جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+مینه ناک «خاکه» | نعمت‌الله صدیقي

مینه ناک «خاکه» | نعمت‌الله صدیقي

خدای مې دې ایمان ته ځکه خیر پېښوي، چې ممدح یعنې د دې خاکې شخصیت یا د شخصیت فن او هنر یې دومره خور ورو او بلکې په همدومره کچه متنازعه او جنجالي دی، چې زه وایم، که یاران مې معاف هم کړي، له ده سره د تورې او سپینې زور څوک لري؟ ځکه متنازعه مې وباله او دای که جګړه کې راساً ښکېل هم وي، داسې توري، کلیمې او مخاطبې ورته واره نه کوي، یو ځل خو یې ښکنلی وم، چې «دا خاکې ماکې هسې ګپ دی، وایي په ما فاران خاکه لیکلې وه، هغې کې یې ښکنځل هم لیکلي وو؛ دا نو سړیتوب دی؟» ماوې هغه سره په مقالو کې د ښکنځلو حقوق خوندي دي او ته یې لا پر خاکه د سړېتوب تمه ترلې کوې؛ خو شک مې دا دی، چې سړی د خاکې په دغه ځانګړنه پوهېدلی و، چې ګنې په یوه خاکه کې د یوه شخصیت ټول کړه وړه او انځور که نه وي؛ نو د نیمه ښو او بدو تصویر خو یې ضروري و حتمي وي؛ نو ایسته یې رافهم کوله چې دا کار باید ونکړم؛ خو اوس چې مې ورسره په غېرمعمولي ډول خپګان اوږد شوی دی او تر کال زیات وخت یې پر بلاک لیسټ کې ورسره یم؛ نو زما له قلم او کلام سره یې څویمه ده؟ که زورور دی؛ نو ځانته دی، البته زور یې ماته معلوم دی. په نه خبره، وړه او بلکې په بېخي مازې ګیله هم داسې په بړچ بړچ وژاړي، چې ستا به ټول حواص کار ورته پرېږدي؛ ځکه خو یې زه پر ده برلاسي مخالفین هم ناکام بولم، چې د ده زړه، ذوق او حتی پر هغه ناروغ او عاطفي اړخ او معصومیت یې ولې د چا زړه نه سوزي او نه یې درک کوي، چې دوی بیا ورسره ټانټې هم ژوویې.

 

ښايي د دې هم همغه علت وي، چې څومره په زړه سپین او معصوم دی، همدمره بیا شوخ و شنګ، مست او ان تر لېونتوب مینه ناک او کم عقل لرونکی هم دی، «کمعقل» مې نه دي ویلي، د کمعقلتوب دلیل یې نلرم؛ خو د عقل یا اوښیارۍ پر معامله مې د همدې ډېرې مینې او ملګرۍ تر څنګ د عام ژوند په هغه طرز او چلن، چې زه خبر وم؛ بېخي هیڅ اوښیار نه دی لېدلی. دوستان یې کم او د لستوڼي ماران دای په خپله ځانته ګوري، په هر دویم یا درېیم سلام له هر چا سره د خپل زړه په مینه او نیت یې پخه اراده وي؛ خو مه دې شه. په نه کار او خامخا جنجالونه بېخي عادت دی، هغه که ادبي وي یا فرهنګي او سیاسي خو چې د ده په اصطلاح لبه «لوبه» ګرمه وي، زه یې د دغسې ډېرو ګرمو میدانونو د لوبې شاهد پاتې شوی یم او خدای شته له خلکو مننه چې څنګه یې لا روغ پرېښي یو؛ بلکې اوس سوچ کوم چې له ده سره د غرقېدو وړ وو.

 

په هر څه کې افراطیت یې خاصه وه، یا په بې ضرورته مداخلو او شربونې یې ثابتوله، چې زورور او سرزورۍ دی، ګوزارا یې نه وزده؛ خو وخت ناوخت یې ما د مجبورۍ ورځې د رېورس ګیر هم لېدلی دی، البته دا حالت یې استثنایي و، ځکه یې نه وایم، دای چې د مزاج له پلوه تېز و توند و، د اکاډمیو او پوهنتوني اصولو مرعات هم ورته سخت وو؛ ځکه د اکاډمیکو او پوهنتوني اصولو او ځانګړنو وراخوا د دې خلکو یو خپل کاغذي موډ او مزاج هم وي، چې تر ډېره ورسره د ازاد او پرانیستې فکر خلک نشي چلېدای؛ خو له دومره ضدیت باوجود دای لومړۍ په خانوزۍ کالج کوټه او بیا وروسته په بلوچستان پوهنتون پښتو ادب څانګه کې استاد پاتې شو او له پېښور پوهنتون یې دوکتورا هم واخیسته. دې ته یې لا ګوره چې د همدې دوکتورا په وخت کې یې موږ معتمدین خاص وو، یوه ورځ چې نصرالله وزیر یې استاد او د اکاډمۍ مشر و، د شهادت په ګوته یې په داسې تېز او توند ډول مخاطب کړ، چې د استادۍ او مشرولۍ هیځ ځای او احترام پاتې نشو، وروستۍ زور یې بیا دا وو، چې له خپل وجداني خجالته یې تر هغې ډوډۍ ونه خوړه، تر څو له وزیر صاحب بخښنه وغواړي. رښتیا ده، چې ژر غصه کېدونکي او احساساتي خلک له زړه نرم او پاک وي؛ البته نا اړمه او ضدي هم وي، لکه دای چې و.

 

له ده سره دې هم که اړمه کړه او ښه یې ولېده، چې اسمان شین دی، خو په ده به یې شین نکړې او توره ورځ به وي؛ بلکې داسې باران او واوره به هم راووري، چې پر ځان به دې شک شي، خو سره له دې دومره ضدیته یې هم تحقیق ته مخه وه، حال دا چې تحقیق د ضد؛ نه بلکې د منطق او استدلال ډګر دی، تنقید ښه خوند ورکوي؛ خو له لاسه یې نه کېږي یا پرې برلاسۍ نه دی؛ کنه د لیک او وینا طرز یې تر تحقیق زیات تنقیدي تمایل لري او بېخي که غر هم په مخه ورشي، چې د نقد ځای په کې وویني؛ بغیر له تحقیق یې هم مخه نه ویني؛ بس غېږه ورکولای شي، د ملامت او سلامت قاضي بیا دای په خپله دی او هغه د سم او ناسم مساله یې هم همداسې درواخلئ. په ځان تنقید یې نو بېخي ورسره د دوښمنۍ مترادفه ګڼي؛ بلکې د بل نقد هم چندان خوند نه ورکوي، هر نقاد یې هغه وخت خوښ وي، چې د ده مخې ته وي که یې له مخې یو طرفه ته کړي؛ نو هېر یې بوله، خبره مې د نقد د زغم کوله، سوات ته یې په موټر کې سره روان کړي وو، د ده پېل کړي بحث ته یې د ده په اصطلاح ساه بنده شوه، یو وار یې وویل، چې نور باید چپ شئ، په دویم او دریم ځل چې نشوه، ما او خان زمان کاکړ ته یې له روان موټره د کوزیدو پر سنجیده دړکو ډزې پېل کړې. یو وخت مې پر نقد ډېر وځوراوه، بیا یې د بېباکو او بدتمیزو په کټګورۍ کې ویشتی وم، خو زړه مې ځکه کره و، چې له کوټې یې همدا د ده ښه دوست خان زمان کاکړ او له کابله یې استاد محمود مرحون هم راسره په کې اچولي وو، مانا دا چې د نقد پر وړاندې نه د بل اوري او نه یې د بل چا په اړه اوري او نه دای ورته کله جوړېدای شي.

 

ما داسې ډېر کتابونه ترې وړي، چې د ده په وینا باید نقد شي؛ خو موږ بیا د کتابونو نیستۍ وهلي وو، باید کتابونه مې ترې وړي وای، دا ځکه چې دای یې سم دم بنجارۍ و. که رښتیا شي، زه یې هغه احسانونه نشم هېرولی، چې له ده سره په پېژندګلوۍ مې د خدای زور کتابونه پیدا کړل، د پښتونخوا په ګټ ګټ کې مو غونډې مشاعرې او ګڼ ادبي ملګري او دوستان پیدا کړل، په دې برخه کې نو دای بیا نامي ځکه و، چې د فرهنګي روابطو ترڅنګ یې د ادبي غورځنګ اتهارټي هم لرله، په هغه وخت کې غونډې سیمنارونه، مجلې او کتابونه چاپول نه اسان وو او نه د هر چا کار و زیار کېدای شو؛ خو ده په یوازې ځان یوازې لر نه، بلکې بر هم سره کوشیر کړی و او تر ډېره یې ځوان فرهنګي قشر وروزه. دای همدومره ځوان و، چې په هیڅ نه امکاناتو یې په هغه وخت کې ډېر څه وکړل، چې ان د ډېرو د وس او توان خبره نه وه یا یې نشوای کولای.

 

د کتابونو ترځنګ یې پر زړورو خبرو، کیسو او فرهنګي سرشاریو لر و بر شاهد دی؛ خو درېغه، چې د وروستیو ناندریو او ناروغیو داسې پېکه او بل منګه کړ، چې خدای شته پر ځوانۍ، مستۍ، منډو او اتلولۍ پسې مې یې زړه درد وکړي، شکر ناروغي، یوه ګرده او د ځوانې مرګ ورور جمال درد یې د ژوند هغه ملګري دي، چې یوازې د ده غوندې فولادي او د لوړ عزم خاوند ورته ټینګېدای شي، پر ښکلیو او ښکلا د غرقې مینې تر بریده ذوق او لېونتوب یې لاپسې بل جنجال دی، چې «که هر څو یې سموې خو نه سمېږي». ما یې د «دادۍ» (مور ته دوی دادۍ وايي) هغه دوعاګانې هم اورېدلي، چې وایم، کله به هم دای د خوارې ورځې مخ نه وویني؛ خو شرط دا دی، چې دای هم باید د «دادۍ» دوعاګانو او عظمت ته یې وګوري؛ ځکه دای او دادۍ دواړه پر یو بل ژوندي دي، خدای دې یې ژوندي لري.

 

په ۲۰۱۰ م خواوشا چې کله دای پېښور ته په پي ایچ ډي ډګري پسې راشېوه سو، بیا نو زموږ هم پښه په کور او سارا نه لګېده، ده نو درسونه ویلي څه، چې هغه د اسماعیل شاهد خبره له ډېرو پوهنتونو او مطالعاتو یې دوړې ویستې وې او یو عالم فرهنګي تجربې او دوستان یې ورسره و، یوه شپه په چارسده د خان لالا په کور، بله په صوابۍ او بیا سوات او همداسې زموږ پر جنوبي خوا کوهاټ، بنو او ډېر اسمعیل خان خو یې لار وه، زه ډېره تر کرک ورسره بدرګه او یا هرکلي ته ورغلی یم؛ بلکې که نه به ورتلم زړه تنګۍ و، د زړه له تله د ملګری روی، سوال او زریو ترڅنګ به یې دوړو او دړکو اړ کړم، چې یا یې بدرګه او یا یې تر پېښور پوهنتون تر اقبال هاسټل په ۲۶ نمبر وطاق وسپارم، خدای خبر د هغه هاسټل په وطاق به اوس دا چا سپیره یا بختور ورځې شپې وي، خو ده په دغه دوه ګزي وطاق ډېرې سړې تودې او پلان سازۍ جوړې او ورانې کړې، ډېری فرهنګي یاران او فرهنګي سازشونه یې له همدې وطاقه وو، جالبه یې دا وه، چې یوه ورځ د خپلو مهارتونو پر توصیف او سور کې راغلی و، ایسته په همدې دوه ګزي وطاق کې پورته شو ویل زه په لګن یا تال کې هم اتڼ کولای شم، زمونږ خنداوې به بیا چا کنټرولولې، د ګپ یې دا حد و، چې د ظاهر شکیب غوندي غلي سړي به ورته هم شتیا کېده، چې ګپه باید جوړه شي. یو کال د بنو له کومې مشاعرې پر نېمه شپه راروان شوو، هغه وخت لارې او خطرې حتمې وې؛ خو ده نه منله، په نیم کښو سترګو یې د ګاډۍ مخ پر پېښور کړه، چون خوب یې نامې دی، له ملګرو هم سرونه ځړېدل او ده تاکید کاوه، چې که مو مجلس له سوره وویسته، بیا نو زه خوبولی یم، خان زمان کاکړ له اوله خمار ویده و، امن او بخشالۍ هم ستړي شوي ول، همداسې یې په لوړ غږ او ترنم یو داسې بړهار پیل کړ، چې یوازې د ده د پېړو شونډو او ژبې جګړه یې وه او همداسې تر سهاره یې په خندا خندا ویښ وساتلو. مستي یې ده نو!! د کوټې د پښتو اکاډمۍ وروستي سیمنار کې یې بېخي سک وتلي وو، ناروغۍ سره کمزورۍ کړی و او د اکامۍ له غړو سره چې یې ټول عمر ډغرې وهلې وې، خدای شته ټولو یې قدر کاوه او زړه یې پر خوږاوه؛ خو ده تر اخره مستۍ کولې، د شپې پر درو بجو له کوم ځایه اکاډمۍ ته پر لار وو، چې د ښار په کوم څلورلارې کې یو کس ولاړ دی او ډول یې پر غاړه دی، ده چې یو دم موټر ودراوه، ډولچي ورخطا شو، فکر کوم اردو ژبۍ و، دای ورته په یوه ساه له موټره لوړې لوړې نارې وهي مارو، مارو، مارو یعنې ووهه، ووهه، هغه ظالم د ده له سوره نه و خبر، بارګینګ یا په پیسو یې چنې وهلو ته زړه و؛ خو چې دای یې ورخطا ولېد، ډولچي هم ډول ته لرګي او ده په موټر کې لاسونه
ورته واچول؛ خو لکه چې خوند یې نه کاوه، دوه دقیقې نه وې وتلې، چې همداسې یو دم یې موټر ته تېز ګیر ورکړ او ډولچي یې له جاري ډول سره پر څلورلاري پرېښوده، وایې ورک شه ډول او ګډا دې راوشرموله. وروسته چې مې د ډولچي معصومیت او مظلومیت وریاداوه، وایي یاره «ته مو طبیعت مه راخرابوه».

 

پر هر څه یې خبره کېدای شي؛ خو پر افغاني او پښتني مینه، غېرت او ادبي خدماتو یې زره شک هم کفر دی، ناځواني ده. نظري او عملي سیاست یې دواړه کړي؛ خو له خپل خویه دلته هم ورپېښه ده، هر وخت په اپوزیسیوني موقف کې وي، فکر نه کوم، چې سره له دومره سیاسي پوهې او شعور دې یې په خپله هم ځان ګټایلی وبولي، هغه وخت چې ای این پي کوند په پښتونخوا واکمن و، ده د مور بي بي او اورنګزیب کاسي خوا نېولې وه او هلته هم پرې جمالیاتي حس غالب و، ویل به یې د لونګین خان سترګې او ځواني به هم منئ؛ بلکې دا خو یې یوه ورځ په ولي باغ کې لونګین خان ته مخامخ هم وویل، هغه یې هم مسک او خوشال کړ. اوس یې لوری نه رامعلومېږي؛ خو لکه چې زړښت هم اثر خامخا لري، سیاستونه هم سړی ستړی کوي، بیا په تېره فرهنګي طبقه خو یې بېخي ورسره ډېر وخت نشي پاتې کېدای.

 

په ادبي او سیاسي مشاهیرو او ایډیالونو خو سم ورک لېونی دی، مثلاً علامه رشاد سره د ځینو ملاقاتونو او ناستو یادونو او د هغوی پر علمي بحروبر به داسې په وړه خوله نه ورسره غږېږې، همدا ډول په سیاسي اصطلاحاتو کې به ته ګوزاره کوې؛ خو که ده هر څه ویل، هغه به یوازې اورې نه؛ بلکې منې به یې هم!! عجېبه موازنې، تجزیې او وړاندوینې کوي، ملګرو په کوم سیاسي بحث کې د استاد اسمعیل یون پر سیاسي دریځ او شخصیت نېوکې وکړې، هغه وخت چې همدا ټرمپ په امریکا کې په اول وار ولسمشر شوی و، ده په خورا احساساتي لهجه همدا مقایسه وړاندې کړه او د ټرمپ په مقابل کې یې د یون صاحب دفاع په داسې طرز وکړه، چې ګنې له ټرمپ خو نه دی کمعقل!! ټول ورته له خنداوو سره سره حیران و پریشان هم وو. ادبي، سیاسي او مفکرانه تاثر نه مني؛ خو که سپینه یې وایم، محمد یار یار داسې متاثره دی، چې بېخي بل څوک یې و مخ ته د پرتلې وړ نه ویني، په هره دویمه او درېیمه خبره کې محمد یار او محمد یار؛ بلکې دای یې اولین او وروستۍ هر اړخیز ایډیال، یار او دلدار هم دی، بشیر نادم، چې د کندهار د ادبي حوزې کوم ادیب دی، ما نه دی لېدلی، خو ده راباندې سم لېدلی.

 

له سقوط وروسته یې وطن ته تګ هسې پر ځان حرام کړی دی او یا د یارانو تشو مینو او خالي کنډرونو ته نشي ټینګېدای، په ننګرهار کې یې د استاد داود وفا مهمانه خانه د ده هوټل خانه وه، چې هفته نیمه به زموږ هم خوا او خاطر په کې کېده، کنه وفا به له موږ پر دې هم خوابدۍ و، چې تاسې له ده سره راپیدا شئ. پر کابل یې شکیب ځای او نښه و. په ملاکنډ یې په ډاکتر امن دمه شي او په مردان کې پر بخشالي ډاډه ده، ګل منیر به یې تش راکات باله؛ خو ترې کېده یې هم نه، چې دا ټول یې د پخې پرې یاران هم دي؛ بلکې که ووایم، د کاسې، وطاق، چکرونو او بنډارونو ساعتیري یې ده؛ کنه په علمي او ادبي حواله داسې خاص ترې مطمین هم نه دی او نه یې د طبعیت کوم داسې ډېر نږدې مماثلاتونه شته؛ که څه هم بخشالۍ یې پېښې کوي؛ خو له هغه خپلې هم هېرې دي، البته دا ګروپ یې دومره بلا حتماً و، چې ځانونه یې پرې ښه چاغ کړل. دا د همدوی فارموله وه، چې ماته به یې هم وې له مشر سره دومره په هر څه کې بحث او جدیت مه اخله، صرف «ښه» کوه، دا ښه کوه بیا د دوی ترمنځ پوخ مصلحت او تېږه وه، چې په هرې روا او ناروا یې «ښه» ورته کول، ښایي د ده په بې غورۍ او نافرمانۍ کې د دوی هم پوره پوره لاس دی او ځکه خو په هر څه کې ګوتې وهي او په هر ځای کې ترې لانجه جوړه شي؛ کنه ما مخکې وویل چې د زور یې نه دی، یا یې د خپلې بې خرته مینې او سپین زړه له وجې ورپېښه ده او یا همداسې مصلحتي یاران وي، چې بنده ترکستان ته په مخه کړي. راز صاحب دې خدای وبخښي، په مبایل یې په خندا خندا راته وویل، چې دا سړی دې ولې نه درپوهوې، ما وې راز صاحب هغه خو موږ پوهوي؛ خو په دې مساله کې به خدای خیر کړي، دته مې چې یاده کړه له خولې یې لاړې بادولې؛ بیا چې روغ جوړه وشوه او ډېره موده وروسته یې راز صاحب د کوهاټ په ځواک دفتر کې ولېده، په دواړه مخه یې ټینګ ټینګ ښکل کړ. همدومره درنښت، مینه او بل ته د قدر ورکولو ځای او علاقه یې همیشنۍ مشغله ده.

 

په هر صورت دا د مینې ګرګه او مینه ناک سړی د خپل بې پایانه محبت نوم او پیکر زموږ د تېرو شلو کلونو هغه یار دی، چې نه مو د بل په سترګو او زاویه سپک لېدلی او نه راته هسې دروند دی، چې موږ یې په نورو خلکو خامخا او باید حتمي ومنو، ښکاره یې وایم، انسان دی، د سلو او زرو غلطیو غولطیو ځان او ځای به وي، کله له چا سره یو ډول په یو څه مخالف او کله بیا له بل چا سره په بل ډول دوست، د چا ښهه ایسې او د چا بد؛ خو موږ یې د چا او په چا څه کوو، موږ ته خپله ځکه هم ګران دی، چې سرزوري او مینه ناکه او لېونۍ ورځ، ذوق او نیت یې رامعلوم دی، چې بېخي که څوک لږ هم ورسره بلد شي، کرکه خو یوار ترې نشي کېدای، باوري يم، چې زما غوندې به یې په خپګان او مروره ورځ هم هېر نکړای شي، مانا دا چې نېمګړتیا یې په خپل ځای؛ خو اوس یې زموږ یادونو او خاطراتو کې ځای شته او دا ځای د ډېرو سړو او تودو، د فکر او فرهنګ د مبارزو شاهد او نه هېریدونکی ځای او ځایګی دی. د مخ له خولیې یې ښکاري، چې د ځوانۍ شنګ یې ښه په خرپ و ترپ تېر کړی، البته رنګ یې تور او سکڼۍ دی، اوس پر سر ګنجۍ کېدونکی دی؛ بلکې دانشورانه مخ ویستونکی دی او هغه وزن چې پخوا یې لاره اوس یې نیم هم نشته، له سړو رابطو او مسلسلو او ډېرو نارضایو یې معلومېږي، چې د زړه زور یې خدای مه کړه لږ کمرنګه شوی دی او موږ ته د حال په ژبه وايي:

 

تا چې لیدم هغسې نه یم
اوس په لرګي د تناره غاړې ته ځمه

 

دا د تناره د غاړې تلونکۍ او له موږ اوس ډېر لرې سړی همغه صادق دی، چې ډېری وخت به یې د پوهنتون او په یو نیم ځای او رسمي کاغذاتو کې د ژړک پر ځای د «ژې» په وجه زرک شو؛ خو ده به په خپله خاصه کوټه واله لهجه په لوړ غږ وویل: صادق ژړک یم زرک نه!!

 

خدای دې یې او ژوندی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب