جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريهېوادوالو راویښ شئ| جنرال دولت وزیري

هېوادوالو راویښ شئ| جنرال دولت وزیري

– هیوادوالو را ویښ شئ،
– له تربګنۍ تیر شئ،
– اختلافات مو پریږدئ،
– دښمن مو وپیژنئ،
– سره یو شئ،
– یو او بل ومنئ،
– ملي ګټو ته ژمن شئ،
– په هیواد زړه وسوځوئ،
– د دښمن په مقابل کې سنګر شئ،
– نن ما وژني او سبا تا وژني،
– د هیوادوالو پر وژلو مه خوشحالیږئ،
– هیڅوک ټول وخت نه ښه وي او نه بد وي،
– شیطان یو وخت ملايکه وه،
– ډیر صحابه کرام وه چې مخکې له اسلام قبلولو زموږ د ستر پیغمبر ص دښمنان وو، خو وروسته صحابه کرام شول،
خبره روښانه ده، چې هیواد در باندې ګران وي او ملي دریځ ونیسي، د دښمن له پاره خاین يې. هیله ده چې په دې مو سر خلاص وي، د دښمن د شومو دسيسو ځان وژغورئ. یو شئ، یو شئ، یو شئ او بیا هم در ته وایم چئ په هیواد مو زړه وسوځوئ او یو شئ.
نن ځیني کسان ګورم چې پر ښاغلي صالح صاحب برید نه غندي،
– یا خو نه پوهیږي،
– یا خو د دښمن پر توطیو يې سر نه خلاصیږي،
– یا له مسایلو سره سطحي برخورد کوي،
– یا خو په جعلي نومونو د دښمنانو په چوپړ کې دي،
– یا خو د مسایل سره سلیقوي برخورد کوي،
((دوستانو بری په یووالي کې دی.))
(( ګر متحد شوید دشمن تان زبون مې شود.))

1 COMMENT

  1. مخترم وزیری صاحب سلاموعلیکم ستاسی د احساس څخه مننه کوم۰
    رښتیا ده چه یووالی ضرور دی او دشمن مو مسلسل وژنی۰
    لازم تدبیر په کار دی چه ددشمن له ظلمونو خلاص شو مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب