چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهنړيوالې رسنۍ: ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نوماند شوی

نړيوالې رسنۍ: ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نوماند شوی

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) فاکس نیوز نن د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، چې ټرمپ د اسراییل او اماراتو ترمنځ د منځګړیتوب له امله د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د سولې نوبل جایزې ته نومول شوی دی.

ټرمپ داسې مهال دې جایزې ته نومول کیږي، چې د امریکا ډېری ښارونه د بې عدالتۍ او توکمپالنې ضد لاریونونو پر سر اخیستي او ټرمپ د قهرجنو لاریونوالو د غوسې په اور کې سوځي.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%a7%d9%88-%d8%ac%d9%88%d8%a8%d8%a7%db%8c%da%89%d9%86-%d9%be%d9%87-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%86%db%8c%d8%b2%d9%88-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%aa%d8%b1/

خو د لاریونونو سره سره هم ویل کېږي، چې ټرمپ د سولې نړیوالې جایزې ته نوماند شوی دی.

راپور کې د ناروې د پارلمان غړي کریسټین ټیبرینګ جید له قوله راغلي، ټرمپ په دې بېسارې اقدام سره د یادې جایزې مستحق دی.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d9%86%d9%86-%d8%b9%d8%b1%d8%a7%d9%82-%d8%a7%d9%88-%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%84%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d9%88%d8%b1%da%81%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب