جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکابل د هوا د خرابوالي له کبله لږترلږه د یوې ورځې په...

کابل د هوا د خرابوالي له کبله لږترلږه د یوې ورځې په مخه د نړۍ دوهم زیات ککړ ښار وګڼل شو

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۷ مه) کابل د پنجشنبې په سهار، د میزان په ۱۰مه، د نړۍ د هوا د ککړتیا په نړیواله درجه بندۍ کې د دوهم تر ټولو ککړ ښار معرفي شو.

د هوا د کیفیت شاخص په کابل کې له ۱۰۰ واحدونو پورته شوی او په هغه کټه‌‌ګورۍ کې راغلی چې «د حساسو ډلو لپاره ناسالم» بلل کېږي.

د هوا د کیفیت د څارنې د ځانګړې ویبپاڼې(IQAir) په راپور کې راغلي چې د کابل د هوا په هر متر مکعب کې د مایکروسکوپي ذراتو (PM2.5) کثافت ۵۸ مایکروګرامه ثبت شوی دی؛ داسې سطحه چې د روغتیا د نړیوال سازمان د کلني معیار پرتله ۱۱.۶ برابره زیاته ده.

د چاپېرال متخصصان وایي، دا وضعیت د ککړوونکو موادو د خپرېدو او د ساکنې هوا د شرایطو ګډ اغېز دی. د هغوی په باور، د ککړتیا دغه کچه کولای شي د تنفسي ستونزو، د زړه ناروغیو او د سږو د فعالیت د کمښت سبب شي، په ځانګړي ډول د ماشومانو، زړو کسانو او هغو خلکو لپاره چې له روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان ختیځ ښار جلال‌آباد او د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور هم د همدې وخت په مهال د سختې ککړتیا تر اغېز لاندې راغلي دي.

متخصصانو د کابل اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې د ککړتیا د دې موقتي زیاتوالي پر مهال د باندې تګ راتګ محدود کړي، کړکۍ تړلې وساتي، د وتلو پر مهال ماسک واغوندي او په کورونو کې د هوا د تصفیې آلې وکاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب