جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د سن فرانسیسکو ویجاړوونکې زلزله

د سن فرانسیسکو ویجاړوونکې زلزله

تاند- له نن څخه ۱۱۸ کاله مخکې د ۱۹۰۶ کال د اپریل په اتلسمه د شپې په دوولس بجې او پنځه دقیقې ډېرې سختې زلزلې د امریکا د کلیفورنیا ایالت سن فرانسیسکو ښار ولړزاوه.

دې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۹ درجې و، د سن فرانسیسکو ښار ودانۍ ونړولې.

د ودانیو تر نړېدو زیات ورانی د هغه اور له کبله پېښ شو چې د ښاري ګاز په نلونو کې ولګېد او پنځه ویشت زره ودانۍ یې په خپلو لمبو کې لولپه کړې.

اور او ورسره په یووخت لوټمار دا شتمن ښار ،چې د سرو زرو د پلټونکو له لوري جوړ شوی وو، په کنډوالو بدل کړ.

د سن فرانسیسکو په زلزله کې تر اووه سوه زیات خلک ووژل شول او تر دوه نیم لکه زیات نور ټپیان شول.وروسته وویل شول چې د سن فرانسیسکو په زلزله کې ټولټال درې زره تنه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...