پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکلتورپه درې ژبه (د نړۍ هېنداره) خپرېدل پیل شول

په درې ژبه (د نړۍ هېنداره) خپرېدل پیل شول

    احسان الله مومند

د نړۍ هېنداره د هغه دایرة المعارفګوټي نوم دی چې له کال 2000 څخه تر 2017 پورې څو ځلې په پښتو ژبه خپور شوی او دا دی له دې وروسته به په فارسي دری هم خپور شي.

د نړۍ هېنداره وروستی پښتو چاپ نژدې 6000 مخه او په پنځو برخو کې 9 کتابونه دی چې دلته به لنډه رڼا پرې واچول شي:

1-     آسیا: دا کتاب په کال 2000 (1379 هـ.ش) کې په پېښور کې، د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز او په 2003 ، 2012 او 2013 کې درې ځلې په کابل کې د الاذهر خپرندویه ټولنې په زیار او همت خپور شوی چې وروستی متن یې 192 اخځونه او 1280 مخونه لري او د آسیا د 48 هېوادونو طبیعي، بشري، سیاسي، اقتصادي او تاریخي لنډه جغرافیه یا پېژندګلوي پکې راغلې ده.

آذربايجان، اردن، ارمینیا، ازبكستان، اسرائيل، افغانستان، عربي متحده امارات، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروني، بنګله دېش، بوتان، پاكستان، تاجكستان، تايلند، تركمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانكا، سنګاپور، سوريه، عراق، سعودي عربیه، عمان، فلېپين، ختيځ تيمور، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر، كوريا(شمالىكوريا(جنوبي)، كمبوديا، كويټ، جورجیا، لاوس، لبنان، ماليزيا، مالديپ، منګوليا،  نيپال، ويتنام، اندیا او يمن.

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې مولف په (آسیا) کتاب کې د خپل ګران هېواد افغانستان حق ادا کړی او په 300 مخونو کې یې معرفي کړی دی.

3- آسترالیا (اوقیانویسه): د نړۍ هېنداره درېیم ټوک د استرالیایي هېوادونو په هکله دی چې لومړی ځل په کال 2003 کې په پېښور کې د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز او بیا په 2005 او 2014 کې په کابل کې د الاذهر خپرندویه ټولنې له خوا خپور شوی چې وروستی چاپ یې  51 اخځونه او 450 مخونه لري.

په اوقیانوسیه یا د نړۍ په ډېره کمکۍ لویه وچه کې دا هېوادونه راغلي دي: استرالیا (هېواد)، فیجي، کریباتي، مارشال، مکرونیزیا، ناورو، نوی زیلند، پالوو، پاپوا نیوګیني، ساموا، استرالیا(لویه وچه) سلیمان، تونګا، تووالو او وانواتو.

2-     افریقا: د نړۍ هېندارې د دایرة المعارفګوټي دویم ټوک افریقا دی چې لومړی په پېښور کې په کال 2001 کې د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز له خوا د 72 اخځونو په مرسته په 826 مخونو کې خپور شوی و.

دا کتاب په 2005 او 2015 کې دوه ځلې د الاذهر خپرندویه ټولنې په زیار په کابل کې خپور شی چې د 122 اخځونو په مرسته د افریقا دا 54 هېوادونه پکې پېژندل شوي:

اريتريا، استوايي ګيني، الجزاير، انګولا، ايتوپيا، بوتسوانا، بوركينافاسو (پاسنۍ ولتا)، بوروندي، بينين، تانزانيا، توګو، تونس، جنوبي افريقا، جنوبي سودان، جيبوتي، چاد، د عاج ساحل، رواندا، زمبیا، زيمبابوي، ساوتومي او پرنسيپي، سنيګال، سوازيلند، سودان، سوماليا، سېراليون، سيشلز، صحرا(د ج)، كامرون، كانګو(ج)، كانګو(د ج)، كومورو، كيپ وردي، كينيا، ګابون، ګانا، ګمبيا، ګيني، ګيني بيساو، لايبريا، ليبيا، ليسوتو، مركزي افريقا، مالي، مدغاسكر، مراكش (المغرب)، مصر، ملاوي (نياسالند)، موريتانيا، مورشيس، موزمبيق، ناميبيا، نايجير، نايجيريا او يوګندا.

4- اروپا:

د نړۍ هېنداره څلورم کتاب د اروپایي هېوادونو په هکله دی چې لومړی په کال 2006 کې په پېښور کې په د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز په زیار خپور شوی و. په هغه وخت کې دې کتاب 95 اخځونه او 826 مخونه درلودل؛ خو د کتاب په دوهمه پلا خپرېوو کې یې د مخونو شمېر 1113 ته لوړ شو چې د 85 اخځونو په مرسته لاندې 48 اروپایي هېوادونه پکې پېژندل شوي:

البانیا، آندورا، استریا (اتریش) بېلاروس (سپینه روسیه)، بوسنیا او هرزګوینا، بلجیم (بلژیک)، بلغاریا، کروشیا، چک، ډنمارک، استونیا، فنلند، فرانسه، جرمني، جورجیا، یونان، هنګري، ایسلند، ایرلند، ایتالیا، لاتویا، لیختن شتاین، کوسوو، قبرس، لتوانیا، لوکزامبورګ، مقدونیا، موناکو، هالند، مالتا، مولدووا، ناروې، پولند، پرتګال، رومانیا، روسیه، سان مارینو، صربیا، مونتینګرو،سلواکیا، سلوینیا، ترکیه، اسپانیا، سویډن، سویس (سویتزرلند)، اوکراین، برتانیا او واتیکان.

5 امریکا: د نړۍ هېندارې پنځم او وروستنی کتاب امریکا نومي چې لومړی ځل په کال 2006م کې په پیښور کې د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز له خوا د 53 اخځونو په مرسته په 830 مخونو کې خپور شوی و. دا کتاب له بیا کتنې وروسته الاذهر خپرندویه ټولنې په 2016 کې په کابل کې په 1314 مخونو کې بیا ځلې خپور کړ چې دا 35 هېوادونه پکې راغلي دي:

انتیګوا او باربودا، ارجنتاین، بهاماس، باربادوس، بولیویا، بیلیز، برازیل، کانادا، چیلي، کولمبیا، کوستاریکا، کیوبا، دومینیکا، دومینیکن، اکوادور، السلوادور، ګرینادا، ګواتیمالا، ګویانا، هایتی، هاندوراس، جمیکا، مکسیکو، نیکاراګوا، پانامه، پاراګوای، پیرو، سنت کتس او ناویس، سنت لوسیا، سنت ونسنت اوګرینادینز، سورینام، ترینیداد او توباګو، امریکا متحده ایالات، یوروګوای او ونزویلا.

د نړۍ هېنداری په پنځو کتابونو کې د هر هېواد پېژندګلوي پنځه برخې لري: طبيعي جغرافيه، بشري جغرافيه، سياسي جغرافيه، اقتصادي جغرافيه، تاريخ او له افغانستان سره سياسي اړيکي چې دلته به لږ رڼا پرې واچول شي:

الف – طبيعي جغرافيه: د نامه لنډيز يا Date Code، نړيوال نوم، رسمي نوم، پخوانى نوم، سيمه ييز نوم، جغرافيايي موقعيت، پراخوالى په km² او میل مربع، څلور خواوې او له ګاونډيو هېوادونو سره د پولو اوږدوالى په km، لوى غرونه، جګې څوكې، سيندونه، اقليم او په پاى كې نورې جغرافيايي ځانګړتياوې.

ب – بشري – سياسي جغرافيه : پلازمېنه او نفوس، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو ګڼوالى په km² او میل مربع كې، ښاري او كليوال نفوس، د ښاري کېدو سلنه، د نفوسو سني وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، په زرو ماشومانو كې مړينه، د نفوسو كلنى زياتوالى، د عمر منځنى اوږدوالى، د هرې ښځې د زېږون منځنى كلنى قابليت؛ د هېواد اداري جوړښت، لوى ښارونه او نفوس، حكومت، اساسي قانون، ولسمشر، لومړى وزير، ملى شورى، قضاييه ځواك، سياسي ګوندونه او د هغوى مشران، د فشار ډلې، نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليكدود، د خپلواكۍ ورځ، په UN او نورو نړيوالو ټولنو كې غړيتوب، ملي بيرغ، ملي سرود او ملي نښان.

