دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهله ځوانانو د حلیم فدايي غوښتنه او پر طالبانو تندې نیوکې

له ځوانانو د حلیم فدايي غوښتنه او پر طالبانو تندې نیوکې

تاند (یکشنبه د ثور ۱۲) وروسته له دې چې د وړمې ورځې موټربمي چاودنې په لوګر کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، د پکتیا والي حلیم فدایي په افغان ځوانانو غږ کړی چې د نظام او جمهوریت د بقا لپاره دې سره راټول او په ګډه دې کار وکړي.

ښاغلي فدايي له ځوانانو غوښتي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته ورګډ شي، تر څو په هېواد کې د لوګر د پېښې په څېر د ورته هغو مخنیوی وشي.

نوموړي له دیني عالمانو هم غوښتنه کړې چې د منبر له لارې دې خلک وپوهوي او هغه کسان دې رسواد کړي چې د افغان وژنې لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.

حلیم فدايي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، «دلوګر او د هرې بلې تروریستي پیېښې غچ داسې اخېستل کېږې چې ټول هغه ځوانان چې دندې نلري خپل ځانونه د ملي امنیتي ځواکونو په صفونو کې مدغم کړي، نظام او جمهوریت غښتلی کړي او عالمان مو لکه د حج او اوقاف محترم وزیر او یا محترم مولوي محمد جان غوندې په جراات سره د منبره خلکو ته د خوارجو او ترهګرو څېره رسوا کړي.»

بله خوا د افغانستان د حج او اقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د لوګر حملې ته په اشارې پر طالبانو تند انتقادونه وکړل او د هغوی کړنې یې له اسلام سره په ټکر کې وبللې.

نوموړي وویل، «دا د دین دښمنان د افطار په ساعت کې د طلبه کرامو په سکن باندې انتحار و انفجار کوي، دا کوم دین دی، دا کوم جهاد دی؟ د میوند پُل ورانول جهاد دی، په حافظانو باندې راکټ ورول جهاد دی؟»

د یادونې ده چې وړمه شپه د لوګر په مرکز پُل علم کې په یو موټربمي برید کې لږترلږه ۲۶ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ژوبل شول.

که څه هم افغان چارواکو د دې پېښې اصلي مسؤلین طالبان بللي، خو دې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب