چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهپر قطر دفتر د ملا هبت الله محدودیتونو ته د سهیل شاهین...

پر قطر دفتر د ملا هبت الله محدودیتونو ته د سهیل شاهین غبرګون

  تاند (۵ شنبه، د حمل ۲۹ مه) له هغې وروسته، چې د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده ته په یوه منسوب فرمان کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د فعالیتونو د محدودیت د موضوع په اړه ځینو رسنیو راپور وکړ، د دغه دفتر مشر سهیل شاهین د خپل دفتر د کړنو دفاع وکړه.

د دغه دفتر مشر سهیل شاهین په دې اړه رسنیو ته ویلي: «سیاسي دفتر په ډپيلوماټیکه برخه کې فعالیت کوي او د بېلابېلو هېوادونو له پلاویو سره، په اقتصادي، تعلیمي او سیاسي برخو کې، او همداشان په نورو برخو کې، اړوند نورو برخو کې، خبرې کوي. او هڅه کوي چې د هغوی پانګونه او اقتصادي مرستې راجلب کړي.»

شاهین په خپلو څرګندونو کې پر دغه دفتر د ملا هبت الله اخوند زاده د محدودیتونو ادعا شوی فرمان تایید یا رد کړی نه دی.

خو د طالبانو ویندوی ربیح الله مجاهد پهدې اړه د ځینو رسنیو له لوري خپور شوی متکوب جعلي بللی دی. مجاهد د دغه لیک کاپي پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې او د جعلي ټکی یې ورته لیکلی دی.

مخکې یو شمېر رسنیو او څارونکو ویلي وو، چې ملا هبت الله اخوند زاده د خپل دغه سیاسي دفتر په وساطت قطر ته د یو شمېر طالب مشرانو د سفرونو او هلته له لویدیځو دیپلوماتانو او استخباراتي استازو سره د ادعا شویو لیدنو په اړه شکمن شوی.

د طالبانو قطر دفتر او ورسره همغږي طالب چارواکي تر ډېره له نسبتاً منځلارو طالبانو ګڼل کیږي او باور دا دی، چې له نړۍ سره د تعامل په برخه کې د نرمښت هڅه او دریځ لري؛ هغه څه چې ویل کیږي ملاهبت الله او ورسره په کندهار کې ملګرې سخت دریځه طالب مشران ورسره سخت مخالف دي.

2 COMMENTS

  1. د شاهین ماهین او مجائِد او ایبتولا میبتولا هڅی ( د غربی ډیپلوماټانو او استخباری کړیانو سره نه تعامل ) نوری په درد نه خوری ځکه د قطر په هوټلونو کی د هر مسافر او مقیم طالب سِکسی ویډیوګانی آن کلونه مخکی ثبت او ضبط سوی دی چی غربیان به استخباراتی ( سِکسی جاسوسی ) ګټه ترې واخلی.
    لکه چی کیسه اوږده سوه؛
    د ” سِکسی جاسوسی ” اصلی مبتکرین د شوروی اتحاد د کا جی بی استخباراتی دستګاه وه چی وروسته غربیانو هم ددی مِتود څخه کار واخیست او خپل مخالفین ئې د ” سِکسی جاسوسی ” په جال کی ښکار کړی دی.
    په ۶۰ مه میلادی پیړی کی د ناپیلو هیوادونو د مخکښ غړی ( اندونیزیا ) مشر ( مرحوم احمد سوکارنو ) مسکو ته یو رسمی سفر درلود. شورویانو غوښتل چی اندونیزیا او ناپیلی هیوادونه تر فشار لاندی راولی او د غرب په وړاندی ئې ولمسوی او خپلی جبهی ته ئی ور نژدی کړی خو احمد سوکارنو مقاومت او پر خپل دریځ ئی ټینګار کاوه. سوکارنو اته ورځی د مسکو په یو لُکس دولتی هوټل کی تیری کړی ، کا جی بی دوی دری شپی سپینی روسۍ پیغلی د سوکارنو د هوټل اطاق ته سوق کړی، سوکارنو هم ښه عشقونه وکړه. د سفر د ختم دوی ورځی مخکی د سوکارنو د اوسیدو هوټل ته یو چا زنګ وواهه او ور ته ئی وویل:
    ګوره شریکه! موږ ستا د جنسی اړیکو ویډیوګانی ضبط کړی دی او که زموږ سره همکاری و نه کړی نو د اندونیزیا ټولو وګړو ته به ستا د سِکس عکسونه خپاره کړو.
    سوکارنو چی یو هوښیار او چالاک شخص ؤ په جواب کی ئی ور ته وویل:
    ” زه به ډیر خوښ سم چی د اندونیزیا خلګ دا احساس وکړی چی رئیس جمهور ئی د سیاسی ذکاوت او طاقت او قدرت تر څنګ سِکسی قدرت هم لری “.
    چی البته شورویانو د سوکارنو د نه تسلیمی حس ته تسلیم سوه او د فشار او اِفشاء څخه ئی صرف نظر وکړ.
    بله کیسه هم را یاده سوه :
    زما یو آشنا د خپل یو آشنا ( کوم چی د کابل د فوټبال د ټیم تکړه لوبغاړی ؤ ) له خولی کیسه کوله چی د ۱۳۵۲ یا ۵۳ کال په دوبی کی د شوروی اتحاد د ازبکستان د جمهوریت سره د فوټبال د لوبی په موخه تاشکند ته ولاړو او په یو هوټل کی میشت سوو. د لوبی څخه یوه ورځ مخکی ئې د شپی د هر لوبغاړی د اوسیدو اطاق ته یوه یوه ښځه ور خوشی کړه ( تر سهار پوری دوه کسیزه فوټبال شروع ؤ ) .د ټولو لوبغاړو ټوله انرژی ختمه سوه او د لوبی په ورځ هیچا د ځغستا شیمه نه درلوده او مسابقه مو بایلوله ( هیڅ ګول مو ونکړای سوای ځکه ټول ګولونه مو په هوټل کی لګولی وه ) .

  2. ګرانه،
    دا معاملې له ډېر پخوا نه روانې وې او بدنامې څارګرې ادارو ډېرې د پوهنتون او کالېجونو تنکۍ نجونې په پېښور او د حيات اباد په نارنج باغ او په نورو بېلابېلو ځايونو او ښارونو شروع کړې او زياتره مېلمه خونې يعنې guest houses د همدې لپاره جوړ شوي ول او په دې لومه کې يې زموږ زياتره جهادي قوماندانان او د جهادي مشرانو زامن او د کورنيو نور غړي او خپل خپلوان پکې راښکېل کړل. زموږ زياتره جهادي قوماندانان او د جهادي مشرانو زامن په دې تنکيو نجونو لومه کې ښکېل شول او دوی به يې مېلمه خونو ته بوتلې او هلته به ورته هغوی ناست ول او پټې ويډيوګانې به يې ورنه جوړې کړې وې او له هغه ځايه کله ښه په خوشالۍ سره راووتل او کله به يې هملته ونيول او کله به پرې همدې نجونو شکايتونه وکړل او دوی به يې بيا راونيول او بيا به په دې چل سره قانع او د لاسا کړل چې موږ به ستاسې دا ويډيوګانې نه خپروو، خو تاسې به زموږ خبره منئ چې هغه وخت زموږ د ننګرهار د جهادي شوری پورې اړوند مشرانو زامن او نور خپل خپلوان او همداسې د هېواد په هر ګوټ ګوټ کې ښکېل شول چې د نه افشاء ګرۍ په صورت کې يې هغه کارونه کول چې څه به ورته څارګرې ادارې ويل او بيا داسې وخت هم راغی چې زياتره جهادي قوماندانان سيده د نظامي مقاماتو سره ښکېل شول او سيده معامله به يې له هغوی سره کوله او د همغوی د لارښوونې له مخې يې هغه کړنې کولې چې آی ايس آی به ورته ويلې، نو جهاد په وروستيو کې دغسې شرمېدلی وو.
    د دې لپاره ورته د شيرپاو روغتون (هسپتال) شا ته دفتر جوړ کړی وو او له هغه ځايه پاکستاني او نورو استخباراتو ګډ کار کولو.
    زموږ د ننګرهار درمسال يو ملا هغه ساتونکي چې ټول هندوان او سيکان به ترې د شپې ولاړ او دی به ځانته هلته پاتې شو او ګرده شپه به وېښ وو او د بوت او د کتاب ساتنه به يې کوله، د تنهايي په وخت کې به يې داسې ويل :
    چې نصف الليل شي
    ټول خلک اثنين اثنين شي
    رفع د رجلين شي
    انا شي واحدٌ.
    نو ګرانه موږ درېو خېګانو (خ / خاء) تباه کړي يو او هغه ته خپله پوهېږې چې :
    خ = خېټه
    خ = خ…
    خ = خوب
    دې دريو شيانو له هر شي شا ته کړي يو. د خپلې ناپوهۍ او سرزورۍ له امله مو د خپل ګران هېواد له سرنوشت سره د ازبکستان د فوټبالرو په شان لوبه وکړه او دا لوبه مو د روسانو د وتلو په وخت کې چې ضياءالحق زموږ يو ډېر نوموتی جهادي مشر چې همدا اوس هم ژوند دی او له اوسنۍ واکمنۍ ادارې سره يې کړکېچ هم راغلی دی له بې احتياطۍ او عواقبو د نه سنجولو له امله داسې لوبه وکړه چې پر تلويزيون يوې بيانيې سره چې ((موږ سوله نه کوو او په زور کابل نيسو))، نو کابل – کابل نه شو، خو دی هم ښه سرګردانه شو او له هماغه شپې نه چې ضياءالحق له موږ نه زموږ سياسي سرنوشت حق واخېست تر ننه ورسره دی او نه يې راکوي چې دا دی نن يې راڅخه د زده کړې حق هم واخېست او نجونې مو لوړو زده کړو ته نه پرېږدي.
    د هېواد د سياسي سرنوشت سره بې احتياطي او بېغوري ښه شه نه دی او چا چې کړې ده، نو هغوی بيا په اسانه هغه مسير ته راګرځېدلي نه دي چې له هغه ځايه ښويه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب