چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهامریکا ته د پاکستان د ۲ پوځي اډو د ورکړې په اړه...

امریکا ته د پاکستان د ۲ پوځي اډو د ورکړې په اړه د پاکستاني سیاستوال افشاګري

 تاند (۵ شنبه، د حمل ۲۹ مه) د پاکستان د مرکزي پارلمان یوه غړي شېرافضل مروت، افغانستان او ایران ته نږدې په بلوچستان کې د پاکستاني حکومت لخوا امریکا ته د دوو پوځي اډو د ورکول کېدو موضوع افشا کړې ده.

نوموړي په دې اړه د پاکستان د واکمنو پر کړنو نیوکې کړي او ویلي، چې خلک یې له داسې کړنو نا خبره ساتلي دي.

د پاکستان حکومت د دغې افشا ګرۍ په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم هم ادعا کړې، چې د افغانستان خاورې ته امریکایي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې الوتنې کوي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه هم څه نه وو ویلي.

په ۲۰۰۱ کې چې امریکا په افغانستان کې د پاکستان له ملاتړه د برخمن طالب رژیم د نسکورولو لپاره پوځي اقدام کاوه؛ هغه مهال هم پاکستان د دغه اقدام لپاره پوځي اډې ورکړې وې.

د طالبانو رژیم او دغه راز ایران د پاکستاني سیاستوال تازه افشاګرۍ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. چا به وېل پاکستانېان مو انصار ورونه دی او چا به وېل چی پاکستان مو دوهم کور دی او د پاکستان بالخصوص اکوړی او چارسدی مدارس به ېې د ۍځمکی په مخ تر ټولو مقدس مقامات ګڼل. خو د افغانستان ساده ېا په پاکو ټکو بیعقل مسلمانان د تور مخو په نېرنګ نه پوهېدل، ځکه نه پوهېدل چی افغانان د نړېوال کاروان شاته پاتی شول، لاره تری ورکه شوه، نړېوالو نوی علوم زده کړل، فضا ته وختل خو افغانانو لا تر اوسه لور په لوټه تېره کولو.نتېجه ېې دا شوه چی د نن مجاهد او ملا د لاسه زه د تورکونی پنجابی د لاس اله ېم. تارېخ پنځه زره کاله پلس لرم خو بی ادبی دی معاف وی له غولو ډک تارېخ. شېر زمان پاچا شو ګل زمان ېې مړ کړ ، نور محمد خان پاچا شو عطا محمد نه ېې سترګی ووېستی. دغه دی زمونږ تارېخ.
    اوس ملا پاچاهی ونېوله خو جلکېانی مکتب ته نه پرېدی وایی چی ښځی ته د مکتب ضرورت نشته ځکه چی ښځه باېد د کور مزدوره وی او د نسوارو تف دانی په خپل وخت ومېنځی.

  2. د ٥٠٠٠ کلن تاریځ باټو په ببو لالو اوس هم ډیر پښتانه عقیده لرئ او لږیا دي زمزمه کوي یئ. دا څنګه تاریخ دي چې، تر اوسه د مجهول هویت په رڼا کې ژوند کوو. څوک وایې یهودان یو، څوک وایې آریایان يو.تر اوسه مونږه دا ندي ثابته کړي او بې ادبي معاف ګوزونه مو دومره غټ دي چې ، دري خرونه یې نسې وړلى. دی پنجاب لاس پوڅې نظام درباندي حکومت کوئ او مونږ امریکا ته د نظامي هډو په ورکولو خوابدې یاستو. یو نامعلومه کس چې، هویت یې هیچاته ندي معلوم فرمان ورکوئ او د هیواد سرنوشت ټاکي، او احد من الناس د اعتراض او پوښتنې مجال نه لرئ په څه معنی دئ؟ د افغانانو ستونزه دا دئ چې، په پتو سترګو د این او آن ملاتړ کوي او ځانونه ورته جامع الکمالات ښکاري. د دوې خبري او نظریه به د دوه توتانو ارزښت نلري خو بل ته به وایې چې، چټیات وایې، او داسې نوري ببو لالي چې، په ځواب نه ارزئ. دلته هر افغان خپل نظر ورکولى سئ او هیڅ حاتم طایې نسئ کولى خپل نظریات په بل چا تحمیل کړئ. ځینې کسان وایې د فلانی مستعار نوم دى او داسې نور چرنډیات، په دې کسانو کې چې، د ټانډ پاڼه ګوري یا د جمهوریت تښتیدلي فیسبوک چلونکي دي یا په غرب کې د ویلفر مراجعین دی او یا د ما په څیر خلیج کې پراته افغانان دئ. نو په داسې حالت کې څوک به ولي خپل هویت پټوي هغه هم د داسې کسانو څخه چې خپله کچکول په لاس فقر کوئ. خیر دا مطلب مې د دي لپاره ولیکل چې، ځینې په بل فکر کې دي او داسې اټکل کوئ چې د دوې نظر او دریځ باید ټول تائید کړئ. دا خوبونه دی نور نه ویني او په خپلو حدودو کې دي لوبه کوئ او په نورو دی خپل ناکام دریځ د منلو هڅه نکوئ.

  3. پنجابی پاکستان د شیطان انګلیس بادار په کومک رامینځ ته شوۍ دی نو ځکه هم پنجابی پاکستان د شیطان انګلیس چوچه نام باندی هم مشهور دی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب