چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد سېلابونو له امله د کندهار- ارزګان د لارې تړل کېدل

د سېلابونو له امله د کندهار- ارزګان د لارې تړل کېدل

 تاند (۵ شنبه، د حمل ۲۹ مه) ځایي سرچینې وایي، چې د کندهار – ارزګان ولایتونو تر منځ لویه لاره د سختو سېلابونو له امله تړل شوې ده.

د طالبانو ځایي چارواکو دا خبر تایید کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د لارې د بېرته پرانیستل کېدو تر خبرتیا پورې پر دغه لاره له تلو راتلو ډډه وکړي.

ویل شوي، چې سیمې ته د طالبانو پرسونل رسېدلی او د احتمالی زیانونو د مخنیوي هڅې کوي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله په ګڼو سیمو کې سېلابونه او نورې طبیعي پېښې شوي، چې د لسګونه تنو د مرګ ژوبلې تازه خبرونه ترې ترلاسه شوي دي.

دغه هېواد د نړۍ له تر ټولو لسو ډېرو اقلیمي زیان ګالو هېوادونو څخه اټکل شوی، خو د مقابلې لپاره یې هڅې په نشت حساب ګڼل شوي.

طالب چارواکي پر نړیوالو مرستندویانو نیوکې لري، چې دوی سره د سیاسي مخالفت له امله یې د اقلیمي بدلون د اغېزو د مقابلې لپاره افغانستان ته منظورې شوې پروژې ځنډولي او دا کار به افغانستان او نړیوال اقلیم دواړو ته په تاوان وي.

اړوندو نړیوالو بنسټونو په دې اړه شویو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو نور مرستندویان بیا طالب چارواکي ګرموي چې ان د بېوزلو افغانانو لپاره له کېدونکو نړیوالو بشري مرستو په خپله ګټه استفاده کوي او په تروریستي اهدافو کې هم ترې د استفادې وېره شته.

طالبانو بیا داسې ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان د اقلیمي بدلونونو ځپل شوي بیا شکایت کوي، چې طالبانو د دوی د رژیم په واک کې له شته امکاناتو هم د دوی د لاسنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب