Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: غزه کې نږدې ۴۲ زره کسان د جګړې...

د روغتیا نړیوال سازمان: غزه کې نږدې ۴۲ زره کسان د جګړې له امله مرګوني ټپیان دي

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۱مه) ‏د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د تازه راپور له مخې، غزه کې نږدې ۴۲ زره کسان د جګړې له امله په داسې ټپونو اخته شوي چې د هغوی ژوند یې بدل کړی.

د راپورونو له مخې د دغو ټپیانو څلورمه برخه ماشومان دي.

په ټپیانو کې تر ۵ زرو د زیاتو کسانو د بدن غړي پرې شوي او زرګونه نور د دماغ، ملا تیر، سوځېدو او د لاسونو او پښو د سختو ټپونو له امله دوامداره درملنې ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي چې د مخ او سترګو پېچلو ټپونو کچه هم زیاته شوې ده، چې ډېر وخت د معلولیت او ټولنیز فشار لامل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، د غزې روغتیايي سیستم د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

دوی وایي، له ۳۶ روغتونونو یوازې ۱۴ یې په نیمه توګه فعال دي او ډېری مرکزونه تړل شوي.

راپور ټینګار کوي د مصنوعي غړیو د جوړولو او نور روغتیايي خدمات باید پراخ شي، ځکه په وینا یې دغه ټپونو یوازې فزیکي نه بلکې د خلکو پر روان یې هم منفي اغېز کړی.

د معلوماتو له مخې، د اسراییل-حماس جګړې له پیله څه باندې ۶۷ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۶۰ زرو زیات ټپيان شوي دي، خو د جګړې درېدو هڅې لا هم پر خپل ځای دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...