او یا ولې میرمحمدقاسم خان لغماني باندې،
د اعدام حکم وسو؟؟
استادشهسوار سنګروال
مولوي محمدسرورخان واصف او میرمحمدقاسم خان لغمانی، دوی د خپل وخت او د خپلې ټولنې هغه ټولنیز او سیاسي شخصیتونه ول، چې د افغانستان په معاصرسیاسي تاریخ کې، داسې یو ګام واخست چې د ټولنې په سیاسي شعور کې د پام وړ ارزښت درلود.
دوی د ځوانۍ په مهال هغه وخت یوله بل سره وپېژندل، چې دواړه په شاهي مدرسه کې وو او دواړه د یوه پرمختللي مترقي فکر خاوندان وو.
هغه وخت په کلکته کې د« حبل المتین » په نوم یوه مهالنۍ خپرېده، چې دوه ګڼې به یې افغانستان ته راتلې ،چې یوه ګڼه یې امیر حبیب الله خان ته اوبله یې سردار عبدالقدوس ته رسېده .
هغه ګڼه چې دامیر دربار ته رسېده ،نوددرباریوه نامتوشخص له خوا به چې میر احمدشاه خان نومېده ،میرقاسم خان لغماني ته دهغې شخصي دوستي له مخې چې یو له بل سره یې درلوده ورکوله .
مولوي واصف اومیر قاسم لغماني دواړو به له دغې مهالنۍ نه استفاده کوله اوداهغه مهال و،چې په ترکیه کې ځوانانودسلطان عبدالحمیدخان په وړاندې اوپه ایران ، مصراوهند کې هم، مشروطیت غځونې ته لاره اواره شوې وه .
د یوشمېر کورنیوا و بهرنیو اغیزو او ضرورتونو له مخې دډسمبرپه میاشت ، کال ۱۹۰۹مولوی محمدسرورخان اومیرقاسم خان په خپلو هڅو د مولوی واصف په مشرۍ د مشروطیت تاریخي غورځنګ ته لاره پرانسته .
که څه هم داسې انګېرنې اولیکنې ترسترګوکېږي چې ګنې دمشروطه غوښونکوغورځنګ موسس دحبیبې ښوونځي مدیرډاکتر غني و،ولې اوسنېیوڅېړنووښوده ،چې په دغه لړکې ، پخپله میرقاسم خان لغماني خپل زوې «پوهنیار» ته په ځغرده ویلي دي ، چې دغه غورځنګ په هېواد مېنو ځوانانوچې دصفوفو شمېر یې شاوخوا لسګونو تنو ته رسېده په خپلو سرښندونو جوړ اووپاله ،چې دیوه ځانګړي تشکیل له مخې په څو ډلګېیو، چې د هرې ډلې شمېر یې لس تنو ته رسېده او عمومي رییس یې مولوی محمدسرورخان واصف و په خبلې مبارزې پیل وکړ.
په ۱۹۰۹کال دغورځنګ غړو،چې دمولوي واصف په مشرۍ په هغه تالارکې چې دحبیبې ښوونځي زده کوونکو به په کې زده کړه کوله غونډه وکړه، په دغه ناسته کې هندي ډاکترغني اووروڼو یې برخه نه درلوده .
په دغه ناسته کې امیرحبیب الله خان ته، دیوې عریضې د تسوید وړاندیز هم وشو ،چې په کې داسې راغلي وو:
په ځنوهېوادونو کې،خلک دزوراوګواښ له مخې حکومتونه مجبوروي،چې نظام دخلکو غوښتنو غاړه کېږدي، مشروطه شکل او قوانین پرې ومني، ولې دځنو هېوادونوپاچایان در وښانفکرو او روڼد اندوپه نوښت، د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره،په هېوادکې د مشرویت اصولوته غاړه ږدي…
دغه عریضه دیوه نامتوشخص پروفیسرغلام محمدخان میمنګي په وسیله ،په جلال اباد کې دامېر حبیب الله خان حضور ته وړاندې شوه .
امیر پرته له دې چې ددغو هېواد پالوروښانفکرو، د روا غوښتنو پخلی وکړي، په ډېر غضب یې دیوشمېر درباریانو په لمسون امر وکړچې ددغه غورځنګ څلور مخکښ اونوښتګرځوانان له مینځه یوسي،چې دوه تنه یې دستي د درباریانو له خوا په تومانچه ځاې پرځاې ووزل سول .
په دغه مهال غوربندی جوهرشا خان هملته و،چې امیر ورته دحرام نمک خطاب وکړ،ولې هغه ورته ووېل،ما ددې بېوځله اوبېوسه ولس نمک خوړلی دی اودخپل زوند ترپایه به زه ، دې ولس اوملت ته وفاداره پاتې شم اوخپل ځان به دولس دګټو لپاره قربا ني کړم .
بیا یې په ځغرده ورته ووېل،چې دپاچا رښتنې دنده دملت دسراومال،حیثیت،ناموس ساتل دي،ولې حرام نمک تاسو یې ، چې دملت دخلکوپه پت،عزت اوناموس تیری اوتجاوز کوۍ اوشپه و ورځ په بېباکۍ ،عیاشۍ اوبې ناموسۍ کې غرق یې …
دده خبرې لا پا یته نه وې رسېدلې،چې دامیر په امرپه تومانچه وویشتل سواودتاریخ ددغه اتل زوند ته یې دپاې ټکی کېښود .
کله چې مشروطه غوښتونکي دپاچا له کاواکه اوبېباکه تصمیم خبر شول،وې پتېیله چې نړیوالې رسانۍ له دې پرېکړې خبر کړي . نو په دغه لړکې دسرورخان پرواني زوې عثمان خان پرواني،چې ددربار له غلام بچه ګانو څخه و،وې غوښتل هند ته ځان ورسوي اوډلییزورسانېیوته دمشروطه غوښتونکوستونزې اودمرګ کوم ګواښ سره چې مخ دي دنړیوالو غوږو ته ورسوي .
ولې له بده مرغه چې دمومندو په سیمه کې ونیول سواولاس تړلی یې دامیر حضور ته راووست اوهغه هم په سپکو سپورو وکنځه … ،ولې عثمان خان ورته ووېل ، زه پوهېږم چې زما دزوند ډېرې شېبې نه دي پاتې ، خوموږ ستا دوزلو نیت نه درلود، ولې غوښتنل موچې افغانستان دمشروطه غورزنګ له لارې اصلاح اوپر مخ لاړ سي .
بیا هم امیر امر وکړ چې دی دتوپ خولې ته وتړۍ ! وایې لوځوۍ !! اوهمداسې هم وشول… ولې نه یوازې دی ، بلکې دده ملګری محمدایوب خان پوپلزی هم له ده سره یوځاې ونیول سو اودواړه په توپ والوځول سول .
مولوی محمد سرورخان واصف چې ددې غوزنګ موسس اومشر و اوکله چې دی دشیر پور په غونډۍ کې دتوپ خولې ته تړه،نودقلم اوکاغذ غوښتنه یې وکړه اودیوه وصیت په توګه یې راتلونکي نسل ته ولیکل :
ترک مال وترک جان وترک سر
در راه مشروطه اول منزلست
نه یوازې دی بلکې ورور یې سعدالله خان الکوزی چې دی هم دهمدې غورزنګ غړی و، دمولوی واصف زوې احمدجان اوهمدارنګه دمشروطیت بل غړی عبدالقیوم خان الکوزی یې هم دتوپ خولې ته له ده سره یوځاې وتړل اووالوځول سول .
دلومړۍ ډلې دمشروطه غوښتونکودغورځنګ غړودشمېر، چې مشر یې مولوی واصف و، په دې باب ویشلي نظرونه موجود دي ، تاریخپوه غبار ددوۍ شمېر۴۵تنه، پوهاند حبیبي ۴۱تنه… ولې « پوهنیار» دخپل پلارمیرقاسم خان لغمانې له خولې چې هغه وخت دی ددې غورزنګ منشي اومولوی واصف دغورزنګ مشر وو، په سرکې دټولومشروطه غوښتونکوشمېر ۵۲ تنه ښودلی دی.
سره ددې چې دمشروطیت غورزنګ خپله تګلاره په بشپړه توګه کښلې ده ،خولویه موځه یې دکور دننه په سیاسي ، اقتصادي اوکلتوري چارو کې اصلاحات اوپرمختګ وواوپه بهرني ډګرکې،غوښتل،چې افغانستان یوخپلواک اوسرلوړی هېواد وي،چې له انګریزانو خپله خپلواکي تر لاسه کړي .
دوخت په تېرېدو،… سره دهغې چې دغه غورزنګ ډېره قرباني ورکړه ،خوبیاهم ترډېره یې د خپلو موخوپخلی وکړاوتر یوه بریده هدف ته هم ورسېدل ، ټولنیز شعوروده وکړه او دغه بله شوې شمه له ډېرو قربانېیوسره سره مړه نه شوه،(چې موږ دویم مشروطه غوښتونکی خوځښت اونوښت دساري په توګه یادولی سو…)، دخپلووینو بدل یې واخست اودامان الله ترمشرۍ لاندې شاهي مشروطه نظام ته لاره اواره کړه .
موږدمخه دیوشمېرانګېرنوله مخې وویل ،چې ځنې وایي دمشروطه غوښتونکوغورځنګ موسس ډاکټرغني و،ولې نه یوازې میرقاسم خان لغمانی ددې خبرې مخالف دی ،بلکې یوشمېرنور هم دانه مني چې ډاکترغنی ددې غورزنګ مشر وو.
په دې اړه ویل کېږي،وايي چې«دکندهاریواوسیدونکی کاکاسیداحمدخان،چې دی هم په دې تورنیول شوی و،یوچا ورته په زندان کې ووېل ته هم دډاکتر غني دپېښې بندی یې ؟
سیداحمد کا کا ډېر په غوسه سواوپه داسې حال کې چې ډاکتر غني اونور بندیان هم هلته ناست ول،په لوړ اوازپه ډېرې بېباکۍ ووېل :
« زه دډاکترغني ښځه داسې داسې…، زه دغني په فقره کې بندي نه یم ، بلکې پخپله پکره کې بندي یم . » حال داچې ددې غورزنګ مقدماتي غونډه ۱۹۰۶ کال په شوربازاردمیرقاسم خان لغماني په کور کې جوړه سوې وه .
میرصاحب نه یوازې دلومړي مشروطه غوښتونکوله بنستګرو څخه و، بلکې ددویم مشروطه غوښتونکوله غورزنګ سره هم مل واودزوند ترپایه دغه ارمان ته ژمن پاتې سواوپه دغه لاره کې ډېر کړاوونه وګالل .
میرقاسم لغماني نه یوازې دمشروطه غوښتونکودغورځنګ په لاره کې ډېرې ستونز ې اوقبربانۍ وګاللې ، بلکې دراتلونکوپېښوقرباني هم سو…
هغه مهال چې محمدنادرخان په ۱۳۱۲هجري کال د چهارشنبې ورځ دعقرب په ۱۶مه نېټه دعبدالخالق نومې له خوا ووژل سو…په دغه تور ډېر کسان ونیول شول ،چې یوهم میرقاسم خان لغمانی و.
دی په دې ګناه زندان ته ټېل وهل سو،چې دښوونې روز نې په وزارت کې یولوړ پوړی چارواکی واوولې یې زده کونکي سم نه ووروزلي اودهغو له کړو وړو نا خبر وو…
محکمې دی پرته له کوم سند نه په اعدام محکوم کړ، ولې فیض محمدخان زکریا ووېل،موږ کوم سند نه لرو،چې هغه پرې اعدام شي اوکه ګناه یې همداوي چې هغه دښوونې روزنې په وزارت کې دنده در لوده،هغسې خو زه هم د معارف وزیر وم .
شاه محمودخان ووېل،داسمه ده چې موږ دهغه په اړه کوم قوي سند نه لرو، خوڅرنګه چې محکمې حکم کړی بایدووژل سي.
دعدلې وزیرفضل احمد مجددي،دپوځ رییس احمد علي خان،عبدالغني خان ګردېزي کلا یې بېګي اویوشمېر نورو ټینګار کاووچې بایداعدام سي ،چې شاګردان یې اداره نه شو کړی .
مجددي وویل،ما پخپله واورېدل چې میریو« دهري » دی اومولوی عبدالرب تره کی اومولویې محمد ابراهیم خان کاموي دجمیعت العلما غړی ، زما شاهدان دي … دتمیز محکمي ریس عبدالرب ووېل هو!! زه اوکاموي ورغلومیرقاسم ووېل چې دالله کلام..؟!
میر زا محمد خان یپتلي ووېل،دشاه شهادت باید ، دهرېت پورې ونه تړل شي او زکر یا هم ټینګار وکړ، که چېر ته میرقاسم لغمانی چې یوبې ګناه انسان دی وژل کېږي باید زه هم اعدام شم .
عبد الغني خان قلعه بېګي اواحمد علیخان ورسره نایب سالارغوث خان په لوړاواز وویل،وزیرصاحب تاسو هم باید په دار وځړول شۍ … اوبیا احمدعلیخان هغه له ګریوانه ونیواوکش یې کړ .
دغه پېښې په داسې مهال یودبل پسې مینځته راغلې،چې په ۱۹۲۳کال دجون په ۶مې نېټې په جرمنې کې دافغان محصل سیدکمال له خوا ، دمحمد نادرخان مشر ورورعزیزخان دمحمد داود خان پلارپه جرمني کې چې افغان سفیر په توګه دنده درلوده ووزل سو… همدارنګه له دغې پېښې وروسته دنجات (اماني ښوونځی )ښوونکي محمد عظیم،غوښتل په کابل کې دبرېتانې سفیرووژني ،خو بریالی نسوولې دسفار ت درې نور کار کوونکي ووزل سول اودرېیمه پېښه داوه چې نا درخان ترور شو.
داچې میر قاسم خان اعدام نه سو ستر لامل یې دښوونې روزنې دوزیر زکریا ملاتړوه چې دهغه په بې ګناهي یې ټینګار کاوو .
میرقاسم خان لغمانی دسیدغلام محمد چهار باغي لغماني زوې و،چې دامیر عبدالرحمن خان په دربار کې دده کورنۍ استاد واومیر قاسم خان پداسې علمي کورنۍ کې زیږېدلی و، چې په عربي ژبې غږېدلی سواودحبیبې په ښوونځي کې استاد و.
دیوه مترقي انسان په توګه وځلېداوډېر زرپه شیرپور کې زنداني شو ، ولې دپلارپه سترګوچې دامیر حبیب الله خان استاد و له بنده ازاد سو.
دی امان الله خان ته هم نږدې واودیوڅه وخت لپاره دامان افغان جرېدې مدیر و(۱۳۰۰— ۱۳۰۵ ) اوبیا دشاهي دربارمنشي وټاکل سواودسقاو دزوې په مهال له دندې ګوښه شو.
کله چې محمدنادرخان واک ته ورسېد ، په ۱۳۰۸ کال شاو خواکې دښوونې روزنې معین وټاکل سو،خوکله چې نادر شاه ووزل سو، دی هم په دې تور زنداني اوپه اعدام محکوم شو.
لکه دمخه مو چې ووېل دزکریا په هڅواعدام نه سو، ولې ۱۶کاله په زندان کې پاتې شواوپه ۱۳۲۸ کال له بنده ووت اوپه ۱۳۵۷کال د۳شنبې ورځ دحوت په ۲۲نېټې ومړ.
اروایې ښاده اویاد یې تلپاتې .( پاتې په بل څپرکي کې )