شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامریکا تر نوومبره په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۴۵۰۰ ته...

امریکا تر نوومبره په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۴۵۰۰ ته راکموي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۰) د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د نوومبر تر لومړیو پورې له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راکموي.

دا خبره د چهارشنبې په ورځ د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان څو ساعته وروسته له دې وکړه چې له عراق څخه یې په روانه میاشت کې د څو زره امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.

جنرال فرانک مکینزي امریکايي رسنیو ته په مرکه کې وویل«په ۴۵۰۰ پوځیانو به هم موږ کولی شو چې خپل اصلي ماموریت ترسره کړو او موږ خپل ښه نیت ښوولی دی چې په دې هیواد کې غاصب ځواک نه یوو، خو ستراتیژیکې او حیاتي ګټې لرو او هغه موږ دې باور ته رسوي چې د القاعده په شان ترهګر د امریکا په متحدو ایالتونو برید کولی شي.»

مکینزي پخوا ویلي و چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې باید په دې سلا وشي چې القاعده، داعش او نورې تروریستي ډلې به په افغانستان کې پناه نه اخلي.

له جنرال مکینزي څخه پرون وپوښتل شول چې څه بدل شوي، ده وویل«طالبانو لا هم په زغرده ښکاره کړې نه ده چې دوی له القاعده سره اړیکې شلولي او لا هم د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونو ته دوام ورکوي.»

تر دې وړاندې پرون (چهارشنبه) جنرال مکینزي په عراق کې اعلان وکړ چې له دې هیواده به له موجودو ۵۲۰۰ سرتېرو ۲۲۰۰ وباسي.

ده دا هم وویل چې د دغو ځواکونو ایستل به په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر وړتیا اغېز ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب