د جواهرلال نهرو د زیږیدو د ۱۳۱مې کلیزې په مناسبت:
***
فقید جواهر لال نهرو لوی او نه هیریدونکی نوم دی. هغه د هند د نیمې وچې ملي لارښود، سیاستوال، د هندوستان لومړنی صدر اعظم (۱۹۴۷-۱۹۶۴ م.) او د سړې جګړې پرمهال د ناپېيلو هېوادونو د غورځنګ مشر و. جواهر لعل نهرو (Jawaharlal Nehru) د ۱۸۸۹ م. کال د نومبر په ۱۴ مه نېټه د برتانیوي هند په شمال لویدیزه سیمه کې په اله آباد کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې موتيلال نهرو (Motilal Nehru) یو بډای برهمنی وکیل و چې له کشمیر څخه دغه ځای ته راغلی و. هغه یو زوی او درې لورګانې درلودې. نهرو له خصوصي زده کړو وروسته له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته ولاړ او کله یې چې خپله کورنۍ په ۱۹۰۵ م. کال کې پرېښوده، خپلو زده کړو ته یې د هارو (Harrow) په ښوونځي او د ترینیتي (Trinity) په کالج کې دوام ورکړ او د انګلستان په کمبرېج پوهنتون کې يې زده کړې پای ته ورسولې او په ساینس کې یې دفراغت سند واخیست. وروسته یې حقوق هم ولوستل. په ۱۹۱۲ م. کال کې بېرته هند ته راغی او د اله آباد په عالي محکمه کې د قاضي په توګه په کار بوخت شو. د ۱۹۱۶م. کال د فبرورۍ په اتمه یې له کمالا کال (Kamala Kaul) سره واده وکړ. کمالا د یوه نامتو کشمیري سوداګر لور وه چې په ډيلي کې اوسېدل. په ۱۹۱۷م. یې لور اندېرا (Indira) نړۍ ته راغله. نهرو په ۱۹۱۸م. کال کې د پارلمان غړی شو او په ۱۹۱۹م. کې د هند د ملي کانګرس سیاسي سازمان غړی شو چې هغه مهال يې د هند د لازیات خود مختار کېدو لپاره مبارزه کوله دا ځکه چې هغه مهال هند د بریتانیا تر ښکېلاک لاندې و. دا مهال افغانستان دغازی امان الله خان په شان یو ملی او مدبر مشر درلود. همدا مهال له غازی امان الله خان څخه په الهام اخیستو هندیان د خپلواکۍ دترلاسه کولو په هاند او هڅو کی شول. ګاندي د کانګرس د لارښود په توګه دغه سازمان له سره دوباره تنظیم کړ او نهرو یې د مرستیال په توګه وټاکل شو. نهرو خپل پلار هم د مرستې لپاره راوغوښت. پلار او زوی د ۱۹۲۰م. کلونو په ترڅ کې د ګاندي تر لارښودنې لاندې هندوستان ته اوچت او د نه هیریدو وړ خدمتونه وکړل، نهرو د هند په قوانینو ځان پوه کړ او ورو ورو یو ښه وینا کوونکی شو او په دواړو طریقو؛ هم د لویدیزوالو په شیوه چې هلته یې زده کړې کړې وې او هم د هند په سیمه ییزه (شرقی) شیوه یې په کار پیل وکړ. د وخت په تېرېدو سره یې محبوبیت زیات شو او له احمد سوکارنو (Sukarno) ، مارشال تیتو (Josip Broz Tito) او جمال عبدالناصر سره یې د ناپییلو هیوادونو غورځنګ ډبره کېښوده. په افغانستان کې د دوی آیدیال اوسیال سردار محمد داود خان و. د هند له خپلواکۍ څخه مخکې نهرو څو ځله بندي شوی و. همدا مهال د سرحد ګاندی(فخر افغان خان علدالغفار خان) هم ډیر کلونه د خپل باتور، خومظلوم ملت د آبادی او ښیرازۍ په آرمانو زندان کې تیرکړل. د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال چې کله یې دا شرط کېښود چې باید هند وروسته د دوهمې نړېوالې جګړې څخه خپلواک شي، نو په جنګ کې د انګرېزانو په ضد محور هېوادو سره ودرېد، ځکه انګرېزانو جېل ته واچاو. د هغه زیاته موده زندان (۱۹۴۲-۱۹۳۵م.) او (۱۹۴۲-۱۹۴۵م.) کلونو په ترڅ کې وه. د نهرو ډېر غوره آثار په زندان کې ليکل شويدي چې نومونه یې دادي:
- د آزادۍ لوري ته Toward Freedom (۱۹۳۶م.)
- د نړۍ عمومي تاریخ ته کتنه Glimpses of World History (۱۹۳۴م.)
- د هند کشف Discovery of India (۱۹۴۶م.)
- ژوند ليک Autobiographyاو یو شمېر لیکونه چې خپلې لور اندرا ګاندي ته یې لیکلې دي.
جواهر لال نهرو د انګلیسي ژبې یو تجربه لرونکی او پیاوړی ليکوال و او په هند کې یې د آزادۍ غوښتونکو مبارزو په لړ کې اغیزمنې لیکنې کولې او په لویدیځ کې د یوه لیکوال په توګه و پېژندل شو، افغانستان سره یې ډیره مینه وه. نهرو د (۱۹۴۷م.) کال د اګست په ۱۵ مه د هند صدر اعظم شو او تر خپلې مړينې (۱۹۶۴م.) پورې صدر اعظم و. د ده د رهبری پرمهال د افغان-هند تاریخی دوستی او په روغتیایی، تجارتی ، تعلیمی او تخنیکی برخو کې مرستې بیلګه ییز حد ته ورسیدې. دغه ورورګلویز مناسبات د لرغونی ښه ګاونډیتوب پر اساس پر مخ ولاړل چې د هندوستان یو شمیر عمرانی پروژو افغانستان کې زموږ خلکو ته لوی خدمتونه ترسره کړل. نهرو د اقتصادي اصلاحاتو په لړ کې متمرکزه پلان جوړونه تر کار لاندې ونيوله. هغه پخپله د پلان جوړونې دولتي کمیسیون رهبري کاو. دغه کمیسیون هندوستان ته پنځه کلن پلانونه جوړ او تطبیق کړل. دهند پرمختیايي پنځه کلن پلانونه له ۱۹۱۵م. کال څخه راپیل شول هغه د ګڼ شمېر ټولنیزو مؤسساتو او روزنیزو بنسټونو ملاتړ وکړ. نهرو د خپل واک په موده کې د هند اقتصاد ته وده ورکړه او د هند هسته وي انرژي پلان ته یې پراختیا ورکړه. نهرو د صدارت له څوکۍ سره یو ځای د بهرنیو چارو د وزارت دنده هم پرمخ بېوله. د هغه د بهرني سیاست یوه لویه ستونزه، د بریتانوی ښکیلاک په لاس جوړ شوی مصنوعی جغرافیا (پاکستان) سره د هغه مخامخ کېدل و چې د جمو او کشمیر لانجه لومړی ځل د ۱۹۴۷ م. کال په اکتوبر کې پېښه شوه. د هند او پاکستان په پولو کې د کشمیر استقلال او یوه یا بل هیواد سره یې تړل کېدل همداسې پرته له حل څخه پاتې شول د انګریز په لاس دغه کرل شوی د سرطان دانه تراوسه همداسې پاتې ده.هغه مهال چی د کشمیر یوی ډلی مسلمانانو پاکستان سره د یوځای کیدو غوښتنه وکړه، دپاکستان پوځ په دغې سیمې برید وکړ. د کشمیر هندي حاکم سرهاری سنګهـ (Sir Hari Singh) وروسته له هغه له هند سره د پیوستون موافقه لیک لاسلیک کړ. د یو شمېر تاریخی، کلتوری او سیاسي دلایلو له مخې نهرو په دې عقیده و چې کشمیر باید له هغه سره یو ځای پاتې شي، نو ځکه یې هندي عساکر ور واستول. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۹م. کې د اوربند او خبرو اترو وړاندیز ورواستاو، خو کومه قطعي د حل لاره پيدانشوه. نهرو د ۱۹۶۴م. کال د جنوري په میاشت کې په مغزي سکته اخته او د مئ په میاشت کې په داسې حال کې چې نیم بدن یې فلج شوی و، له نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې.
د نهرو څو ویناوې:
- پيل ډېر لوی او پیاوړی دی، تر هغه څخه کوچنی پيلوان څخه ډېر غټ دی چې په څټ باندې یې کښينې، خو له دې ټولو سره سره پيلوان فکر کولای شي، له دې امله چې تر پيل څخه ښه فکر کوي نو ځکه د پيل خاوند دی.
- څنګه باور کېدای شي چې کولای شو یو ملت د تل لپاره وځپو، او هغه هم داسې یو ملت چې د خپلې آزادۍ لپاره هلې ځلې کوي او دې ته چمتو دی چې د خپلو هلو ځلو زیان هم خپله وګالي.
- کولای شو په دوو کالو کې د اوسپنې د ویلي کولو یوه فابریکه جوړه کړو، خو د دغه صنعت دیوه مدير د روزنې لپاره شل کلونه وخت ته اړتیا ده.
- زیاتره خلک د خپلو چارو دلایل هېروي او وروسته پرته له دې چې وپوهیږي، د نورو خلکو په ګامونو تګ کوي.
- یو بل سره د خلکو جګړه او یو د بل وژل تر ټولو بې عقل کار دی، دا کار هېڅ لوري ته کومه ګټه نه رسوي.
یاد او نوم دی یې تل ژوندی وي !
پوښتنه، تر سمونې وروسته:
(( هغه یو زوی او درې لورګانې درلودې…))
لورګانې؟
په ولسي پښتو کې وایو:
ورور
وروڼه
مور
میندې
خور
خویندې
همدارنګه
لور
لوڼي
د پوهنتون محترم استاد یې د کوم دلیل له مخي په لیکنه کې (( لور ګاني)) راته کاږي؟
والسلام