چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: ښايي د ژمي په موسم کې د کورونا دویمه څپه...

روغتیا وزارت: ښايي د ژمي په موسم کې د کورونا دویمه څپه هم خوره شي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولان وایي، چې د سړې هوا په موسم کې د کورونا وبا د دویمې څپې خپرېدو ګواښ شته دی.

د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور ویلي ښايي، چې د ژمي موسم کې په نړۍ او افغانستان کې د کورونا وبا دویمه څپه هم خوره شي.

هغه نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال، پر لوړ عمر لرونکو، پر شکر او د وینې پر لوړ فشار اخته ناروغانو باندې غږ وکړ، چې باید د انفلونزا خزاني واکسین تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه که څه هم د کورونا وبا له خپرېدو را وروسته په پنځه دېرشمه اوونۍ کې پر دغې وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ۱۰ سلنه کم شوی دی، خو په خبره یې هېوادوال باید د دغه ویروس مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونا وبا ۲۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

سرچینې ویلي، چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۵۴۴ ته رسېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب