تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي راتلونکې اوونۍ هند ته سفر کوي. د انډیا ټوډې د راپور له مخې، دا به له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې بیا واک ته رسېدلي، لومړی ځل وي چې د باندنیو چارو وزیر یې هند ته ځي.
د متقي سفر به یو مهم دیپلوماتیک پرمختګ وي. هند تر اوسه له طالبانو سره محدود تعامل لرلی، چې زیاتره یې د بشري مرستو او د خلکو پر اړیکو تمرکز کړی، خو په ورته وخت کې یې د ترهګرۍ، د ښځو او لږکیو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې دي.
د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ
دغه سفر ځکه هم د پام وړ بلل کېږي چې متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دی، چې پکې د سفر بندیز هم شامل دی. د ښاغلی متقي د سفر به ځانګړو معافیتونو ته اړتیا ولري. په تېرو وختونو کې د همدې محدودیتونو له امله د هغه د دیپلوماتیکو سفرونو مخه نیول شوې ده. تر دې پخوا هم متقي هند ته بلل شوی و، خو د معافیت په ترلاسه کولو کې د ستونزو له کبله د هغه سفر وځنډېده. همداراز د روان کال د اګست په میاشت کې، کله چې هغه غوښتل پاکستان ته سفر وکړي، خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې امریکا په ملګرو ملتونو کې د معافیت غوښتنه رد کړه او سفر لغوه شو.
هند ته د ښاغلي متقي د سفر اصلي هدف او اجنډا لا څرګنده نه ده خو نوموړی په داسي حال کې ډیلي ته ځي چې د افغانستان او پاکستان، چې له هند سره سخته دښمني پالي، اړیکې ترینګلې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته ستنېدا د افغانستان سیاسي وضعیت په ډراماتیک ډول بدل کړ. د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته، دې ډلې په چټکۍ پر هېواد ولکه ټینګه کړه او د اګست پر ۱۵ یې کابل ونیوه، هغه مهال ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود.
له هغه وروسته، د طالبانو حکومت لا هم په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، که څه هم د هند په شمول یو شمېر هېوادونو، د امنیتي او بشري اندېښنو د حل لپاره له طالبانو سره د اړیکو کانالونه پرانیستي ساتلي دي. په جولای کې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژاند.
متقي راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ اومه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي