پنجشنبه, جنوري 15, 2026
Homeخبرونهکونړ کې د یوې جنازې د ۲۶ ګډونوالو ټپي کېدل

کونړ کې د یوې جنازې د ۲۶ ګډونوالو ټپي کېدل

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۸ مه) د کونړ ځايي طالب چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په بار کنډۍ سيمه کې  د دېوال غورځېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.

د یاد شوي ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر  ویلي، چې ياده پېښه نن لس بجې هغه مهال رامنځته شوې،چې کلیوال د یوې جنازې په ویر راټول او ناڅاپه پرې د یوه کور دیوال راوغورځېد.

د اسعد اباد د مرکزي روغتون  ریيس ډاکتر مولاداد وايي  ۱۵ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

ځینو نورو سرچینو د څو ټپیانو روغتیايي حالت خطرناک ښودلی او ویلي، چې د ښې درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په ګڼو سیموکې د چتونو او دېوالونو د پرېوتو او له دې امله د مرګ ژوبلې خبرونه زیات شوي.

زیانمن شوي بیا شکایت کوي، چې طالب چارواکي او مرستندوی ادارې ورسره مرسته نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادیبانو په نوم د ورځ لمانځلو ګټې | غني حسن

کله چي د ګډ تاریخ، شریک فرهنګ، کلتور او هنر خبره کېږي؛ نو په تاریخ کي مو جګړې، سرښندني، قربانۍ مبارزې او ویاړونه سره...