جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلاریون کوونکي: غزني کې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې ۱۷ لاریونوال...

لاریون کوونکي: غزني کې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې ۱۷ لاریونوال ټپیان شوي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۹مه: د غزني ولایت چارواکي وایي د مظاهرې له منځه پر پولیسو ډزې شوي چې وروسته پولیسو پر مظاهره چیانو ډزې کړي او ۱۷ کسان په کې ټپیان شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون رئیس باز محمد همت وايي تر اوسه ورته د پېښې له ځایه ۱۷ تنه ټپیان ور وړل شوي چې د پینځو هغو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دولتي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي، خو مظاهره چیان وايي پر دوی باندې امنیتي سرتېرو ډزې کړي دي.

دغه اعتراض کوونکي په غزني کې د غیر مسؤل وسله والو په خلاف راوتلي دي.

تیره ورځ د غزني په نواباد سیمه کې د شهید اونۍ د لمانځلو پر وخت د موټریز کاروان ځينو وسله والو پر ولسي خلکو ډزې کړې وې او د خلکو د کورونو ښیښې یې ور ماتې کړې وې، چې تر هغه وروسته نن د سیمې خلکو په مظاهرو لاس پورې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم ددغه ولایت اوسېدونکو په غزني کې د ناامنیو زیاتېدو او په دې برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د نه پاملرنې له امله د کابل-کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

ځايي خلک وايي د غزني چارواکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي او له مرکزي حکومت څخه غواړي څو د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

مظاهره لا هم روانه ده…

2 COMMENTS

  1. بلی د غله سقاؤ زوی دوره ددی قاتلینو له خوا د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا مسلسل تکراریږی ، داچی دوکتور غنی لکه پخوا مداری کرزای په شان نمایشی رئيس جمهور دی ، په واقعیت کښي ټول عسکری ، پولیسی او د حکومتداری کنترول د شورای نظار، محقق ، خلیلی او کمونستانو سره دی ، دوی د امریکا ، روسیی ، ایران او پاکستان تامه حمایه لری ، تر څو چی دا اجنټان کابل کښی رول لری نو افغان ملت ته هر ډول صلحه د ناکامی سره مخامخ دی !!!

  2. البته یوارینئ حل یي دغه بي سواده والي او لنډه غر کوماندان دی چي له دندو لري او پر ځای یې وړ کسان و ګمارل شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب