پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسهند زهرې ته سپوږمکۍ لېږي

هند زهرې ته سپوږمکۍ لېږي

تاند- د هند د فضايي او اقلیمي تحقیقاتو اداره وايي، د لومړي ځل لپاره به د شمسي نظام تر ټولو تودې منظومې (زهرې) ته سپوږمکۍ ولېږي.

دا سپوږمکۍ هند په خپله جوړه کړې ده.

د هند د فضايي او اقلیمي تحقیقاتو ادارې مسوولانو نن /دوشنبه/ وویل چې د هند حکومت د دوی بودجه زیاته کړې څو زهرې ته ژر خپله سپوږمکۍ ولېږي.

دوی تراوسه پوري نه دي ویلي چې کله به دا هندي سپوږمکۍ د زهرې په لور روانه شي.

د زهرې په سلو کې ۹۶ اتومسفیر کاربون ډای اوکسایډ ګاز دی او د فشار اندازه یې تر مځکې ۹۲ برابره زیاته ده.

ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره له کلونو راهیسي د یوه داسي کمپیوټر په جوړولو کار کوي چې د زهرې پر مخ (سطحه) څېړنه وکړای شي.

د هند د فضايي او اقلیمي تحقیقاتو اداره وايي چې په بل پړاو کې به مریخ ته یو روبوټ واستوي.

دوی هیله لري چې مریخ ته به په ۲۰۲۱ کې روبوټ ولېږي.

هندیان د کمپیوټر او ریاضي په علومو کې په درسته نړۍ کې خاص نوم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...