چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزیر د صالح پر ضد په حمله کې حقاني...

د کورنیو چارو وزیر د صالح پر ضد په حمله کې حقاني شبکې ته ګوته ونیوله

تاند(چهارشنبهو د سنبلې ۱۹) د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال پر ضد په حمله کې کارول شوي مواد، هغو موادو ته ورته دي چې پخوا حقاني شبکې کارولي دي.

ښاغلي انداربي په یوه ټویټ کې لیکلي، «لومړني معلومات ښيي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال محترم امرالله صالح پر ضد په حمله له ار ډي ایکس + ایچ ایم ایس نیتروګلیسرین (Nitroglycerin+ RDX-HMS) څخه کار اخیستل شوی دی. د موادو او حملې ډول، هغو نورو حملو ته ورته والی لري چې تر دې وړاندې یې حقاني شبکې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.»

طالبانو سمدستي په حمله کې لاس لرل رد کړل. دې ډلې له امریکا سره د قطر د ۲۹ نېټې په موافقه کې منلې چې د افغانستان په لویو ښارونو کې به بمي – انتحاري حملې نه کوي او د افغانستان په هیڅ برخه کې به پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي.

پر امرالله صالح دا برید وروسته له دې وشو چې نوموړي په یوه مرکه کې پر پاکستان نیوکې وکړې او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د استخباراتو د ريیس هغه خبرې یې افشا کړې چې له ده سره یې په ارګ کې کړې وې.

په دې برید کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او د امرالله صالح د ۳ ساتونکو په شمول ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

په دې چاودنه کې د امرالله صالح لاس برسېرن ټپي شوی دی.

1 COMMENT

  1. وروڼو ولې به سر سره خوږ ه وو ! امرالله صالح ووېیل د طلوع په تلوېزون کې چې هغه له طالبانو سره هیڅ سوله نه غواړي ! له طالبه یې بد راځي . خو خبره داده چې له طالبه یې ولې بد راځي ! زه داسې پوه شوم که طالب د ښځو حقوق او دبیان ازادي هم قبوله کړي ! بیا هم صالح طالب نه مني ولې !! ځکه طالبان پښتانه دي او بل علت یې ماته ندی مالوم !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب