Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړېوال له افغانستان سره خپلې مرستې راکموي

نړېوال له افغانستان سره خپلې مرستې راکموي

تاند( یک شنبه، د قوس ۲) رويټرز د ځینو بهرنیو ډيپلوماټانو له قوله لیکلي چې په جېنېوا کنفرانس کې به افغانستان سره مرستې ۱۵-۲۰ سلنې راکمې شي.

ډیپلوماټانو همداراز ویلي، له کنفرانس وروسته به د افغان سولې  خبرو کې هم ښه پرمختګ رامنځته شي.

په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره د مالیې وزیرعبدالهادي ارغندیوال او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر؛ هم سویس ته تللي دي.

ټاکل شوې چې سبا ته په سویس کې د افغانستان په اړه د جینوا د ۲۰۲۰م کال کنفرانس برابر او تر سې شنبې دوام وکړي.

جینوا کنفرانس کې چې د افغانستان لپاره ستر اهمیت لري، تمه ده چې یو شمېر هېوادونه او نړیوال سازمانونه به له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مالي مرستو او سیاسي ملاتړ ژمنې اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...