تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۰ مه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ د انګور اډې له لارې د راکړه ورکړه له دوه کلنې ځنډه وروسته بېرته په رسمي ډول پیل شوه.
انګور اډه د افغانستان د پکتیکا او د خیبرپښتونخوا جنوبي وزیرستان ترمنځ موقعیت لري.
د پاکستاني رسنیو د ننني راپور له مخې، دا لار وروسته له هغه پرایستل شوه چې هلته یو ترمینل جوړ او فعال شو.
د پاکستان د ملي لوژستیکي شرکت (NLC) د معلوماتو له مخې، دغه ترمینل د اسلاماباد د پالیسي له مخې د پولو د بنسټونو د پراختیا او همداراز د سیمهییزو اوسېدونکو د اوږدمهالو غوښتنو په ځواب کې جوړ شوی دی.
یاد اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سږکال د دوه اړخیزو خبرو اترو پایله ده.
په جولای میاشت کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، د یوه پلاوي په مشري اسلاماباد ته لاړ، او هلته دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ترمینل له بشپړېدو وروسته به دا لاره پرانیستل شي.
د NLC په وینا، پروژه یوازې په ۳۰ ورځو کې بشپړه شوه، سره له دې چې له سترو لوژستیکي ستونزو سره مخامخ وه، ځکه په سیمه کې سړکونه، برېښنا او د اړیکو سیستمونه نه شته.
نوی جوړ شوی مرکز اوس د ګمرک او مهاجرت دفترونه، د دولتي کارکوونکو لپاره د استوګنې ځایونه، د وزن کولو پلونه وسایل یا ترازو، د کانټینر ساحې، بانکي خدمات، د نوري فایبر انټرنټ او د بیکاپ برېښنا سیستم لري.
د پاکستان د ګمرکاتو WeBOC او د FIA د IBMS سیستمونه هم سره وصل شوي څو د پولو د سوداګرۍ د همغږۍ لپاره په ریښتیني وخت کې ډیجټلي اړیکه یقیني کړي. په راتلونکي پړاو کې د مالونو د سکنر نصب هم پلان شوی دی.
څرګنده نه ده چې د دې لارې د افغانستان خوا ته هم دا ډول امکانات په پام کې نیول شوي او که نه دي.