پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهعراقي رسنۍ وایي؛ بغداد کې د امریکا سفارت په نظامي اډه بدل...

عراقي رسنۍ وایي؛ بغداد کې د امریکا سفارت په نظامي اډه بدل شوی

تاند( یک شنبه، د قوس ۲) عراقي رسنیو ویلي چې په دغه هېواد کې د امریکا سفارت په نظامي اډه بدل شوی دی او امریکایي چارواکي د بغداد په شنه ساحه کې له خپل سفارت څخه د پوځي اډې په توګه کار اخلي.

سرچينې وایي نږدې هره ورځ له همدې اډې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.

رسنیو د شنونکو له قوله ویلي چې امریکا د بغداد ډیپلوماټیکه سیمه کې د خلکو ذهني ارامتیا مختل کړې او دا چاره د ټولو اصولو خلاف ده.

دوی ویلي چې امریکا د عراق حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی او داسې فکر کوي لکه دا خاوره چې یې په پیسو اخیستې وي.

سیاسي شنونکي سعد محمد الکعبي ویلي، د عراق حکومت ته په کار ده چې د پارلمان غوښتنې ته په درناوي د امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړه جدي ونیسي او هر څه ژر امریکایي ځواکونو ته د وتلو زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...