چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+دود، نادودې | سیال یوسفي‎

دود، نادودې | سیال یوسفي‎

هره سیمه خپلې ځانګړې اصطلاحاګانې لري، چې کله نا کله دغه اصطلاحوې، متلونه، محاورې، مکالمې او کلمات د هماغې سیمې لهجې ته محدودې وي او د هغوی د رسم او رواج پر بنسټ هلته کارول کیږي خو له هغې سیمې بهر نه وي وتلي او یا د نورو ترمنځ عامه کارونه نه لري.

خو ځینې کلمات چې په یوه سیمه کې لهجوي شهرت لري نو هغه بیا د معیاري ژبې برخه هم وي خو په دې کیسه د دغې لهجې ویونکي یا خبر نه وي او یا یې ناخوداګاه کاروي.

له دود او نادودې را یاد شو، خو د را یادېدو کیسه به یې هم درته وروسته وکړم!

د نادودې کلمې ته مې پام شو، زموږ په سیمه کې نادودې هغه څه ته وايي چې ډیر ناروا وي، ډير بد وي او بیخي په یوه معیار هم برابر کار یا خبره نه وي. مثلاً وايي؛ پلاني سمې نادودې وکړې یا یې سمې نادودې وویلې.

زما په څېر به ډيرو زموږ په لهجوي کارونه کې پر دې فکر نه وي کړی، چې د نادودې کلمې رېښه اصلاً را اخیستل شوې له کوم ځایه ده؟ خو په همدغه ترکیب له کلونو راهیسې کارول کیږي. او د سپین سرو ښځو او بوډاګانو ترمنځ ډيره کارول کیږي، د هغوی له لوري هم کارول کیږي چې له دغې لهجې سره را لوی شوي او زموږ خوا په کلیو او بانډو کې یې هم خلک هرې ناروا ته وايي.

د نادودې کلمې ته له پام اوښتو مې دود کلمه ذهن ته راغله چې ښا ! رېښه یې دا ده؛ چې دود (رسم او رواج) یا څه چې عام وي او (نادود یا نادودې) چې له رسم او رواج او عام کلتوره بهر یو څه وي. یا هغه څه ویل او کول چې په دغه مشخص ځای کې (دود) نه وي، شرم او بې غیرتي وي.

مرسلین مې همکار دی، په مینه پايي! د خبرې پیل او پای یې لف یو (مینه درسره لرم) دی!

هر همکار ته یې دویمه خبره همدا ده. په زړه پورې یې بیا دا ده چې له هر (لف یو) سره یې نوی تحلیل او تفسیر تړلی وي. درته وايي؛ دا لف یو مې درته له دې امله و ویلو او له دې لف یو مې موخه ستا د هغې خبرې ځواب و خو که تفسیر هر یو وي، کلمه یې خوږه وي.

د دود او نادودې کیسه مې له همدې ځایه را یاده شوه. زه داسې کم کسان پېژنم چې په مینه دې پايي. د خبرې له سر او پای یې دې مینې بهیږي، له چلنده یې مینه خپریږي او له حضوره مینه بویولای شو.

هغه خاوره چې جګړې، اور، ټوپک، کرکه، بدنیت، بد چلند پکې د خلکو خاصیت او ویاړ-نښې پاتې شوې وي. هلته د مینې یو غږ د دوښمنۍ په مانا دی، یا ووایم چې د هماغه ټوپک د ډز په مانا دی چې د دوی د ویاړ نښه ده.

مینه؛ پکې دود نه دی نادودې دي!! شرم دی!

کرکه، سپورې سپکې ویل ښکاره دود دی، غیبت او تهمت خو هیڅوک پټ نه کوي! هیڅ شرم نه دی!

حال دا چې دا کیسې له شرعي پلوه هم بدې دي او مینه او د مینې بیانول او یو بل ته خوږه موسکا او د مینې غېږې پرانیستل له شرعي اړخه هم هیڅ ستونزه نه لري، بلکې شرعه کې غوره هم دي.

خو بس دا ټوله کیسه د دود او نادودې تر کلمو محدوده ده!!

مخکې مې و ویل چې د دغې کلمې (نادودې) د رېښې په اړه له پوهېدو وروسته راته په زړه پورې شوه خو همدومره راته اوس بې مانا هم شوه، ځکه ځینې دودونه کله معیاري او انساني کرامتو ته ورته دي چې د هغوی پر اټکل دې نادودې غیر معیاري وګڼلی شي.!؟

کله کله خو کومو (نادودو) ته چې موږ بد وايو له هغه څه ډیر غوره دي چې موږ یې (دود) ګڼو او په موږ کې دود دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب