Homeخبرونهعبدالله وایي؛ امريکا دې د سرتېرو په ویستلو کې بېړه نه کوي

عبدالله وایي؛ امريکا دې د سرتېرو په ویستلو کې بېړه نه کوي

تاند ( یک شنبه، د قوس ۲) د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، امریکا پرېکړه کړې ده چې خپل سرتېري په بېړه خپل هېواد ته ستانه کړي.

هغه زیاته کړې، د امریکا پرېکړې ته په درناوي په کار ده چې شرایطو ته په پام افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر کم شي.

اسوشیټډ پریس د عبدالله له خولې ویلي، دوی د امریکا د پرېکړې ملاتړ کوي خو اوس د افغانستان وضعیت دې ته نه دی اماده چې د سرتېرو شمېر دې تر ټولو کمې کچې ته راټیټ شي.

عبدالله څرګنده کړې، چې امریکا به د تل لپاره افغانستان کې نه وي خو ښه ده چې دا چاره په احتیاط ترسره شي.

نوموړي له یوې خوا وېره ښودلې چې طالبان به د دوی په خوښه مخ ته لاړ نه شي خو بل لورته یې په افغانستان کې د ناټو او یو شمېر امریکایي سرتېرو په پاتې کېدو خوښي څرګنده کړې ده.

د یادونې ده تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر ویلي وو چې د جنوري میاشتې تر نیمایي پورې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

2 COMMENTS

  1. د شورای نظار لنډغر او نور جاسوسان چی د امریکایانو په اوږو سپارل راغلل او تر هغوی زیات دی خاوری او خلکو خیانت کړی د سخت حساب سره مخ کیدونکی دی، د امریکایی یرغلګرو په مرسته مو د هر پښتون کور بی عفته کړی او هر پښتون مو لوټلی دا یاد لرئ چی تاسو لنډغر به هیڅ ځای د پښتنو له محاکمی پټ نه شئ، امریکا ماته منلې او له دی ویاړلی خاوری به ټیت سر ووځی بله لار نه لری او تاسو لنډغر نور د پټیدو ځای هم نه لرئ او نه مو امریکا خلاصولی شی.

  2. خو دا کار یعني بې عفتي تر هر چا زیات طالب وراړولې ده.
    څومره چې پښتون قام د طالب له لوري ځپل شوی په تاریخ کې د هیچا د طرفه هومره نه دی ځپأ شوی او ذلیل شوی.
    عبدالله یا د شمال کوم بل یوه د پښتون ښوونځی سیځلی نه دی، د پښتون د پرمختګ او ترقي مخه یې نیولې نه ده. پښتون یې د پاکستان ټوک خور کړی نه دی، پښتون یې د پنجابي سپی کړی نه دی. دا یوازي طالب دی چې د ایران او پاکستان د منظم پروګرام پر اساس پښتون ځپي او نورو ته څه نه وايي. دا هغه پروګرام دی چې د پنجاب او ایراني اخوندانو له لوری د پښتون قامن او په مجموع کې د افغانستان د خوارولو او په هغه کې د پښتون د ګوښه کولو لو رټلو لپاره د طالب په وسیله پر مخ وړل کېږي
    رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...