Homeسپورتراشد او مجيب د نړۍ پر بالرانو او نبي په الرونډرانو پاچاهي...

راشد او مجيب د نړۍ پر بالرانو او نبي په الرونډرانو پاچاهي کوي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د کرکټ نړيوالې شورا د تازه درجه بندۍ له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي راشدخان او مجيب‌الرحمن د شل اووريزو لوبو د توپ اچونې په درجه بندۍ کې لومړی او دويم مقامونه ګټلي دي.

د ملي لوبډلې بل افغان لوبغاړي محمد نبي بيا د الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ګټلی دی.

د شل اووريزو لوبو د درجه بندۍ له مخې دغه راز د شل اووريزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې د انګلستان ډيويډ ملان لومړی او د پاکستان بابر اعظم دويم مقام ګټلی دی.

له بل لوري د يو ورځنيو لوبو د الرونډرانو يا ټول‌چارو په درجه بندۍ هم محمدنبي لومړی مقام ګټلی دی او راشدخان په دويم مقام دی او مجيب الرحمن بيا د يو ورځنيو لوبو د بالرانو درجه بندۍ کې درېيم او راشدخان ۹ مقام ګټلی دی.

د يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو درجه بندۍ کې د هند ويرات کوهلي لومړی او د همدې هېواد روهېت شرما دويم مقام له ځان سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...