوبلې هم خواشیني ښودلې او امنیتي ادارو ته یې د څېړنې او پلټنې امر کړی دی.

په ورته مهال ناټو او د اروپا اتحادیې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوی برید غندلی دی.

ناټو او د اروپا اتحادیې په بېلا بېلو ټویټ پیغامونو کې ویلي چې دغه ډول بریدونه د افغانستان د دښمنان کار دی او د ملکي خلکو پر مرګژوبلې یې خواشیني ښودلې ده.

ناټو ویلي د افغانستان دښمنان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، امنیت تامین، تاوتریخوالی کم او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ناټو په ټینګار سره ویلي دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په دې حساسو شرایطو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب