Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: د جګړې د قربانیانو غږ دې د سولې...

د بښنې نړیوال سازمان: د جګړې د قربانیانو غږ دې د سولې خبرو کې واورېدل شي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د بښنې نړیوال سازمان وایي، د افغان سولې مذاکراتو کې باید د دې اوږدې جګړې د اصلي قربانیانو غږ واورېدل شي.

د یادې ادارې د دفتر عمومي رییس ډیویډ ګریفس ویلي، د سولې خبرو کې باید د افغانانو غږ واورېدل شي څو هغوی دا ډاډ تر لاسه کړي چې حقونو ته یې درناوی کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د جګړې دواړه اړخونه باید د عامو افغانانو لپاره عدالت تامین او د بشري حقونو سرغړونکي حساب ورکولو ته راکاږي.

نوموړي ویلي، سوله یوازې د یوې معاملې او د دښمنیو د بندولو معنا نه لري بلکې د سولې اصلي معنا دا ده چې ټول وګړي په امن فضا کې ژوند وکړي او په ډېرې اسانۍ د خپلو حقونو د خوندي تابه لپاره غږ پورته کړي.

یاد سازمان له افغان حکومت څخه هم غوښتنه کړې چې د تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب برخه کې دې ځان مطمین کړي څو د بشري حقونو لپاره ترسره شوې هڅې په اوبو لاهو نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...