چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد راستنو شویو کډوالو په اړه سروې د ماشومانو وضعیت خورا ناوړه...

د راستنو شویو کډوالو په اړه سروې د ماشومانو وضعیت خورا ناوړه ښيي

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) د ماشومانو د ملاتړ اداره، سېف دي چلدرن وايي، په تېره اوو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستانته په ایستل شویو کډوالو کې ۲۵۰ زره ماشومان هم شامل دي چې له سرپناه، خوړو او د زده کړو له امکاناتو بې برخې دي.

دې ادارې نن (پنجشنبې) پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د هغو کډوالو په منځ کې چې د تېر کال له سپټمبر میاشتې څخه په خپله خوښه یا په زوره له پاکستانه افغانستان ته راغلي، نیمايي یې ماشومان دي.

پاکستان وايي چې په یاده موده کې یې ۵ لکه ۳۶ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي یا په خپله خوښه تللي دي.

په هغه سروې چې سېف دي چلدرن د راستنو شویو کډوالو په اړه کړې، کابو ټولو پوښتل شویو ویلي تر راتلونکو دوو یا درو میاشتو پورې به نور هیڅ ونه لري چې ویې خوري.

په پوښتل شویو کې درو برخو (۷۵ سلنه) ویلي چې د کور لویانو د دوی ډوډۍ کمه کړې چې ګوزاره وکړي.

همداراز ویل شوي چې ۴۰ سلنه راستانه شوي خوراکي مواد په پور اخلي او یا په اوونۍ کې دوې ورځې د خپلوانو کره اړوي.

د سیف دي چلدرن بر اساس نژدې ۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د لوږې په حالت کې دي.

د سیف دي چلدرن په سروې کې څرګنده شوې چې په هرو شپږو راستنو شویو کورنیو کې یوه یې په خیمه کې اوسي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د اپریل په پنځلسمه د کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پړاو پیل کړی او په تېرو څو ورځو کې یې سلګونه افغانان په زوره افغانستان ته اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب