چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد سیلونو له کبله د مرګ ژوبلو شمېر تر ۱۲۰ واوښت

د سیلونو له کبله د مرګ ژوبلو شمېر تر ۱۲۰ واوښت

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) له پېښو سره د مبارزې په چاروکې د دولت وزارت نن وویل چې د وروستیو ورځو د سیلونو له کبله د مرګ ژوبلو شمېر تر ۱۲۰ تنو واوښت.

د دغه وزارت پر اساس، د دې اوونۍ د سیلونو له کبله تر پرون (چهارشنبې) پورې ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

دا وزارت زیاتوي چې د سیلونو له امله ۲ زره ۶۲۰ کورونه نړېدلي یا سخت زیانمن شوي دي.

د تلف شویو څارویو شمېر ۶۰۰ بلل شوی دی.

په مجموع کې وروستیو سیلونو په ۲۳ ولایتونو کې زیانونه اړولي دي.

سیل ځپلي له نړیوالو موسسو د فوري مرستو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، اوچا ویلي چې له سیل ځپلیو سره به مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر هم ژمنه کړې چې حکومت به یې له سیل ځپلیو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې اټکل چې تر راتلونکې یکشنبې، چې د ثور دوهمه ده، ورښت دوام کوي.

1 COMMENT

  1. یقیناً چی په سیلابونو کی تلف سوی زموږ ګران وطنداران به د پنځوسو وروستیو کلونو د نړیوالو او داخلی جګړه مارو د ظالمانه کړنو د قربانیانو او شهیدانو په ډله کی محسوب سی.
    ددی ډول طبیعی فجایعو زغم اسانه خبره نه ده.
    زموږ خو نوره مرسته په وس پوره نه ده، فقط د زړه له کومی خواخوږی ور سره شریکوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب