Homeخبرونهمتقي راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ اومه ناسته کې د ګډون لپاره...

متقي راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ اومه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ اوومه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي به یاده ناسته کې د ګډون سربېره د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف سره هم وګوري.

تر دې وړاندې کابل کې د روسیې سفیر دیمتیري ژیرنوف ویلي و، ټاکل شوې د مسکو فارمټ اوومه ناسته په روانه اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې وه، د روسیې فدراسیون په لومړي ځل طالبان د دې فارمټ د رسمي غړي په توګه منلی او راتلونکې ناسته کې د هغوی له فعال شتون هرکلی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...