سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د ایران دوهم ستر مشر ۸۵ کلن شو

د ایران دوهم ستر مشر ۸۵ کلن شو

تاند (پنحشنبه، د حمل ۲۹ مه) نن د ایران د لوی مشر سیدعلي خامنه يي د ۸۵ زوکړې ورځ ده. له نن څخه ۸۵ کاله پخوا د ۱۳۱۸ د حمل په ۲۹ مه (د ۱۹۳۹ د اپریل ۱۹ مه) علي خامنه يي په مشهد ښار کې وزېږېد.

دی، چې د ۱۳۶۰ تر ۱۳۶۸ لمریز کلونو ترمنځ د ایران درېیم ولسمشر و، په خټه سید خو مورنۍ ژبه یې تُرکي یا اذري ده.

د خامنه يي پلار سید جواد خامنه يي د خپل وخت دیني عالم او محتهد و او د عراق په نجف کې زېږېدلی و. دی کوچنی و چې کورنۍ یې د اذریانو مرکز یعني تبریز ته لاړه. دی په خپله په ۱۳۳۶ کې مشهد ته لاړ او هلته یې دیني زده کړې پیل کړې.

دی د ایران د اساسي قانون پر اساس د هیواد تر ټولو لوړ چارواکی او د قواوو اعلي سرقوماندان دی.

خامنه يي له لومړنیو زده کړو وروسته علیمه حوزې (مدرسې) ته داخل شو. ده په مشهد، نجف او قُم کې دیني زده کړې کړي. په ۱۳۳۶ کې له سیدروح الله خمیني سره بلد شو. ده د شاه د حکومت پر ضد له آیت الله خمیني سره ملګرتیا وکړه او په دې خاطر ۶ ځلي بندي شو.

دی د ۱۳۶۸ په جوزا کې د آیت الله خمیني له مړینې وروسته د ایران رهبر شو. دی د ایران د اسلامي جمهوریت له تاسیسه وروسته د دغه هیواد دوهم رهبر دی او له کابو ۳۵ کاله دا دنده لري.

خامنه يي د نړۍ یو له هغو مشرانو څخه دی چې ډېر وخت د یوه هیواد بشپړ واکمن پاته شوی دی. البته تر دې د استوايي ګینیا، برونای، یوګنډا، کامرون مشران بختور دي چې زیات وخت واکمن پاته شوي دي. خامنه یي په اوسنۍ نړۍ کې پنځم واکمن دی چې ډېر وخت برحاله واکمن دی.

د ده پنځه اتیایمه کایزه له داسي وخت سره برابریږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ اوج ته رسیدلی او ویره ده چې په سیمه کې یو لوی حنګ پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب