چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د استخباراتو پخوانی ريیس په غلا او لوټ تورن شو

د پاکستان د استخباراتو پخوانی ريیس په غلا او لوټ تورن شو

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هیواد د استخباراتو پخوانی ريیس جنرال فیض حمید د فساد په خاطر محاکمه کېږي.

د ورځپاڼې پر اساس، پر حمید د یوې شصي مېنې خاوند د مځکو د غصب او له خپل واک څخه د ناوړه استفادې تور پورې کړی دی.

ټاکل شوې ده چې له حمید څخه یو ځانګړی ټیم، چې ستره محکمه او دفاع وزارت به پکې دخیل وي، پوښتنې – ګروېږنې وکړي.

د اسلام اباد هوايي ډګر ته څېرمه د ټاپ سیټي مېنې (ښارګي) خاوند معیزاحمد خان سترې محکمې ته شکایت کړی چې حمید په ۲۰۱۷ م کال له خپلو یو شمېر مامورینو سره د ده پر دفتر او ښارګي چاپه وهلې وه، ډېرې پیسې، سره زر، الماس او نور وسایل یې ورڅخه په زوه وړي وو.

معیزاحمد خان ویلي چې هماغه مهال فیض او ورور یې ورسره تماس ونیوه او ډاډ یې ورکړ چې پیسې او نور قیمتي شیان به یې بېرته وروسپاري خو تر پایه یې ورنه کړل.

فیض حمید د پاکستان د استخباراتو هغه ريیس دی چې په ۲۰۲۱ م کال د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته کابل ته راغی او د کابل په سرینا هوټل کې یې هماغسي چې د بري په ویاړ لوېدیځوال د شرابو پیاله پورته کوي، د چای پیاله پورته کړه او معناداره خندا یې وکړه.

د ده دا کار د افغانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.

فیض حمید، چې ځان د افغانستان فاتح باله، او د پاکستان د لوی درستیزۍ چوکۍ ته کاندید و، څه موده وروسته په پوځ کې د اختلافاتو له کبله په کور کېښنول شو.

د پاکستان سترې محکمې پر فیض حمید، چې ویل کېږي د پوځ اوسنی لوی درستیز ورسره ښې اړیکې نه لري، لګېدلي تورونه جدي بللي او د فوري تحقیقاتو امر یې کړی دی.

1 COMMENT

  1. د فیض حمید دا قضیه هم له اوسنی پوځ او آی اس آی سره تړلی ده.یانی دا جی فیض حمید د پی ټی آی د ګوند د خوښی وړ وو. پي ټي آی ته هغه مهال د امریکا غوسه راغله چی د هغوی لومړۍ وزیر عمران خان د فبروری په ۲۲ مه یعنی پر اوکراین باندی د روسیی د یرغل سره هممهاله له روسیی لیدنه وکړه او بیا یی دغه یرغل (چی ګویا غرب له نوری نړۍ د محکوم ګڼلو انتظار درلود) محکوم نه کړو. له همهغی روځی د عمران خان او پی ټي آی د سیاسی واک چپه شمیر شروع شو او اوس یی ټول وینو چی پّی پی ټی آی او ځآنګړی توګه عمران خان باندی څه روان دی؟! د پآکستانی جګپوړو پ،ځیانو تر منځ جنرال فیض حمید ښه نوم لری نو موجوده اداره او امریکا نه غواړی دا سړۍ په راتلونکی کی کوم رول ولری نو اوس یی د بدنامۍ لپاره دا قضایی توطیه ورته جوړه کړه.زما له جنرال فیض حمید نه هیڅ ښّ نه راځی څکه د افغانستان د اوسنۍ ملاکراسۍ او طالبی زور واکی ډیزان او مدیریت هم ده کړیدۍ .مګر دغه خبره حقیقت ده. بله دا چه د ساړه جنګ په ادبیاتو کی د غربی فیوډالی نړۍ یا امپریالیزم لپاره یوه واقعی جمله کاریدلی وه او هغه دا چی: امپریالیزم تل دوښمن غواړی او بل دا چی خپل دوښمن هیڅوخت نه بښی او نه یی هیروی. ډیره غوره بیلګه یی ډاکتر نجیب الله دۍ چی له سولی سره یی بیا هم ووژلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب