چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د نوي پړاو پيل

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د نوي پړاو پيل

 تاند (۵ شنبه، د حمل ۲۹ مه) له پاکستانه د قانوني استوګنې د اسناد لرونکو سلګونه زرو افغان کډوالو د ایستو نوی پړاو داسې مهال پيل شوی، چې کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم چارواکو په دې اړه پاکستان سره د یوې منظمې کړنلارې په اړه د خبرو د دوام خبر ورکړی.

د کډوالو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه خبرو کې د دغه نوي پړاو مخالفت نه دی کړی.

هغه زیاته کړې، چې دوی له پاکستاني لوري څخه په دې برخه کې د یوه ګډ میکانیزم او تفاهم په اړه د خبرو غوښتنه کړې ده.

د ځينو پاکستاني رسنیو د راپور له‌ مخې، ټاکل شوې چې په دغه پړاو کې نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه کړای شي.

د پاکستان اکسپرس ټربیون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله لیکلي چې، په دې پړاو کې به نږدې یو مېلیون هغه افغان کډوال چې، اې‌سي‌سي کارټونه لري وایستل شي.

په ورته وخت کې پرون طالب چارواکو ویلي، چې د چارشنبې په ورځ شاوخوا ۳ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي.
سرچینې نه دي روښانه کړي، چې دا کډوال په زوره که په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي.
پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله له څه باندې یوې میاشتې مخکې څخه د افغان کډوالو د ایستو د نوي پړاو د پيل خبر ورکړی و، خو تر دې دمه یې طالب چارواکو په اړه څه نه وو ویلي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د مخکینیو پړاوونو په شان، د اوسني پړاو په اړه هم پر طالب چارواکو نیوکې دي، چې افغان کډوالو سره د پاکستان د داسې ظالمانه چلند په اړه یې  د مخنیوي وار د مخه هڅې نه دي کړي.

1 COMMENT

  1. مننه چې وخت په وخت تازه معلومات را خپروئ. زه فکر کوم ضرور نه ده چې هر ځل د افغانانو له نامه سره کډوال ذکر کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب