چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، ۷ وسله وال یې چې له افغانستانه وراوښتل...

د پاکستان پوځ وايي، ۷ وسله وال یې چې له افغانستانه وراوښتل وژلي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۸ مه) د پاکستان پوځ ادعا کوي چې ځواکونو یې نن (چهارشنبې) ۷ تنه وسله وال مخالفان هغه مهال ووژل چې هڅه یې کوله د افغانستان له خاورې ورواوړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاني دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه په شمالي وزیرستان کې وشوه.

د خبرپاڼې پر اساس، وروسته له دې چې پوځ ته څرګنده شوه چې وسله وال مخالفان له افغانستانه وراوړي دوی پرې برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته وشوه، اووه واړه وسله وال ووژل شول او وسلې یې پوځ ته په لاس ورغلې.

ټي ټي پي تراوسه پورې د پاکستان د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

مخکې ټي ټي پي ته نژدې سرچینو ویلي و چې له اختره وروسته به د پاکستان د پوځ پر ضد حملې زیاتې کړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د پوځ لوی درستیز په کراچۍ کې د پوځ د قول اردوګانو قوماندانانو ته په وینا کې یو وار بیا تور ولګاوه چې د دوی وسله وال مخالفان د افغانستان له خاورې کار اخلي.

د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا تور رد کړی چې ګنې ټي ټي پي یا کومه بله ډله د پاکستان پر ضد د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.

طالبانو د پاکستان د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپل هیواد کې دننه حل کړي.

2 COMMENTS

  1. دې ته وایي د دروغو دکتورا لرل او د خلکو سترګو ته داسې خاورې اچول چې باور پرې نه کیږي. د نړۍ سرطان او په نړیواله کچه تروریست پیژندل شوی پاکستان اوس نورو هیوادو ته ګوته نیسي چې تروریستان د هغې ځایه راځي. یو منافق نړیوال یا ملل متحد داسې پوښتنه نکوي چې په ټوله پوله دې خاردار سیم لګولی او پوځ دې ناست دی نو څنګه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب