یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینماهغه سړی چې هیتلر ورڅخه ۱۳ دقیقې مخکې روغ ووت

هغه سړی چې هیتلر ورڅخه ۱۳ دقیقې مخکې روغ ووت

تاند- روانه میاشت په جرمني کې یو نوی فلم خپور شو. دا فلم د ۳۶ کلن ترکاڼ (نجار) جورج ایلسر (Georg Elser) حقیقي کیسه بیانوي.

ایلسر، چې د جرمني د شمال د یوه کوچڼي ښارګي اوسېدونکی و، د دوهمې نړیوالې جګړې په لومړیو ورځو کې خورا نژدې شوی و چې ادلف هیتلر ووژني.

که نوموړی په دې کار کې بریالی شوی وای ښايي د دنیا وضعیت له اوس سره ډېر توپیر درلودای. په اروپا کې به لسګونه ملیونه انسانان نه وژل کېدل، د جرمني او نورې اروپا ګڼ تاریخي ښارونه، فابریکې … به له منځه نه تلې. او یا ښايي د دې خلاف ممکن لا هم زورورو هیوادونو د کمزورو لاندې کولو ته دوام ورکړی وای او د دې پر ځای چې ساینس او تکنالوژۍ ته د دې لپاره وده ورکړي چې د انسان خدمت وکړي، د انسان د وژلو لپاره یې لا ډېرې وسلې جوړې کړې وای.

د ۱۹۳۹ میلادي کال د نوومبر په اتمه هیتلر د مونیخ د بیرو (الکولي څښاک) په سالون کې کالنۍ وینا کوله. په دې غونډه کې د نازیانو هغه مبارزې لمانځل کېدې چې د نولس سوه شلمې لسیزې په لومړیو کې یې کړې وې.

هیتلر په خپله وینا کې خپلو نړیوالو دښمنانو ته بد وویل او خپلو ځواکونو ته یې روحیه ورکړه.

خو نه هیتلر او نه یې نازي ملګري له دې خبر ول چې د مرګ لپاره یې په څو فوټه واټن کې بم اېښودل شوی دی.

دا ساعتي بم څو اوونۍ مخکې جورج ایلسر په پټه ځای پر ځای کړی و. ده یو کال مخکې د هیتلر د وژلو پلان جوړ کړی و ځکه چې فکر یې کاوه چې که هیتلر وي د جګړې مخه نه شي نیول کېدای.

هیتلر دقیقاً په هماغه ساعت وینا پیل کړه چې په نورو کلونو کې یې پیلوله، خو دا ځل یې غوښتل چې ژر برلین ته لاړ شي. خبرې یې ژر بس کړې او پوځي پلان جوړوونکي یې هم ژر ووتل.

1د دوی له وتلو ۱۳ دقیقې وروسته بم وچاودېده، ۸ تنه یې ووژل او خورا ډېر مالي تاوان یې پېښ کړ. د سالون چت کټ مټ په هغه ځای کې راولوېده چې هیتلر ترې لاندې ولاړ و.

۱۳ دقیقو وختي تګ د هیتلر عمر۵ کاله اوږد کړ.

تاریخپوهان باور لري چې که هیتلر په ۱۹۳۹ م کال وژل شوی وای جګړه به نه وه اوږده شوې او د ډېرو ناورینونو مخه به نیول شوې وه.

ایلسر په داسي حال کې ونیول شو چې نژدې و له جرمني څخه سویس ته واوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب