چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد پر امرالله صالح برید د سولې لپاره د رامنځته شوي فرصت...

خلیلزاد پر امرالله صالح برید د سولې لپاره د رامنځته شوي فرصت د مخنیوي هڅه وبلله

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال له تروریستي حملې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې لپاره د رامنځته شوي فرصت د سبوتاژ کولو هڅه وبلله.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«په داسې حال کې چې د سولې خبرې رانژدې شوي، نفوذي عناصر د دې تاریخي فرصت د ګډوډولو لپاره په هڅه کې لا نهیلي کېږي. نن د امرالله صالح پر کاروان حمله یې وروستۍ بېلګه ده. له ښه مرغه هغه روغ ووت. له بده مرغه دې تروریستي برید ګڼ شمېر لارویان ووژل یا ټپیان کړل.»

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې برید کې لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول او د امرالله صالح د ۳ ساتونکو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دا برید وروسته له دې وشو چې نوموړي په یوه مرکه کې پر پاکستان نیوکې وکړې او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د استخباراتو د ريیس هغه خبرې یې افشا کړې چې له ده سره یې په ارګ کې کړې وې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي «تاریخ ښودلې چې کله د سولې فرصت رانژدې شوی، نفوذیانو هڅه کړې چې مخه یې ونیسي خو افغانان به د دوی په لومه کې ونه لوېږي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال پر ضد په حمله کې کارول شوي مواد، هغو موادو ته ورته دي چې پخوا حقاني شبکې کارولي دي.

ښاغلي انداربي په یوه ټویټ کې لیکلي، «لومړني معلومات ښيي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال محترم امرالله صالح پر ضد په حمله له ار ډي ایکس + ایچ ایم ایس نیتروګلیسرین (Nitroglycerin+ RDX-HMS) څخه کار اخیستل شوی دی. د موادو او حملې ډول، هغو نورو حملو ته ورته والی لري چې تر دې وړاندې یې حقاني شبکې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.»

طالبانو سمدستي په حمله کې لاس لرل رد کړل.

2 COMMENTS

  1. تاسو هم بیواکه واکدار یاستئ او د فیلانو سره ټانټې ژوئ. دا څو کاله وشو چې تاسو جناب د ټالبانو او دولت په مینځ کې منډې وهئ او مفته تنخواه اخلئ مګر په یوه اړخ مو هم زور نرسي. نه ترهګر د حملو بندولی شئ او نه دولت خبرو ته حاضرولی شئ. امریکا، دولت او ترهګرو ته دروغ وایئ او خپل ساعت تیروئ. سمه پاکه خبره درې واړو اړخو ته وکړئ چې تاسو هیڅ نشئ کولی.

  2. یاره خلیلزاده، دا برید د پاکستان حقاني شبکې کړی دی، تاسې د پاکستان په ضد سخت دریځه ګامونه واخلئ. مونږ ټول پوهیږو چې دا مرداره لوبه تاسې روانه کړې ده، تر ټولو ستره ترهګره او ترهګرپاله امریکا ده. تاسې په ټوله نړۍ کې نیژدې 600 بېزونه لرۍ، اوس تاسې د نړۍ د امنیت لپاره څه وکړل، څومره نړۍ په آرامه ده، هره ورځ ترهګریزې پیښې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کیږي، چې په هرې یوې کې ستاسې نیغ په نیغه او یا هم له بلې لارې ستاسې لاس وي.
    افسوس ستاسې په دې دې ورانکاري سیاست !!
    ښاغلی امرالله صالح، د ډیورنډ څرګندونو، د باجوه د ګینګسټرانو د غونډې راز افشا کولو او ستاسې د نمک او خښتګ تابعدارانو پر ضد څرګندونو وژلو – خو د پاس آسمان مالک رضا نه وه.
    هیڅ شک نشته چې په دې برید کې ستاسې د سي آی ای لاس نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب