جمعه, مې 17, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۹) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۹) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی  لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

نهمه برخه

ژوي الګوریتمونه دي

څرنګه ډاډه کیداي شو چې د خنځیرانو په شان ټول حیوانات د اړتیاوو، احساساتو او عواطفو یوه ذهني او باطني نړۍ هم لري؟ ایا دا به یوه تېروتنه وي که موږ حیواناتو ته هم انساني ځانګړنې وروبخښو او غیر انساني حیواناتو ته انساني کیفیت ورکړو؟ او ایا موږ هم داسې نه شو کولی لکه ماشومان چې فکر کوي د دوي نانځکې د مینې او غوصې په شان احساسات لري؟ کله چې موږ خنځيران د احساس او عاطفي خاوندان بولو دا په دې مانا نه ده چې هغوي ته انساني خصوصیات ورکوو بلکه د تي لرونکو حیواناتو په سترګه ورته ګورو چې احساس او عاطفه لري. ځکه چې عاطفه او احساس یوازې له انسان سره نه شته بلکه ټول تي لرونکي حیوانات احساس او عاطفه لري دغه راز مرغان، خزندګان، او کبان هم همداسې دي. په ټولو تي لروونکو حیواناتو کې احساسي او عاطفي وړتیاو او اړتیاو وده کړې. او له دې چې خوګان هم تي لرونکي حیوانات دي نو نتیجه اخیستلی شو چې دوي هم عاطفه او احساس لري.۱۶

 په وروستۍ لسیزه کې د بیولوجۍ څیړاندو دا وموندله چې احساس یوه اسماني، افسانه اي او روحاني ښکارنده نه ده. او داسې کومه څپه هم نه ده چې کله په سړي راشي نو شعر ولیکي او یا سندره کمپوز کړي. احساس بیوکیمیکل الګوریتم دی چې د ټولو تي لروونکو حیواناتو د ژوندي پاتې کیدا اوتکثیر لپاره ضروري دی. د دې خبرې مطلب څه شی دی؟ د دې خبرې د درک لپاره به غوره وي د الګوریتمونو«Algorithms» په هکله لږ توضیحات ورکړوځکه چې دا مهم بحث دی. د دې لپاره نه چې دغه اصطلاح به په راتلونکو څپرکو کې تکراریږي بلکه د دې لپاره چې یوویشتمه پیړۍ به ټوله له الګوریتمونو اغیزمنه وي. زما له نظره الګوریتمونه زموږ په نړۍ کې تر ټولو مهم بحث او مفهوم دی. که موږ غواړو په راتلونکې کې خپل ژوند درک کړای شو باید په دې پوه شو چې الګوریتم څه شی دی او د الګوریتم او احساساتو ترمنځ څه ډول تړاو موجود دی.

الګوریتم د یو لړ میتودونو ټولګه ده چې ګام په ګام په محاسبې کې مرسته کوي، دغه راز د ستونزو د اواري او د پرېکړو او ګټورو فیصلو لپاره کارول کیږي. الګوریتم په خپله کومه ځانګړې محاسبه نه ده بلکه یو میتود دی چې  کله سړی محاسبه کوي نو ګام په ګام دغه میتود عملي کړي. د مثال په توګه کله چې تاسو د دو عددونو اوسط محاسبه کوئ نو تاسو له یوه ساده الګوریتم څخه کار اخلئ. الګوریتم وايي: « لومړی ګام: دغه دوه عددونه سره یوځاي کړه. دویم ګام: د دواړو حاصل په دو تقسیم کړه». که تاسوپه یوه الګوریتم کې ۴ او ۸ محاسبه کړئ نو ۶ ته رسیږئ او که تاسو په دغه الګوریتم کې ۱۱۷ او ۲۳۱ واچوئ تاسو ۱۷۴ ترلاسه کوئ. لږ پیچلی مثال د ډوډۍ پخولو طریقه او یا ریسپي ده. د سبزیانو سوپ د جوړلو لپاره الګوریتم داسې واي:

۱- په یو دیګ کې ۱۲۵ ملي لیټره غوړي ګرم کړه

۲- څلور پيازه واړه کړه.

۳- پیاز تر هغو سره کړئ چې نصواري رنګه شي.

۴- درې رومیان ورته په چاقو میده کړه.

۵- یو ګولپي هم ټوټه ټوټه کړه او دیګ ته ېې واچوه.

او په همدې ډول ترپایه. تاسو دغه یو الګوریتم څو ځله کارولی شئ. که ته هرځل مختلفې ترکاريانې ورواچوې او په نتیجه کې ېې یوخاص او نوی ډول سوپ تر لاسه کولی شې په داسې حال کې چې تاسو له یوه الګوریتم څخه کار واخیست.

د ډوډۍ پخولو لیکل شوې طریقه یا ریسیپي په سوپ نه شي بدلیداي. یو کس باید دغه طریقه ولولي او باید دغه ټولګه ګام په ګام عملي کړي. خو د دې بر عکس که موږ یو ماشین جوړ کړو چې دغه الګوریتم پکې انسټال شوی وي نوماشین به ټوله دغه طریقه ګام په ګام په اتومات ډول عملي کړي. یوازې موږ باید دې ته پام وکړو چې ماشین اوبه، ترکاریانې او بریښنا ولري  نور نو ماشین خپل کار کوي. ښايي د سوپ جوړلو ماشین ډیر عام نه وي خو موږ ټولو د چاي او کافې د جوړولو اتومات ماشینونه لیدلي دي. دغه ماشینونه د پیسو اچولو یو سوری، یوه لاره چې څښاک ګلیلاس کې تویوي، او یو څو سر په سر بټنې لري. په لومړي کتار کې د کافې، چاي او ګرم کاکو بټنې ، د دویم کتار په بټنو بیلابیلې لیکنې شوي وي: «بې بورې»، «یوه کاچوغه بوره»، «دوه کاچوغې بوره». په دریم کتار کې تاسو شیدې، د سویابین شیدې، او یا له شیدو پرته توره کافه غوره کولی شئ. یو کس ماشین ته ورنیژدې کیږي، څو روپۍ ماشین ته اچوي او هغه بټنه کېکاږي چې پرې لیکل شوي دي  «چاي»، بیا د «یوه کاچوغه بوره» بټنه کیکاږي او په پاي کې د «شیدې» بټنې ته زور ورکوي. په دې ډول ماشین خپل کار پيلوي او ګام په ګام دغه حکم عملي کوي. د چاي یوه کڅوړه په ګیلاس کې ښکته کیږي، ګرمې اوبه پرې توییږي، او یوه کاچوغه بوره  او شیدې ورسره یوځاي کیږي. په دې ډول خوندور چاي تیارېږي. دا د الګوریتم ښه مثال دی. ۱۷

په وروستۍ لسیزه کې بیولوجیسټان دې روښانه نتیجې ته رسیدلي دي چې دغه کس چې د چاي جوړولو لپاره بټن کیکاږي او چاي څښي په خپله یو الګوریتم دی. د چاي جوړولو د ماشین په پرتله ډیر پېچلی الګوریتم خو بیا هم الګوریتم دی. انسان داسې الګوریتم دی چې اتومات یو ګیلاس چاي نه جوړوي بلکه د ځان په شان یو بل انسان جوړوي. دا داسې ده لکه چې دغه د کافې ماشین د کافې بل ماشین جوړ کړي. که تاسو د دغه اتومات ماشین سمې او په دقیقه توګه بټنې کیکاږئ نو بیخي همداسې یو بل ماشین جوړولی شئ. هغه الګوریتم چې د کافي ماشین هدایت کوي د میخانیکی پرزو او د بریښنا په مرسته کار کوي. هغه الګوریتم چې د انسان لارښوونه او هدایت کوي د حواسو، عواطفو او فکرونو په وسیله کار کوي. په همدې ډول الګوریتم د خوګانو، بیزوګانو او سمندري صدفونو لپاره هم کار کوي. د بقا یا ژوندي پاتې کیدا د کشالې په اړه دغه مثال ته پام وکړئ: یوې بیزو په یوې ونه کې پر ځړیدلو کیلو سترګې ښخې  کړي دي خو په همدې وخت کې څېرمه یو زمري بیزو ته ځان غلی کړی دی ایا بیزو باید د خپل ژوند په بیه د کیلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي او که له کیلو تیره شي؟ دغه کیسه د ریاضۍ په یوې محاسبې سره ممکن اواره شي: باید د ریاضۍ په علم دا معلومه شي چې بیزو څو سلنه دا چانس لري چې که کیله ونه خوري نو له لوږې به مړه شي او د دې احتمال څومره دی چې کیلو ته ورنیژدې شي نو  زمری به بیزو وخوري. که بیزو غواړي دغه ستونزه حل کړي باید یو لړ معلومات او دیټا ولري. د مثال په توګه باید په دې پوهه شي چې له کیلو څومره واټن لري؟ زمری څومره لیرې ولاړ دی؟ دا څومره چټکه منډه وهلی شي؟ او د زمري چټکتیا څومره ده؟  زمری ویښ دی که ویده؟  زمری وږی ښکاري که موړ؟ په ونه کې څو دانې کیلې ځوړندې دي؟ کیلې لويې دي که وړې؟ پخې دي که شنې او خامې؟ د دغو خارجي معلوماتو ترڅنګ باید بیزو د خپل بدن د جوړښت په هکله هم معلومات ولري. که په داسې حالت کې وي چې که کوم شی ونه خوري نو مري نو له مرګه د خلاصون لپاره د زمري خطر ته غاړه ږدي او حتی که کیلې لږ خرابې هم وي نو ممکن د خوړلو تکل ېې وکړي. که برعکس هغې لږه شیبه وړاندې یو څه خوړلي هم وي او یوازې د کیلو خوړلو شوق وکړي نو ولې باید دغه خطر ته غاړه کیږدي. د دې لپاره چې بیزو دغه ټول امکانات او خطرې محاسبه کړای شي نو باید د کافې جوړولو د ماشین په پرتله یو لړ پیچلي الګوریتمونه وکاروي. له بلې خو د دغو محاسبو او ارزونې په بدل کې د بیزو ژوند د هغې لپاره یو لوي انعام دی. ژوندي پاتې کیدل د بیزو لویه لاسته راوړنه ده. یوه ډارنه بیزو چې د الګوریتمونو په مرسته خطر له حده زیات وښيي له لوږې مري او ټول هغه جېنونه هم ورسره له منځه ځي چې دغه کمزوري الګوریتمونه جوړوي او بیا ېې نورو نسلونو ته لیږدوي.  یوه بیزو چې ښه فکر نه شي کولی، او داسې یوه بیزه چې په دغو الګوریتمونو سره ریسک او خطر تر حقیقې اندازې کم ګڼي او کم ېې محاسبه کوي د زمري ګوله کیږي او له منځه ځي او د هغې جېنونه هم ورسره مري او نسل ېې نه پاتې کیږي. د دغو دوامداره الګوریتمونو کیفیت د طبیعي انتخاب په وسیله تل منظم او کنټرول کیږي او یوازې د هغو حیواناتو نسل پاتې کیږي چې دغه احتمالات ښه محاسبه کړای شي. دغه ټوله پروسه ډیره انتزاعي ده او یو خاص فورمول ورته نه شته.  یوه بیزو په حقیقت کې څنګه احتمالات محاسبه کوي؟ هغه د غوږ له شا یو پنسل او د یادښت کتابچه نه را اخلي چې د منډې سرعت او انرژي محاسبه کړي. د بیزو د حساب ماشین د هغې بدن دی. په حقیقت کې احساسات او عواطف د بیزو الګوریتمونه دي. بیزو لوږه پېژني، ډار احساسولای شي، او کله چې زمری وګوري نو له ډاره رپيږي. بیزو دغه راز په دې هم پوهېږي چې کله کیله وګوري خوله ېې ورته اوبه کوي. او که زیاته وږي وي او کیله ونه خوري نو ممکن مړه شي.  په ډېرو لنډو شېبو کې بیزو د احساساتو، عواطفو او غرایزو څپې تجربه کوي. دا ټول د محاسبې پروسه ده. د ټولې پروسې نتیجه د یوه احساس په بڼه څرګندیږي:

 بیزو ناڅاپه احساس کوي چې روحیه ېې ښه شوې، ویښتان ېې ځیږه شوي، د بدن عضلات ېې شخ شوي نو ژوره ساه واخلي او له ځان سره وايي چې « زه ېې کولی شم! او دغه کیله زما ده». او یا دا چې برعکس ډار پرې غالب شي، اوږې ېې ځوړندې شي، زړه ېې وران روان شي او پښې ورپسې مړې شي نو فکر کوي «مورې! زمری … مرسته». کله ناکله د محاسبې نتیجه خرابه شي او د فیصلې کولو جرائت له لاسه ورکوي. دغه حالت هم په بیزو کې د یوه احساس په بڼه څرګندیږي. ډاریږي او واڼې ېې تښتي.« هو ورشم… نه… نه کیږي… هو… نه لعنت دې وي پرې نه پوهیږم څه وکړم».

دا کفایت نه کوي چې یوازې د بقا د راز او یا د نسل د دوام کشاله حل کړو او جینونه راتلونکي نسل ته انتقال کړاي شو. حیوانات هم باید د نسل د زیاتیدا ستونزې حل کړي او دوي باید بیا هم د محاسبې قدرت او توان زیات کړي. د تکامل د تیورۍ په اساس طبیعي انتخاب د جذبې او کرکې خصوصیاتو ته وده ورکړه چې د نسل د بقا لپاره د یوه ګړندي الګوریتم په بڼه کار وکړي. د مثال په توګه ښایست «یعني د بریالي نسل لپاره د ښو امکاناتو موجودیت». کله چې یوه ښځه یو نارینه ګوري نو فکر کوي « واو څومره ښایسته دی» او کله چې طاووس خپل مخالف جنس ګوري نو فکر کوي واه واه «څومره ښایسته لکۍ». دا تقریباْ د کافې جوړول د ماشین له کار سره ورته دی  کله چې د ښځینه طاوس د لکۍ د بڼکو رڼا د نارینه طاوس د سترګو په شبکیه لګیږي نو یو ډیر قوي الګوریتم فعاله کیږي. دغه الګوریتم  په تیرو میلیونونو کلونو کې وده کړې او صیقل شوی دی. دغه الګوریتمونه چې فعاله شي نو په ښځینه جنس کې ځینې نښې نښانې څرګندې شي چې پایله ېې د نسل زیاتیدا او د بچیانو زیږول شي .دلته ښځینه جنس نتیجه اخلي:

دا په رښتیا هغه نارینه دی چې روغ او قوي دی او عالي جېنونه لري چې که ورسره بچي پيدا کړم نو بچیان به مې ښایسته او تندرسته وي. دغه نتیجه ګیري په دې ډول نه وي چې د خبرو، کلمو او عددونو په بڼه څرګنده شي بلکه د جنسي تحریک په بڼه څرګندیږي. نه ښځینه طاوس او نه هم کومه میرمن په قلم او کتابچې دغه محاسبه نه کوي بلکه دوي ېې د احساس په بڼه تر سره کوي. حتي په اقتصاد کې د نوبل د جایزې ګټوونکي خپلې محدودې پریکړې د قلم، کتابچې او د حساب د ماشین په وسیله کوي. زموږ ۹۹ سلنه فیصلې که هغه د ژوند د شریک انتخاب دی، د دندې تر لاسه کول، او یا د کور اخیستل ټول د احساساتو، غرایزو او عواطفو په نوم د الګوریتمونو په اساس کیږی.۱۸

۱۴. یو طاوس او یو سړی. کله چې ته دغه تصویرونه ګورې ستا د بیوکمیاوي الګور یتمونو په وسیله د عکسونو د رنګ، اندازې په شان معلومات تر لاسه او تحلیل کیږي او بیا نو یا د علاقې، لرې والي او یا هم بې تفاوتۍ احساس پيدا کوي.

 له دې چې دغه الګوریتمونه د ټولو تي لرونکو حیواناتو، مرغانو «ممکن د ډېرو خزندګانو او کبانو» ژوند کنټرولوي نو په ټولو کې د ډار په وخت نورولوجیکه پروسه د ماغزو په یوې خاصې برخې کې ترسره کیږي. نو ډیر احتمال موجود دی چې ډار شوی انسان، ترهیدلې بیزو او خنځیر ډار په یو شان تجربه کوي.۱۹

البته توپیرونه هم شته. داسې ښکاري چې خنځیران داسې حسي تجربې ونه لري چې هوموساپينس یا ننی انسان ېې لري. د خواخوږۍ او تاوتریخوالي حس ېې هم د انسانانو په شان قوي نه دی، دغه راز خنځیران ممکن له ستورو د ډک اسمان په لیدو سره د خوشالۍ احساس ونه کړي. دا هم ممکنه ده چې بیخي متفاوت مثالونه هم پيدا شي او خوګان هم متفاوت احساسات ولري چې د انسان لپاره لا روښانه شوي نه دي. خو یو بنسټیز حس شته چې په ټولو تي لرونکو حیواناتو کې مشترک دی: د مور او ماشوم اړیکه. له همدې امله دغو حیواناتو ته د تي لرونکو حیواناتو نوم ورکړل شوی دی. په انګریزي کې د تي لرونکي حیوان نوم «mammal» دی. دغه کلمه له لاتیني «mamma» څخه مشتق شوې ده چې د تي یا سینې په مانا دی. په نارویژي ژبه کې تي لرونکي حیوان ته «pattedyr» وايي او د «patte» کلمه هم د تي په مانا دی. د ټولو تي لرونکو حیواناتو پر میندو خپل نسل او بچیان ګران دي. میندې زیار ګالي چې بچي ېې د شیدو روول زده کړي او د تي لرونکو حیواناتو بچیان هم له میندو سره ځان خوندي احساسوي. که د غواګانو، خنځیرانو، او سپیانو بچي په طبیعیت کې له خپلو میندو سره نیژدې نه واي نو ژر به منځه تللي واي. په پخوانیو زمانو کې د انسانانو بچي هم همدغسې برخلیک درلود. که داسې یوه غوا، خنځیره او یا سپۍ موجود واي چې د ارتقايي جنونه له امله د خپلو ماشومانو پالنه ونه کړي نو ممکن اوږد او سوکاله ژوند ولري خو بیا به ېې نسل نه پاتې کیږي. همدغه منطق د زرافې، چرمي شاوپرک، نهنګ، او ځیزګي په اړه هم سم دی.  پر نورو احساساتو هم بحث کیداي شي خو له دې چې د ټولو تي لرونکو حیواناتو بچیان د میندو له پالنې پرته ژوندي نه شي پاتې کیداي نو دا ثابتیږي چې د مور مینه او د مور او ماشوم کلک تړاو د ټولو تي لرونکو حیواناتو لپاره ګډ ټکی او خصوصیت دی.۲۰

څېړاندو ډیر کلونو پر دې تیر کړل ترڅو دغه خصوصیت ېې ثابت او روښانه کړ. ډیره موده نه ده تیر شوې چې اروا پوهانو د انسانانو په شمول  په تي لرونکو حیواناتو کې د مور او ماشوم د دغه احساسي تړاو په اړه شک څرګند کړی. د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمايي کې د فرویيد د واکمنې نظرې بر عکس د چال چلند د مطالعې واکمنې تیورۍ «behaviorism theory» ادعا وکړه چې د والدینو او ماشومانو اړیکه د مادي اړتیاوو په اساس بڼه خپلوي. په دې مانا چې ماشوم  خوړو، کور، درملو او نورو شیانو ته اړتیا لري دغه اړتیا د دې سبب کیږي چې ماشوم له مور سره احساسي اړیکه ولري. د دغې نظرې په اساس هغه ماشومان چې د میندو او پلرونو له لوري ډیر ونازول شي د مثال په توګه ډیر ښکل شي او ډیر په غیږ کې ونیول شي نو نازدانه او بیکاره لوییږي. د ماشومانو د روزلو متخصصینو به ویل هغه ماشومان چې د والدینو له لوري د ماشومانو ښکلول، په غیږه کې ډیر نیول د دې سبب کیږي چې ماشوم خود خواه، نازدانه او ځیلي کیږي او په راتلونکو کې به پر ځان بې باوره وي.۲۱

د ۱۹۲۰مې لسیزې په اوږدو کې د ماشومانو د روزلو لوي متخصص جان واټسن والدینو ته کلکه سپارښتنه کوله چې: خپل ماشومان په غیږ کې مه نیسئ او مه ېې ښکلوئ. اجازه مه ورکوئ چې ستاسو په زنګنو کښیني. که غواړئ وېې نازوئ ښه به دا وي چې کله شپه په خیر ورته وایئ نو په تندي ېې ښکل کړئ. د سهار له مخې چې کله له خوبه پاڅیږي یوازې لاس ورکړئ.۲۲

 د «Infant Care»په نامه مشهورې مجلې لیکلي ؤ د ماشومانو د روزلو تر شا یو ستر راز دا دی چې دسپلین او نظم ته ېې کلکه پاملرنه وکړئ او د ورځنیو منظمو پروګرامونو ترڅنګ ېې مادي اړتیاوې پوره کړئ. په ۱۹۲۹ کال کې په یوې مقالې کې والدینو ته سپارښتنه شوې وه که یو ماشوم له خپل منظم او نورمال وخته مخکې شیدې غوښتلې نو دلاسا کوئ ېې مه او تر هغه چې د شیدو ورکولو وخت نه وي راغلی شیدې هم مه ورکوئ. که یو وړوکی ماشوم ژاړي دا هیڅ زیان نه وراړوي. ۲۳

دا ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونه وو چې کارپوهان په دې یو نظر شول چې دغه سخته تیوري کارنده نه ده او د احساسي او عاطفي اړتیاوو ضرورت ېې مطرح کړ. په یو لړ مشهورو خو په عین حال کې خشنو او عجیبو څېړنو کې د هیري هارلو په نوم څیړاند نوې زېږېدلې بیزو ګانې له زیږیدا سمدستي وروسته له میندو بیلې کړې او په یوه واړه قفس کې ېې  وساتلې. د بیزو بچیانو ته به ېې دوه مصنوعي میندې ورنیژدې کړې. یوه ېې له وسپنې جوړه وه چې د شیدو بوتل ورسره وه او بله ېې له نرمو موادو جوړه مور وه چې شیدې ورسره نه وې. د بیزو بچیانو د هغې مصنوعي مور خوا ته ډیر ورنیژدې کیدل چې پستې به وې او مور ته ډیرې ورته وې خو د شیدو بوتل ورسره نه ؤ. د بیزو ګانو دغه بچیانو داسې احساس درلود چې د جان واټسن او د «Infant Care» مجلې څیړاندو نه شواي درک کولی. تي لرونکي حیوانات د ژوندي پاتې کیدا لپاره یوازې  خوړو ته اړتیا نه لري. دوي دغه راز عاطفي تړون ته هم سخته اړتیا لري. د میلیونونو کلونو د تکامل پروسې په بیزو ګانو کې د عاطفي تړون اړتیا ته وده ورکړې. د تکامل او ودې پروسې دغه راز په تي لرونکو حیواناتو او بیزو ګانو کې د سختو او وسپنیزو شیانو په پرتله نرمو او پستو شیانو ته  تمایل زیات کړی دی. (له همدې امله د ننی انسان ماشومان هم زیاتره وخت له پستو شیانو سره مینه کوي او پستې نانځکې، کمپلې، اوخوشبویه  ټوکر ځانته ډیر نیژدې کوي). دغه عاطفي اړتیا په تي لرونکو حیواناتو کې دومره زوروره ده چې د بیزو بچیانو له وسپنې د جوړو شویو میندو لور ته نه نیژدې کیدلې که څه هم شیدې ورسره وې. دغو پستو مصنوعي میندو د دوي دغه اړتیا پوره کوله. دغو مصنوعي پستو میندو هم د بیزو د بچیانو عاطفي تنده ماته نه کړاي شواي او وروسته کله چې دغه بیزو ګانې لوېې شوې له روحي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ وې. ژر به عصبي کیدلې او له نورو بیزوګانو سره به ېې ګوزاره نه شواي کولی.‍‍

کله چې اوس د شلمې پيړۍ د پيل د ښوونکو او د ماشومانو د پالنې د متخصصانو سپارښتنو ته ګورو نو باور نه شو کولی چې د ماشومانو د روزنې یو متخصص دې دغسې سپارښتنې کړي وي. دا څنګه ممکنه ده چې یو متخصص او کارپوه د ماشوم په عاطفي غوښتنو سترګې پټې کړي؟ او څنګه په دې نه پوهیدل چې د ډوډۍ، سرپناه او درملو په شان د ماشومانو رواني او فزیکي روغتیا د هغوي  د رواني او عاطفي اړتیاوو په پوره کولو سره ښه کیداي شي. له دې سره سره چې اوس انسان پر هرڅه پوهېږي خو د نورو تي لرونکو دغو اړتیاوو ته هیڅ پام نه کوي.

 د تاریخ په اوږدو کې بزګرانو او مالدارانو د غواګانو، خوګانو، او پسونو په شان د نورو تي لرونکو حیواناتو عاطفي اړتیاوې له دوي تروړلي دي لکه  د جان واټسن او د « Infant Care» متخصصانو د شلمې پیړۍ په پيل کې د انسان له بچیانو دغه عاطفي اړتیاوې اخیستې وې او یوازې ېې د هغوي مادي اړتیاوو ته توجه کوله. د غوښو او مالدارۍ صنعت په دې اساس وده کړې چې حیوانات له مهمو عاطفي او احساسي اړتیاوو محرومه کړي. کروندګر په ځلونو له خپل خوګانو بچي اخلي او د بچي له زیږیدا سره سم ېې  له موره بیلوي. او ښايي د عمر تر پایه د مور تی ونه رووي، او د مور نرمه ژبه او پوست بدن حس نه کړاي شي.

هغه څه چې هیري هارلو د بیزوګانو له څو سوه بچیانو سره وکړل همدغه کار هر کال د غوښې او مالدارۍ صنعتګران له میلیاردونو حیواناتو سره ترسره کوي. ۲۴

کرهڼیز تړون

کروندګرو څنګه خپل دغه کړچار توجیه کړ؟ ښکاریان او د ریښو او بوټو ټولوونکي غالبن په دې نه پوهیدل چې ژواک چاپریال ته څومره تاوان رسوي خو کروندګر پر خپلو کړنو واقفه دي، دوي پوهېدل چې اهلي حیوانات د خپلو هوسونو او انساني غوښتنو لپاره استثماروي. دوي خپل اعمال د دین او ایډیولوژۍ په نامه توجیه کول چې له کرهڼیز انقلاب سره ېې یو ځاي وده کړه. پر خداي باوري مذهبونو ادعا کوله چې کاینات د څو لویو خدایانو او یا ښايي د یو او واحد خداي له لوري کنټرولیږي. موږ ډېره لږ دغه کیسه له کرهڼې سره تړو خو دا خبره یقیني ده چې پر خداي معتقد دینونه د کرهڼې د انقلاب محصول او ښکارنده ده که نور نه وي په پيل کې همداسې وه. د یهودیت، هندوییزم او عیسویت دین پیژندنه، افسانې او دیني ادبیات ( مناجات نامې) له روزل شویو بوټو او حیواناتو سره د انسان پر اړیکه را چورلي.۲۵

 د مثال په توګه د یهودیت سپیڅلی کتاب د کروندګرو او شپنو د اړتیاوو په اساس بیان شوی دی. اکثره احکام ېې د کرهڼې، مالدارۍ، او کلیوالي ژوند په هکله دي او اکثره اخترونه ېې هم د محصول د راټولو جشنونه وو. نن سبا ډیر کسان فکر کوي چې په یوارشلیم کې لرغونی معبد یو ډول لويه کنیسه یا سینګاګ ؤ چې پادریانو به په سپينو جامو کې زیارتوالو ته ښه راغلاست وایه او د ښکلي غږ سندرغاړو به مذهبي سندرې او مناجات ویل په داسې حال کې چې د عطر وږم به شاوخوا احساسیده. خو په حقیقت کې دغه معبد د قصابۍ او د کبابۍ تر منځ یو ځاي ته ورته ؤ او لکه معبد داسې نه ښکاریده. زیارتوال به په تش لاس معبد ته نه ورتلل بلکه له ځان سره به ېې پسونه، وزې، چرګان، او نور حیوانات راوړل چې د خداي په لاره کې به قرباني کیدل او بیا به هلته تیاریدل او خوړل کیدل. د مذهبي سندرو د سندرغاړو اواز به د پسونو ، غواګانو او نورو حیواناتو د نارو او د ورکو شویو ماشومانو له ژړاګانو سره په سخته اوریدل کیدل. پادریان به په وینو ککړو جامو سره ولاړ ول او د څارویو له حلالولو وروسته به ېې وینه په منګیو کې اچوله او د محراب په وړاندې به ېې شیندله. د لخته شوې وینې او د کباب شوې غوښې بویونه به سره یوځاي شول او مچانو ډلې به پر وینو او غوښو ناستې وې. (د مثال په توګه د تورات د دویم کتاب اته ویشتمه ګڼه او لومړی او دوولسمه ایتونه ولولئ). یوه موډرنه یهوده کورنۍ چې اختر په خپل بڼ کې د کباب په پخولو سره لمانځي او هغه ارټوډکسې کورنۍ چې د اخترونو په وخت په معبد کې ناسته وي او انجیل لولي دواړه د سپیڅلي کتاب له زمانې سره ډیر ورته والی لري او خاص بدلون پکې نه دی راغلی . تییزم یا خداي معتقدو مذهبونو (لکه توراتي یهودیت) کرهڼیر اقتصاد له نویو اسماني افسانو سره توجیه کړې.

پر روح معتقدو یا انیمیسټکو مذهبونو پخوا کاینات یوې لوېې او پرتمينې چینايي اوپرا ته ورته بللي وو چې بې شماره لوبغاړي له رنګینو جامو سره پکې ننداره وړاندې کوي.( فیلان، او د بلوط ونې، تمساح ګانې او سیندونه، غرونه او چونګښې، ارواوې او شیشکې، پرښتې او دیوان ) هریو  په دې کوزمتیکې یا اسماني اوپرا کې خپل رول لوبوي. خو پر خدای باوري دینونو دغه ډرامه له سره ولیکله او کاینات او دنیا ېې د ایبسن په یوې غمجنې ډرامې بدله کړه چې دوه اساسي کرکټران لري:

 خداي او انسان. په دې نوې لیکل شوې ډرامه کې پرښتو، دیوانو او شیطانانو ته رول ورکړل شو خو هغوي د پیغمبرانو او ستر خداي په خدمتکارانو بدل شول. پر روح د باوري ټولنو ټول رولونه ( حیوانات، بوټي، او نورې طبیعي ښکارندې) په نوې ډرامه کې پر خاموشه کرکټرانو او یا د نندارې په ډګر کې په ډیکوریشني توکو بدل شول. البته ځینې حیوانات د ځینو خدایانو لپاره سپیڅلي شول او ځینو خدایانو هم حیواني څیرې غوره کړې. مصري خداي انوبیس د شغال سر درلود، په خپله عیسی مسیح ډیر ځله د یوه وري یا پسه په بڼه ښودل کیږي. خو پخوانیو مصریانو د انوبیس او اصلي شغال ترمنځ په توپیر کې چې کروندې ته به ننوت او چرګان به ېې خوړل  ستونزه نه درلوده. او هیڅ مسیحي قصاب تر چړې لاندې د پسه او عیسي ع په تشخیص کې غلطي نه کوله.

په موږ کې ډیر داسې فکر کوي چې پر خداي باوري دینونو خدايان سپیڅلي کړل خو دا هېروو  چې دغو دینونو انسان هم سپېڅلی کړی دی. تر هغه وخته چې خداي باوره دینونو وده نه وه کړې انسان یا هومیو ساپینس په زرګونو رولونو او کرکټرونو کې یو کرکټر ؤ، خو په نوې دیني ډرامې کې انسان  د ټولو کایناتو په یوه اتل بدل شو.

په دې چاره کې خدایانو دوه روله ولوبول. لومړی دا چې دوي توضیح ورکړه چې هومیو ساپیینس کومه ځانګړیتیا لري او ولې باید انسان پر نورو حیواناتو برلاسه وي او له هغوي استفاده وکړي. د مثال په توګه عیسویت وايي انسان باید پر نورو مخلوقات واک وچلوي ځکه چې خالق دغه وړتیا ورکړې. پر دې سربېره خداي یوازې انسان ته تلپاتې اروا ورکړې ده. له دې چې د عیسویت په دنیا کې د دغه روح  برخلیک تر هر څه مهم دی نو حیوانات چې اروا نه لري یو اضافي شی دی. له همدې امله انسان اشرف مخلوقات شو او نورو ټول ژوي څنګته او د انسان په چوپړ کې شول.

دویمه دا چې خدایان د انسان او ژواک چاپریال تر منځ په منځګړي بدل شول. تر دینونو مخکې پر ارواوو د معتقدو انسانانو په زمانه کې ټولو شیانو نیغ په نیغه له یو بل سره خبرې کولې. که تاسو له یو غرڅې، د اینځر له یوې ونې، له ورېځو او یا ډبرو کوم شی غوښتل نو نیغ په نیغه به دوي ته ورغللئ.  خو پر دین باورو ټولنو کې له انسان پرته ټول شیان خاموشه دي نو تاسو له ونې او نورو ژویو سره خبرې نه شوای کولئ. نو کله چې تاسو غوښتل چې ونه ډیره میوه درکړي، او غواګانې زیاتې شیدې وکړي، ورېځې ډیر باران واوروي او ملخان ستاسو له فصلونو لرې واوسي نو تا به څه کول؟ نو دغلته خدایان رامنځته او تصویرونه ېې ښکاره شول. دوي له انسانانو سره وعده وکړه چې باران به ورته واوروي او په کروندو کې به ېې برکت اچوي او ملاتړ به ېې کوي خو په دې شرط چې انسان به هم بېرته یو شی ورکوي. دا د کرهڼې د تړون اساس دی. خدایان د کرهڼې محصولات زیاتوي او برکت پکې اچوي په دې شرط انسان به کرهڼیز محصول ورسره ویشي. دغه تړون د دواړو لورو په ګټه ؤ او دا ژواک چاپریال ؤ چې بیه ېې پرې کوله.

نن سبا په نیپال کې د ګاډیما په نامه د یوه خداي پیروان په هرو پنځو کلونو کې هغه ته د درناوي په موخه یو لوي جشن د باریپور په ښار کې جوړوي. په ۲۰۰۹ کال کې ېې ریکارډ مات کړ او د خپل خداي لپاره ېې دوه لکه پنځوس زره څاروي حلال کړي ؤ. یوه ډریو یو وخت یوې بریټانیاۍ خبریالې ته ویلي ؤ چې که موږ کوم شی وغواړو او دلته خداي ته د قربانۍ لپاره یو څه راوړو نو په پنځو کلونو کې به زموږ غوښتنه ومنل شي.۲۶

 پر دین باورو افسانو کې ډیر داسې ټکي شته چې په خاصه او ظریفه توګه دغه کرهڼېز تړون بیانوي. د میزوپتامیا یا بین النهرین ګیلکامیش افسانه وايي کله چې خداي یو ستر سیلاب راوست چې نړۍ ورانه کړي نو ټول حیونات او انسانان تباه شول. دغه سېلاب هغه وخت راغی چې بې پروا خدایانو ولیدل چې نور څوک نه دي پاتې چې د دوي لپاره قرباني وکړي نو خدایان له لوږې او اندېښنو لیوني شول. له نیکه مرغه یوه قبیله روغه پاتې شوه. دا ځکه چې د اینکي په نامه خداي پيشبینه ؤ او خپلو بندګانو ته ېې وویل چې د ځان لپاره یو خوندي ځاي پیدا کړي. نو دوي یوه لویه بیړۍ جوړه کړه چې له خپلو کورنیو او څارویو سره ېې پکې پناه واخیسته. کله چې سیلاب ختم شو نو د بین النهرین نوح له بیړۍ راووت او له روایاتو سره سم ېې څو څاروي د خداي په لار کې قرباني کړل. افسانه وړاندې زیاتوي چې ټول لوي خدایان په منډه راغلل:

 خدیانو بویونه احساس کړل / خوندور بویونه او لکه مچان پر ډالیو راټول شول. ۲۷

«له سیلابه د انجیل کیسه چې زر کاله پخوا لیکل شوې ده او بین الهنریني روایت ېې بلل کیږي». دغه راز افسانه زیاتوي: نوح چې کله له کشتۍ بهر شو نو سمدستي ېې د خداي لپاره محراب جوړ کړ او یو شمېر خاص مرغان او حیوانات ېې ورته حلال کړل. پاک خداي خوندور بوي احساس کړ او له ځان سره ېې وویل نور به کله هم د انسانانو له امله  پر ځمکې افت نه نازلوم. «۱.تورات ۸ څپرکی ۲۱او۲۰‌ایت». د سیلاونو دغه افسانه د کرهڼیزې نړۍ یوه اساسي افسانه ده. طبیعي خبره ده چې له دې افسانې د ژواک چاپریال د ساتنې یو موډرن اخیستون هم کولی شو. د قهر اوغضب سیلاب موږ ته وايي چې زموږ عملونه ژواک چاپریال او ایکو سیستم ته تاوان رسوي. دغه راز انسان دا مسولیت لري چې نور مخلوقات وژغوري. د افسانې دودیز اخېستون دا کیداي شي چې دغه سیلاب ښيي چې انسان تر ټولو بر او حیوانات کم ارزښته دي. د دغه تعبیر په اساس نوح ته امر شوی ؤ چې ټول ژواک چاپریال وژغوري تر څو د انسانانو او خدایانو د خوښې شیان وژغوري نه د حیواناتو. او هغه ژوي چې انسانان نه دي له دې پرته بل ارزښت نه لري چې زموږ لپاره ژوندي پاتې شي.

کله چې خداي ولیدل چې د انسان ګناوې په ځمکه زیاتې شوې نو پرېکړه ېې وکړه چې:  انسان چې ما پیدا کړ بیرته به ېې له ځمکې واخلم او ورسره به پر ځمکه ټول حیونات، مرغان، او نور ژوي واخلم. ځکه چې پر خلقت ېې پښیمانه یم. «انجیل د پیدایښت کتاب۶ او۷ ایتونه». د انجیل له نظره دا کومه ستونزه نه ده چې انسان ته د ټولو حیواناتو او ژویو په نابودۍ سره سزا ورکړي او زرافې، کب خوړونکي مارغان، قازان او فالبینکان به هیڅ ارزښت ونه لري کله چې انسان کومه ګناه وکړي. انجیل داسې خبره نه شي کولی چې خداي به داسې یوه سناریو برابره کړي چې د انسان پر خلقت پښېمانه شي او یوازې دغه د بیزو له نسله ګناهکار موجود له ځمکې ورک کړي او د شترمرغ، کانګروګانو او خرسانو په ساتلو سره ابدي نړۍ ښکلې کړي. له دې سره سره پر خداي معتقد دینونه له حیواناتو سره د مینې ځینې عقیدې هم لري. خداي انسان ته د حیواناتو پر نړۍ د واکمنۍ توان ورکړ خو دغه قدرت له مسؤولیتونو سره یو ځاي دی. د مثال په توګه یهودانو ته امر وشو چې د کروندو حیوانات د رخصتیو په ورځو او کله چې وغواړي استراحت کولی شي او ظلم اوناروا دې نه پرې کیږي. (خو کله چې د ګټو د ټکر خبره راشي د انسان ګټې تل د حیواناتو پر ګټو غوره او مهمې دي).۲۸ د تالموت یوه افسانه وايي یو سخوندر قصابۍ ته د وړلو په وخت  وتښتېد او راهب یهودا ها ناسي « Yehuda Ha Nasi » ته ېې پناه یوړه. یهودا ها ناسي د یهودانو یو مهم راهب او مشر دی. سخوندر د راهب تر چپنې لاندې سر پټ کړ او په ژړا شو خو یهودا ها ناسي سخوندر ټیل واهه او ورته ېې وویل: ورځه ته د همدې موخې لپاره پیدا شوی ېې. راهب پر سخوندر رحم ونه کړ نو ځکه خداي پر یهودا ها ناسي غوصه شو او د خداي په غضب اخته شو. نوموړی د دیارلسو کلونو لپاره سخت ناروغه شو. یو وخت د کور یوې نوکرې چې د راهب د کور صفايي ېې کوله  د موږک څو دانې بچیان ولیدل، نوکرې غوښتل چې دغه بچیان لرې ګوزار کړي خو راهب په منډه ورغی او نوکرې ته ېې وویل چې د موږک بچیانو ته لاس مه وروړه هغه وویل: خداي پر ټولو مهربانه دی او له خپلو ټولو مخلوقاتو سره مینه کوي. «تورات ۱۴۹ څپرکی ۹ ایت». او کله چې یهودي پادري له موږکانو سره مهرباني وکړه نو له ناروغۍ هم ښه شو.۲۹

نور دینونه او مذهبونه لکه ژاینزم، بودیزم او هندوییزم له حیواناتو سره ډیره خواخوږي ښيي. دغه دینونه د ژواک چاپریال او انسان ترمنځ د متقابل درک او احترام خبره کوي تر ټولو مهم اخلاقي چاره پکې د ژوندیو موجوداتو له وژلو ډډه کول دي. په داسې حال کې چې د انجیل په کتاب کې د «قتل مه کوئ» حکم یوازې د انسان له وژلو ډډه کولو ته راغلی. خو د پخواني هن اهیمسا« عدم تشدد» اصول د ټولو هغه مخلوقاتو په اړه دي چې احساس لري. د ژاینزم پادریانو اصول په دې اړه ډیرحساس دي. دوي خپلې خولې په سپینو ټوکرو باندې تړي چې په ناپوهۍ کې کومه حشره تیره نه کړي او چې کله ګرځي له ځان سره یوه جارو ګرځوي چې په لاره کوم مېږتون یا کومه بله خزنده تر پښو لاندې نه کړي. ۳۰

له دې ټولو سره سره د هندویزم، ژانیزم، او بودیزم په شمول ټول کرهڼيز دینونه د حیواناتو په پرتله د انسان مقام او حاکمیت توجیه کوي. که دغه دینونه حیوانات د غوښو لپاره نه کاروي نو د شیدو او قولبې لپاره ېې کاروي. ټول دغه دینونه ادعا کوي چې د ټولو مخلوقاتو طبیعي طبقه بندۍ او رتبو انسان ته دا حق او امتیاز ورکړی چې له نورو حیواناتو استفاده وکړي خو انسان باید محدودیتونو ته هم پام وکړي. د مثال په توګه هندوییزم غوا مقدسه بولي اوهندوان د غوا غوښه نه خوري خو د لبنیاتو د صنعت او تجارت مالکان دا خبره توجیه کوي چې غواګانې سخاوت کوي او په خپله خوښه خپلې شیدې له انسان سره ویشي. انسان د کرهڼې تړون کړی دی. د دغه تړون له مخې اسماني قدرتونو انسان ته واک او توان ورکړی دی چې له نورو حیواناتو استفاده وکړي او کنټرول ېې کړي خو په دې شرط چې  انسان هم د خداي، طبېعت او حیواناتو په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي. کله چې سړی د کرهڼېزې ټولنې دوه اړخیز ورځني ژوند ته پام وکړي نو دغسې یو تړون ورته منطقي ښکاري.

تر کرهڼیز انقلاب مخکې ښکاریانو او د وږو او بوټو  راټولوونکو ځان تر نورو ژویو لوړ نه باله ځکه چې پر ژواک چاپریال د خپل اغیز په اړه په څه نه پوهیدل.

یوه قبیله له لسګونو کسانو جوړه وه چې د زرګونو وحشي حیواناتو په منځ کې به ېې ژوند کاوه نو که دوي غوښتل ژوندي پاتې شي باید د دغو حیواناتو په اړتیاوو پوهېدل او ناچاره وو درناوی ورته وکړي. ښکاریانو به تل له ځانه پوښتل چې غرڅه څه ډول خوبونه ګوري، زمریان څه فکر کوي، ګني نه به ېې د غرڅې ښکار کولی شو او نه به ېې د زمري.

بر عکس کروندګرو په داسې وخت کې ژوند کاوه  چې د انسان د خوبونو او فکرونو په اساس کنټرولیده. انسان لا هم له طبیعي بلاګانو لکه سیلابونو او زلزلو سره مخا مخ وو خو د نورو حیواناتو له هیلو او خوبونو سره تړلي نه وو. په کروندې کې یو هلک د اس ځغلول  له ماشومتوبه زده کول او یا دا چې پوهېږي څنګه غویی مار او کنټرول کړي، یو یاغي خر په قمچیني سم کړي او پسونو څړ ځایونو ته بوځي ، دا اسانه وه چې باور وکړې دغسې ورځنۍ چارې طبیعي دي او د اسماني قدرتونو له غوښتنو سره برابرې وي. نو کرهڼیز انقلاب یو اقتصادي او مذهبي انقلاب بللی شو. د اقتصادي اړیکو لپاره نوېو رودو او اصلاحاتو بڼه خپله کړه او ورسره مذهبي عقیدو او بارونو نوی رنګ خپل کړ چې له حیواناتو د بیدریغه او لیونۍ استفادې لپاره ېې د انسان عملونه توجیه کول. دغه لرغونې پروسه اوس موږ په خپل وخت کې هم لیدلی شو. په تیره بیا په هغو برخو کې چې وروستي ښکاریانو او د بوټو او ریښو راټولوونکو پر ځمکه کر کیله پيل کړه. په وروستیو کلونو کې د هند د جنوب د نایاکا خلکو چې ښکاریان او د بوټو او ریښو راټولوونکي وو کر کیله پيل کړه لکه د غواګانو او  میږو ساتل، د چرګانو روزل او د چاي کرل. دوي هم د حیواناتو په اړه متقاوت نظر پیدا کړ. د هند د جنوب د نایاکا خلک له فیلانو، مارانو، او د ځنګله له ونو او بوټو سره یو شان او د اهلي حیواناتو او نباتاتو په هکله بیخي بل ډول نظر لري.

 د نایاکا په ژبه کې ژوندی مخلوق یو خاص کرکټر لري او دوي ېې مان سان «mansan»بولي. د دې قبیلې اوسیدونکو انټرپولوګ یا انسان پیژاند «ډیني ناوه» ته ویلي دي چې ټول فیلان مان سان دي:

« مونږ په ځنګل کې ژوند کوو، فیلان هم په ځنګل کې ژوند کوي موږ ټول مان سان یو. خرس، زمری، او غرڅه هم همداسې دي».

ډیني ترې وپوښتل غواګانې مان سان دي؟ دوي ځواب ورکړ غواګانې بل ډول دي دوي ته باید تل لار وروښيې. او چرګان ؟ چرګان هیڅ هم نه دي، چرګان مان سان نه دي. او د ځنګله ونې؟ هو ولې نه دوي اوږد عمر لري نو مان سان هم لري. او بوټي څنګه؟ نه دا موږ په خپله کرو او موږ د چايو پاڼې خرڅوو او په بدل کې ېې هغه څه رانیسو چې اړتیا ورته لرو، ځکه خو دوي مان سان نه لري.۳۱

 دغه پروسه چې  پکې حیوانات د احساساتو له درلودونکو او درناوي وړ ژویو څخه د انسان په مالکیت بدل شول یوازې په غواګانو او چرګانو پورې محدوده پاتې نه شوه. په زیاترو کرهڼیزو ټولنو کې اشرف مخلوقات د انسانانو بیلابیلې پرګنې هم په خپل جایداد بدلې کړې. په پخواني مصر، پخواني اسرایل او د منځنیو پیړیو په چین کې د مرییانو درلودل عامه خبره وه. مرییان به شکنجه کېدل، اعدامیدل، او په قمچینو به وهل کیدل او مرییان ېې خپله شتمني بلله. شتمنو کروندګرو همغه ډول چې له غواګانو او چرګانو سلا او مشوره نه غوښته چې ځمکه او جایدادونه څنګه اداره کړي په همدې ډول ېې له خپلو مرییانو او دهقانانو هم مشوره نه غوښتله. کله چې قبایلي  ډلې او مذهبي ټولنې سره ګډې شوې نو انسان د یو بل سپکاوی هم پیل کړ. دا لومړني وختونه ؤ چې «نور خلک» تر ځان ټیټ شي او یا وحشیان او ځناور وبلل شي. په دې ډول کروندګرې ډلې په یوې نوې ټولنې بدلې شوې. داسې ټولنې چې برلاسه چاغ انسانان او تر لاسه لاندې توکمونه چې باید استفاده ترې وشي. د دوي ټولو په سر یو خداي ؤ چې پر دغه نظام ېې برکتونه پېروز کول.

پنځه سوه کلن یوازېتوب

د مډرن ساینس او ټینکالوجۍ پرمختګ د انسان او حیوان ترمنځ په اړیکو کې نوی انقلاب رامنځته کړ. د کرهڼیز انقلاب په ترڅ کې انسان حیوانات او نباتات خاموشه کړل او پر روح باوره ستره اوپرا ېې د انسان او خداي ترمنځ په ډیالوګ بدله کړه. په صنعتي او ساینسي انقلاب سره انسان خداي هم خاموشۍ ته اړ کړ. له دې وروسته نړۍ په یو کسیز ټیاټر بدل شو. انسان پر صحنه یوازې ولاړ ؤ، له ځان سره ېې خبرې کولې، له بل هیچا سره ېې معامله ونه کړه او له کوم مسولیت پرته ېې ستر واک تر لاسه کړ. اوس انسان فزیک، کیمیا، او بیولوجي په خاموشه قوانینو بدل کړي دي او چې څه ېې زړه غواړي پرې کولی ېې شي. کله چې به یو بوډا ښکارچي په ښکار پسې روان شو نو له وحشي غواي نه ېې هم مرسته غوښتله او وحشي غوایانو هم له انسانه غوښتنې درلودې. کله چې به یو پخواني شپون او بزګر غوښتل له غوا ډېرې شیدې ترلاسه کړي نو له اسماني قدرتونو به ېې مرسته غوښتله، او خدایانو به د مرستې لپاره ورته شرطونه ایښودل. کله چې د نیستله «Nestlé» په څیړنیزو او پرمختیايي لابراتوارونو کې د سپینې چپنې لرونکی انسان غواړي د لبنیاتو او شیدو تولید زیات کړي نو جنټیک څېړنې کوي او جین له انسانه په بدل کې هیڅ هم نه غواړي.

همدغسې چې  ښکاریانو او کروندګرو خپلې افسانې درلودې څیړاند ېې هم لري. دوي په بیشرمۍ د جنت د باغ «باغ عدن» د ونې کیسه کاپي کوي. دغه کیسه دوي نقل کړې او د لینکولن شایر په سیمه کې له ولستورف مانور څخه بهر ېې یو پارک ته انتقالوي. په دغه  باغ کې اسحاق نیوټن د جاذبې د قانون تجربه کوي. د دغې افسانې په اساس نیوټن په دغه پارک کې تر یوې لاندې پروت ؤ چې له ونې پرې یوه مڼه ولویده. نیوټن وغورید چې څنګه مڼه نیغ په نیغه د ده په سر ولګیده او ولې د ونې ترڅڼګ ونه لویده او یا ولې پورته ګوزار نه شوه. دغه فکر د دې سبب شو چې نیوټن د جاذبې  او حرکت قوانین کشف کړي. د نیوټن کیسه د جنت د ونې کیسه په بل ډول کوي. په عدن باغ یا جنت کې یو مار انسان غولوي او په دې ډول د خداي قهر راپاروي او په نتیجه کې خداي ادم او حوا له جنته باسي. دلته  انسان د مار او خداي په لاس کې یوه لوبتکه یا نانځکه شوه. په ولستورف پارک کې برعکس انسان پر هرڅه کنټرول او انحصار لري. له دې سره سره چې اسحاق نیوټن کلک عیسایي ؤ او د فزیک تر قوانینو زیات ېې انجیل لوست د فزیک په دغه لوي کشف سره ېې له ساینس سره ډیره مرسته وکړه او خداي ېې په مسیحیت کې څنګته کړ. کله چې د نیوټن پيروانو خپله افسانه لیکله نو نه ېې خداي ته اړتیا درلوده او نه ېې مار ته. ولستورف پارک د طبیعیت د قوانینو په اساس عمل کوي خو د دغو طبیعي قوانینو پلي کول او تفسیر کول د انسان کار او ابتکار دی. دغه کیسه ممکن د نیوټن په سر د مڼې په غورځیدا سره پیل شوې وي خو مڼه په خپله خوښه له ونې نه وه لوېدلې.

د عدن د باغ په افسانه کې انسان ته د خپلې کنجکاوۍ او پلټنې له امله سزا ورکړل شوه او خداي له جنته وشاړه. خو د ولستورف پارک په افسانه کې هیچا نیوټن ته جزا ورنه کړه. برعکس وروسته د نیوټن د دغې کنجکاوۍ له امله انسان د هغه احسانمند شو ځکه چې د کایناتو په قوانینو ښه پوه شو او په دې ډول نور هم پياوړی شو او د تیکنالوجیکي جنت په وړاندې یو ګام نور هم نیژدې شو. په ټوله نړۍ کې ښوونکي د خپلو زده کوونکو د هڅونې لپاره د نیوټن کیسه کوي او دا ورښيي چې د علم او ټیکنالوجۍ په مرسته همدا دنیا ځانته جنت کولی شو. د نیوټن په افسانه کې هم په حقیقت کې خداي شتون لري:

نیوټن په خپله خداي دی. کله چې بیو ټیکنالوجي، نانو ټیکنالوجي او د ساینس د ونې ټولې میوې پخې شي نو دا ننی انسان یا هومیو ساپیینس دی چې خدايي قدرت ترلاسه کوي او د انجیل د علم د ونې ټولې کړۍ به بشپړې شي. لرغوني ښکاریان او د بوټو او ریښو راټولوونکي د نورو ټولو حیواناتو په پرتله اتلان وو او کروندګرو هم ځانونه اشرف مخلوقات بلل خو ساینس نني ښځې او سړي د خدایانو مقام ته لوړ کړل. د کرهڼې انقلاب انسانان خداي پرستان کړل او الهي دینونه ېې رامنځته کړل په همدې ډول به ساینسي او ټیکالوجیکي انقلاب  انساني مذهبونه راوزیږوي چې هلته به انسان د خدایانو ځاي ناستي شي. د الهي دینونو نوم «Theism» له لاتیني «theos » یا خداي څخه اخیستل شوی دی. نو ټیسترانو «تیوز» یا خداي وکاره او خداي ېې زرغون کړ یا ېې رامنځته کړ خو هیومانیزم به انسان وکري او انساني مذهبونه به رامنځته کړي. د لیبرالیزم، کمونیزم او نازیزم په شمول د انسان پاله مذهبونو د فکر اصلي بنسټ دا دی چې ځیرک انسان یا هومیو ساپینس سپیڅلی ذات او یوازینی ژوی دی چې په نړۍ کې د ټولو ماناوو او قدرتونو سرچینه ګڼل کیږی. هر هغه څه چې په کایناتو کې رامنځته کیږي پر انسان د هغه د اغیز په اساس ارزیابي کیږي.

خداي محوره دینونو کرکیله د خداي په نوم توجیه کوله خو هیومانیزم  موډرنه صنعتي کرهڼه او وده د انسان په نوم توجیه کوي. صنعتي کرکیله د انسان هوس، هیلې او اړتیاوې سپېڅلې ګڼي پر نورو هرڅه سترګې پټوي. صنعتي زراعت له حیواناتو سره هیڅ دلچسپي نه لري او د انسان په پرتله ېې سپیڅلي نه بولي. دغه حیوانات د خدایانو لپاره هم نه کارول کیږي ځکه چې نوې تیکنالوجۍ او صنعت د پخوانیو خدایانو په پرتله انسان ته ډیر توان او قدرت ورکړی دی. ساینس موډرنه  انسان او کمپنیو ته دا امکان ورکړی چې غواګانې، خنځیران او چرګان نور هم اسیران کړي او د پخوانۍ دودیزې کرکیلې په پرتله ېې شرایط سخت شوي دي. په پخواني مصر، روم، او د منځنۍ پيړیو په چین کې انسان له بیوکیمیکل یا عضوي کیمیا، جنیټیک، زولوجي او اپیدیمولوجۍ بیخي بل ډول پوهه او اخیستون درلود په دې مانا چې  له حیواناتو د ناسمې استفادې وړتیا پکې ډیره کمه وه. په دغو وختونو کې به غواګانې، خوګان او چرګان په کلیو او کوڅو کې ازاد ګرځیدل او شاوخوا په ځنګلونو او کوڅو کې به ېې ځانته خواړه پيدا کول. که به کوم سخت او بې رحمه کروندګر پیدا شو چې په زرګونو مرغان، غواګانې او یا خنځیران په یوه تنګ ځاي کې ایسار هم کړي نو که مرض به پرې راګډ شو په زرګونو چرګان او مالونه به ېې له منځه یوړل او ورسره به د سیمې خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښته. هیڅ یوه پادري، ګوډګر او یا خدای به دا وس نه درلود چې د دغې بلا مخه ونیسي.

کله چې موډرن ساینس او نوې ټیکنالوجۍ د وبا د کنټرول په راز پوه شول او انټي بیوټیکونه او واکسینونه کشف شول نو په تنګو ځایونو کې د حیواناتو ساتل هم عام شول. نن سبا د واکسینونو، درملو، هورمونونو، د بوټو د پاللو، د سړو خونو او اتوماتوت ماشینونو په جوړیدا سره انسان دا امکان پيدا کړی دی چې په زرګونو خنځیران، غواګانې او چرګان په تنګو قفسونو کې کتار وساتي اوپه ډیره لویه پيمانه غوښې، شیدې او هګۍ چې کله هم پخوا نه دي تولید شوي تولید کړي.

په وروستیو کلونو کې خلک په دې فکر کې شوي دي چې د انسان او حیواناتو اړیکو ته بیا کتنه وکړي او د تولید دغسې پروسې ورځ تربلې له غندنو سره مخامخ کیږي. خو څه وشول چې ناڅاپه انسان په اصطلاح د دغو بې ژبو خو ټیټو ژویو د برخلیک په فکر کې شول؟ ښايي موږ په خپله په دغسې یو حالت کې راګیرشو. کله چې کمپیوټري پروګرامونه تر انسان لایقه او د یوه زبرځیرک انسان وړتیا پيدا کړي ښايي موږ دغه پروګرامونه له انسانه ارزښتمن وبولو؟ د مثال په توګه دا ښايي د منلو وړ وي چې د مصنوع ځیرکتیا او ذکاوت«artificial intelligence» په مټ جوړ شوی انسان عام انسانان استثمار کړي او یا حتي که اړتیا پیښه شي انسانان ووژوني تر څو خپلې اړتیاوې او هوسونه پوره کړي؟ که دغه مصنوعي ځیرک انسانان  له دې سره سره چې تر عادي انسانه ځیرک او توانمن دی د دې کار اجازه تر لاسه نه کړي او له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه وي بیا نو ولې باید انسانان له اخلاقي پلوه دغه اجازه  ولرې چې خنځيران ووژني او استفاده ترې وکړي. ایا انسان پر خپلې لوړې ذهني وړتیا او قدرت سربېره کومه معجزه لري چې باید له خوګانو، غواګانو، چرګانو، او بیزوګانو او کمپیوټري پروګرامونو لوړ او خارق العاده وبلل شي؟ که ځواب مثبت وي نو انسان کومه خارق العاده معجزه لري او دغه معجزه له کومه شوې؟ او له کومه داسې ډاډه یو چې دغه اعجاز به مصنوعي ځیرک انسان او یا کمپیوټري انسان تر لاسه نه کړي؟ که انسان داسې کومه معجزه او یا خارق العادګي نه لري کوم داسې دلیل شته چې د انسان ژوند خاص ارزښت لري په داسې حال کې چې کمپیوټر ترې ځیرک او توانمن هم وي؟ انسان داسې کوم شی لري چې دومره ېې ذهین او توانمن کړی دی؟ او دا احتمال څومره پياوړی دی چې غیر انساني موجودات له موږ سره سیالي پیل کړی او موږ د سیالۍ له ډګره وباسي؟

په بل څپرکي کې به له نیژدې د نني انسان یا هومیو ساپیینس پر طبیعیت او قدرت خبرې وکړو. یوازې د دې لپاره نه چې له نورو حیواناتو سره د انسان پر اړیکو نور هم پوه شو بلکه د دې لپاره چې پوه شو راتلونکی موږ ته څه راکوی او د انسان او زبرذهین انسان ترمنځ به اړیکه څنګه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب