چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهطالبانو په بادغيس کې یوه ښځه وژلې او لوریې له ځانه سره...

طالبانو په بادغيس کې یوه ښځه وژلې او لوریې له ځانه سره بېولې ده

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د بادغيس امنیتي مسولان وایي، چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې یوه ۴۵ کلنه مېرمن وژلې او پېغله لورې له ځانه سره بېولې ده.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند تحصیل حیدري وایي، دا پېښه تېره ورځ د هرات ـ قلعه نور په لاره رامنځته شوې ده.

حیدري زیاته کړې، چې د وژل شوې مېرمنې خاوند په افغان پوځ کې دنده لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي، چې دیادې لارې امنیتي مسولینو رسنیو ته ویلي وو، چې دهرات ـ قلعه نور لار په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو پاکه شوې ده.

بادغيس د هېواد په شمال کې یو له نا امنو ولایتونو څخه ده ، چې د دې ولایت په ډیری برخو کې وسله وال طالبان پراخ فعاليت لري.

2 COMMENTS

  1. طالبان له فکری نظره له خوارجو ( سلفیانو او وهابیانو) سره توپیر لری خو ځینی کړنی ئی د ابوسفیان د پلید نسل د پلیدو کړنو غوندی ظالمانه او طغیانی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب