تاند ( پنجشنبه، د سنبلې ۲۰): د لبنان د پوځ چارواکي وایي، چې د بیروت په ساحلي بندرکې اورلګېدلی دی.
تر اوسه د لګېدلي اورله کبله د مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نشته، چې څومره مالي او ځاني زيان لري.
خو د لبنان پوځ وايي، چې ګودامونو، د تېلو زېرمتون او د موټرونو ټایرونو ته یې د اور د غځېدو مخه نیولې ده.
د رسنيو د راپورونو له مخې اور وژونکي د اور په مړه کولو لګیا دي.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې لا هم د بیروت د اوسېدونکو له ذهنه د تېرې میاشتې د سختې چاودنې وېره نه ده وتلې.
د تېرې اګست مياشتې د څلورمې نېټې په چاودنه کې تر ۱۹۰ زیات کسان مړه او تر ۶۵۰۰ زیات ټپيان او په زرګونو کورونه پکې وېجاړ شوي وو.
https://taand.net/%d8%a8%db%8c%d8%b1%d9%88%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%db%90-%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%db%b1%db%b5-%d9%85%db%8c%d9%84%db%8c%d8%a7%d8%b1/