ج _ اقتصادي جغرافيه: د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې په بحث كې لومړى د هرهېواد په عمومي اقتصادي وضع كتنه شوې او بيا لاندې سرليكونه راغلي:

غيرخالص كورنى توليد یا GDP، د غيرخالص كورني توليد كلنۍ وده، د غيرخالص كورني توليد سكتوري جوړښت، سړي سر كلنى عايد Per Capita، انفلاسيون، د كار ځواک د شمېر او سكتورونو په تفكيك، وزګارتيا، بودجه د عوايدو او لګښتونو په تفكيك، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو كلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع، د تېلو او ګاز توليد، لګښت، زېرمې؛صادرات او واردات، كرنه، څاروي، ځنګلونه، سيلانيان، غټ كانونه؛ صادرات او واردات د بيې، اقلامو او سوداګريزه شريكانو په تفكيك؛ بهرني پورونه، مخابرات، رسنۍ؛ ترانسپورت د اورګاډو، لويو لارو، نقليه وسايطو، نلليكو، سوداګريزه الوتكو او بېړيو په تفكيك؛ رسنۍ او ټولنيزه پرمختيا. د ټولنيزې پرمختيا په بحث کې په هر هېواد کې د باسواده خلکو، د ښوونځيو او پوهنتونونو د زده کوونکو او استادانو د شمېر، مطبوعاتو، روغتيا او ورزش په هکله لنډ معلومات راغلي دي.

له دې وروسته د هر هېواد د سيمه ييزو يا نړيوالو لانجو ذكر راغلى، په پوځي تشكيلاتو رڼا اچول شوې او له هېواد څخه د وتلو يا راغلو مهاجرو او بېځايه شوو خلکو په هکله معلومات وړاندې شوي.

د- تاريخ: د هېوادونو د تاريخ په برخه كې د لرغوني تاريخ برخه لږ ده؛ خو هڅه شوې چې په معاصرو پېښو بحث وشي. له دې وروسته له هر هېواد سره د افغانستان د اړيکو برخه راځی چې د کتاب په پخوانیو چاپونو کې نه وه.

په افغان مطبوعاتو كې د نړۍ د هېوادونو د پېژندګلوۍ (طبيعي، سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د كوچني يا ستر او تفصيلي كتاب ځاى، چې ښاغلى احسان الله آرينزى يې دايرة المعارفګوټى بولي، په رښتيا تش و او دا هغه لومړنى كتاب دى چې په پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پېژندګلوۍ په اړه ليكل شوى. كتاب ټول له ارقامو ډك دى او په داسې ساده ژبه ليكل شوى، چې په پښتنو سربېره دري ژبي مینه وال هم استفاده ورځنې كولى شي.

کله چې په کال 2016 کې دا کتاب په پښتو ژبه په 6000 مخونو کې بشپړ شو، مولف پرېکړه وکړه چې د خپل ملي احساس او د یو شمېر فرهنګي کړیو او شخصیتونو په غوښتنه، دا کتاب په دري ژبه هم خپور کاندي.

د آسیا او اروپا د ژباړې کار په نوي ډیلي کې یو منور افغان فرهنګي شخصیت ښاغلي محمد طاهر محبت خدري پای ته ورساوه؛ خو مرګ دا مهلت ورنکړ چې پاته کار هم بشبړ کاندي او هملته په مسافرۍ کې وفات شو. اوس دا دنده بل درانه انسان استاد غلام احمد شاکر په غاړه اخیستی چې هیله ده ژر یې بشپړ کړي.

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې مولف همغه د 2011 یا 2015 کال معلومات په 2018 کې نه دي راوړي؛ بلکې د استادانو له ژباړې وروسته د کتاب په ټولو معلوماتو، ارقامو او احصاییو نوې کتنه کوي او له زاړه متن څخه یو بل نوی کتاب جوړوي.

له نیکه مرغه چې د دې کتاب د خپراوي درانه کار ته بیا هم د الاذهر خپرندویه ټولنې مسلکي خواخوږو او فرهنګپاله خاوندانو، په تېره بیا عبدالحي هاشمي اوږه ورکړې او دا دی (آسیا) ټوک یې په 1800 مخونه کې د افغانستان خلکو ته وړاندې کړ. تمه ده چې په کال 2019 کې د نړۍ هېندارې دوه نور کتابونه (اروپا) او (افریقا) هم په فارسي دری ژبه چاپ شوي ووینو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب