جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکونړ کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

کونړ کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

‏تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۰مه) کونړ کې ځايي سرچینو له تاند ویب سایټ سره په خبرو کې وویل،  چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه وسله واله نښته شوې.

یوه ځایي خبریال د نوم نه خپرولو په شرط تاند ته زیاته کړه چې، دا نښته نن پنجشنبه سهار مهال د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ په دوکلام سیمه کې شوې ده.

دغه خبریال وايي، په سیمه کې لا هم په ځنډني ډول د دواړو لورو ترمنځ ډزې روانې دي.

تر اوسه د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو جزیات نه دي ترلاسه شوي.

تر دا مهاله د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د دغې نښتې د لامل په تړاو هم رسنیو ته څه نه دي ویلی شوي.

د طالبانو سیمه ییزو مسوولانو هم په دې تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کونړ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسله والې نښتې شوې.

د تېرو نښتو لامل د پاکستاني پوځیانو له لوري د امنیتي پوستو جوړول او د پاکستاني طالبانو تحریک غړو په نښه کول ګڼل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب