جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سوداګرۍ او پانګونې اداره: افغان پانګوالو بهرنیو هېوادونو کې پانګونې ته...

د سوداګرۍ او پانګونې اداره: افغان پانګوالو بهرنیو هېوادونو کې پانګونې ته مخه کړې

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۹مه: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اداره وايي په هېواد کې د خراب امنیتي وضعیت، فساد او سختې پالیسۍ له امله پانګه د وېستو په حال کې ده.

ددې ادارې رئیس سید زمان هاشمي وايي، د سیمې ځینو هېوادونو د افغان پانګوالو د جذب لپاره ځانګړي سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي دي، چې له همدې امله ډیری پانګوال تر افغانستان هماغه هېوادونه ګټور ګڼي.

نوموړی وايي په هېواد کې امنیتي ستونزې، د پانګې نه خوندیتوب، د بریښنا نشوالی او فساد هغه څه دي چې پانګوال یې دغه کار ته مجبور کړي دي.

هغه زیاتوي ددغو مسایلو سره سره د پانګونې برخه کې نوي قوانین رامنځته کېږي او ورځ تر بلې سختي زیاتېږي، نو ځکه پانګوال باندنیو هېوادونو ته زړه ښه کوي.

د ښاغلي هاشمي په خبره ترکیه او ازبکستان هغه هېوادونه چې په دې وروستیو کې یې د افغان پانګوالو پام ځانته جلب کړی دی.

افغان پانګوالو په داسې مهال بهرنیو هېوادونو کې پانګونې ته زړه ښه کړی، چې په هېواد کې د ننه زرګونه خلک بې کاره دي او له حکومت او پانګوالو څخه غواړي چې ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب