تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۱مه) د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د روانې شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش افغان لوبډلې ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
افغان لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.
بنګله دېشۍ لوبډلې دا هدف د ۱۹م اور په څلورم توپ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په روانه لوبلړۍ کې له افغانستانه یو صفر مخکې شوه.
د بنګله دېش لپاره پرویز حسین ایمان ۵۴ او تنزید حسن ۵۱ منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله، چې پرویز حسین ایمان د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د افغان لوبډلې له اړخه لوبډلمشر راشدخان بیا د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي اوټ کړل.
تر دې ماتې وروسته په خواله رسنیو کې د افغانستان د کرکټ مینه وال او مبصرین قهرېدلي دي.
دوی تمه ښودلې چې په راتلونکې لوبه کئ ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي نه هغو ته چې کلونه لوبېدلي او مثبته پایله نه لري.
ستاسې په نظر افغان لوبډلې کومې نیمګړتیاوې درلودې چې په راتلونکو سیالیو کې پرې کار وکړي او سیالې لوبډلې ته ته ماته ورکړي؟