جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتيا کې زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نيونې...

پکتيا کې زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نيونې مړه کړي

تاند (یک شنبه، د قوس ۲) په پکتيا ولایت کې ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.

د ياد ولایت ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پېښه د دې ولایت د مرکز ګردېز اړوند د رباط سيمې په مهاجرينو کمپ کې شوې ده.

منګل وایي، زوم او ناوې د پکتيا ولايت د اریوب ځاځيو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، چې اوس مهال په مرکز ګردېز اړوند مهاجرينو کمپ کې اوسېدل.

نوموړي د پېښې لامل د کورنۍ بې غوري بللې ده.

که څه هم دا ډول پېښې کله نا کله رامنځته کېږي خو؛  ډېرې دردوونکې وي.

عام خلک وایي، په ډېری سړو سيمو کې خلک له ګازي وسايلو کار اخلي چې، دا چاره ډېره خطرناکه ده.

پکتیا د هېواد یو له سړو ولایتونو شمېرل کیږي، چې اوسیدونکي یې د ځان او کورنۍ د ګرمولو لپاره له ګاز، لرګیو او نورو لارو ګټه پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب