Home+چین 5.5Gانترنیټ پیل کړ

چین 5.5Gانترنیټ پیل کړ

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۸ مه) سره له دې چې په نړۍ کې 5G انترنیټ لا پوره عام شوی نه دی، چین په بل ګام کې د بې سیم ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ ته دوام ورکوي.

چینايي رسنۍ وايي، د دغه هیواد دولتي مخابراتي شرکت «چایناموبایل» په وروستیو کې د 5.5G سوداګري شبکه پیل کړه.

ښايي د ډیرو په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شي چې 5.5G انترنیټ څه دی او له 5G سره یې ټوپیر څه دی؟

5.5G  د G5 شبکې پرمختللې یا (5G-Advanced) بڼه ده.

لکه څرنګه چې 4.5G له 4G څخه جوړه شوه، دغسي 5.5G له 5G څخه جوړېږي او هدف یې دا دی چې سرعت زیات شي او وخت وسپمېږي.

5.5G د جي ۵ پرتله د سترو پرمختګونو سبب کېدای شي. د ډاونلوډ سرعت په ثانیه کې تر ۱۰ ګېګابایټه او د اپلوډ سرعت په ثانیه کې تر یو ګېګابایټه رسوي.

د دې لپاره چې راتلونکې د مصنوعي ذهانت ده، د انترنیټ د سرعت اهمیت ورځ تر بلې ډېرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...