جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه کابل کې د مستعدو زده کوونکو لپاره ماډل لېسه جوړېږي

په کابل کې د مستعدو زده کوونکو لپاره ماډل لېسه جوړېږي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) د پوهنې وزارت وايي چې ډېر ژر به په کابل کې د “سید جمال الدین افغان” په نوم یوه نوې ماډل یا نمونه لېسه د بااستعداده زده‌کوونکو لپاره پرانیستل شي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا لېسه به په ټولو معیاري ښوونیزو اړتیاوو پوره وي او د دې لپاره ځانګړې شوې چې له مرکز او لرې پرتو محرومو سیمو څخه بااستعداده او وړتیا لرونکي زده‌کوونکي وروزي.

د لیرې پرتو سیمو د اووم، اتم او نهم ټولګيو تکړه زده‌کوونکي به په دې ماډل لېسه کې شامل شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په دې ماډل لېسه کې به ټولګي په عصري وسایلو مجهز وي، د کمپیوټر لابراتوار، د تجربوي علومو لابراتوار، کتابتون، مجهزه لیلیه، خوړنځی (کانتین) او شین چاپېریال به ولري او د تدریس چارې به یې د تجربه کاره او اوچتو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د رسمي نصاب ترڅنګ به، زده‌کوونکو ته د ساینس او اسلامي زده‌کړو په برخو کې ځانګړي پروګرامونه وړاندې شي تر څو د راتلونکو زده‌کړو لپاره ښه تیاری ولري.

تراوسه د سید جمال الدین افغان په ماډل لېسه کې ۲۰۰ زده‌کوونکي شامل شوي او تمه ده چې دا شمېر په نژدې راتلونکي کې تر ۶۰۰ پورې لوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب