یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهټرمپ نن عراق او راتلونکو ورځو کې افغانستان کې د سرتېرو کمولو...

ټرمپ نن عراق او راتلونکو ورځو کې افغانستان کې د سرتېرو کمولو اعلان کوي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن عراق او په راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د کمولو اعلان وکړي.

پرون رويټرز د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې په پام کې ده، د چهارشنبې په ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په عراق او راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو اعلان وکړي.

ټرمپ د خپل کمپاين پر مهال له خلکو سره ژمنه کړې وه چې امریکايي سرتېري به له هغو جګړو راباسي چې پای نه لري او ډېرې اوږدې شوې دي.

له بل لوري امريکا د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې له طالبانو سره په هوکړه کې هم ژمنه کړې چې په ۱۴ مياشتو کې به له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي.

دم ګړۍ امريکا په افغانستان کې څه باندې ۸۰۰۰ سرتېري لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب