پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپخوانی جهادي قوماندان پيرم قل ضيايي ووژل شو

پخوانی جهادي قوماندان پيرم قل ضيايي ووژل شو

تاند (یکشنبه د ثور ۱۲) د تخار امنیتي مسؤلین وايي چې د ولسي جرګې پخوانی استازی او جهادي قوماندان د دې ولایت په رستاق ولسوالۍ کې وژل شوی.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي چې پیرم قل ضیایي نن د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې وژل شوی او دوه ساتونکی یې ټپیان شوي دي.

که څه هم ښاغلي اسیر د پیرم قل د وژنې په هکله ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو یو شمېر ځایي سرچینو ویلي چې پر ضیایي د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ کې ماین چاودنه کړې او وژلی یې دی.

ویل کېږي پیرم قل ضیایي په تخار کې د جهادي قومندانانو له ډلې هغه قومندان و چې تر ۴۰۰ ډېر وسله وال یې درلودل.

پیرم قل د مخدره موادو په قاچاق، هدفي وژنو او باج ګېرۍ اخیستلو هم تورن و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب