دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان او پاکستاني چارواکو تورخم کې پر سوداګريزو اسانتیاوو خبرې کړي

افغان او پاکستاني چارواکو تورخم کې پر سوداګريزو اسانتیاوو خبرې کړي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د ننګرهار ولایت د ګمرک ریاست مسولان وایي، چې په تورخم ښارګوټي کې یې له پاکستاني لوري سره د سوداګرۍ پر اسانتیا خبرې کړې دي.

د دې ولایت د ګمرک رئیس نصرالله صاحبزاده وایي، چې په دې ناسته کې دوی پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د تورخم له لارې دکمیسارۍ د پلان له مخې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ بار موټرې پرېښودل کېږي.

د نوموړي په خبره ، چې دغه راز به د پاکستان د کراچۍ په بندرکې هم افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابریږي او زیاته یې کړه، چې په کراچۍ بندرکې د افغان سوداګرو دمالونو فزیکي چک له پنځه سلنه څخه زیات نه ترسره کیږي او دغه راز د مالونو سکین به هم شل سلنه ترسره کېږي.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%db%8c%db%90-%d8%b5%d8%a7%d8%af%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%a9/

د ګمرک رئیس وایي، د پاکستان اړوند لارې په اوږدوکې به ټول غېر قانوني ترمینلونه تړل کیږي او د اسانتیا په خاطر به د جمرودسکېنر او تورخم ښارګوټې کې له کتنې وروسته موټرې پرېښودل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو ویلي وو، چې په دې هېواد کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره بار توکي بند پاتې دي او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%da%ab%d8%b1%d9%88-%d8%b2%d8%b1%da%ab%d9%88%d9%86%d9%87-%da%a9%d8%a7%d9%86%d9%bc%db%8c%d9%86%d8%b1%d9%87-%d8%aa%d9%88%da%a9%d9%8a-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب