Homeخبرونهامنیت شورا هند ته د امیرخان متقي له سفر سره مخالفت ونه...

امنیت شورا هند ته د امیرخان متقي له سفر سره مخالفت ونه کړ

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۷ مه)  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د هند په غوښتنه د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند سفر تصویب کړ.

امنیت شورا پخوا هند ته د ښاغلي متقي له سفر سره مخالفت کړی و خو دا ځل یې په دې اړه د هند رسمي غوښتنه تایید کړې ده.

د News18 د راپور له مخې، جګپوړو سرچینو تایید کړې چې امنیت شورا هند ته د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان سفر تایید کړی دی.

سرچینې وایي، متقي به وروسته له دې چې د اکتوبر په شپږمه روسیې ته سفر وکړي، د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې په نوي ډيلي کې وي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه مهم پرمختګ تایید کړی دی.

د ملګروملتو امنیت شورا د ۱۹۸۸یم پرېکړه لیک له مخې، چې د طالبانو مشران یې په نښه کړي، متقي د نړیوالو سفرونو لپاره د امنیت شورا د کمېټې له مخکېنۍ اجازې پرته نه شي وتلی. د سپتمبر په ۳۰مه (شنبه)، امنیت شورا د هغه لپاره د سفر معافیت منظور کړ څو د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې نوي ډيلي ته ولاړ شي.

سرچینو زیاته کړې چې دا سفر د هند او طالبانو د اړیکو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، ځکه متقي به په نوي ډيلي کې د لوړې کچې په غونډو کې برخه واخلي. دا د هند د پاکستان او چین پر وړاندې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره د هند ستراتیژیک اقدام هم بلل شوی دی.

امیر خان متقي د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، کله چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...